د دعوت د کولتوري او معنوي خدمت نهه ویشتمه کلېزه دې مبارک وي/ محمد نقیب تره خیل   

0 1,159

د دعوت د کولتوري او معنوي خدمت نهه ویشتمه کلېزه دې مبارک وي   

 ښاغلئ محمد طارق بزګر خپل هوډ ته وفادار شخص دی.

وایی چې باعزته خلک با اخلاقه با صبره باحوصله باقناعته قانع هوډمن او زړه ور وي او په ملګري کې وفادار پاتي کېږي.

زه له ۲۰۰۱یوم کال نه دعوت سره قلمي رابطه لرم. له بزګر صیب سره د تلیفوني اړیکو سربېره دوه درې پلا کښېناستلي سره هم یو. احساساتي جذباتي او د باجګېرۍ خبري چې هېواد، ولس، قوم، ژبې، دین ته خدمت کوم هیڅ مې ترې ندي اورېدلي. سره لدې چې په یاد خدمت له پخوا بوخت هم دی. څه دا خاصیت یی د فضلیت، تقوا او د ښو اخلاقو ثبوت دي.

کانټ اخلاقې کار پدې ټکو راپېژني: که څوک له چاسره پدې نېت ښه کوي چې یو وخت به یی بدل راکړي دا اخلاقي عمل نه دی. که د دې لپاره له چا سره مینه کوي چې خلک مې وستایی دا هم اخلاقي عمل نه دی. اخلاقي عمل هغه ده چې د ځان د خوښي او ګټې عمل په کې نه وي. د صبر او حوصلې په اړوند به له بزګر صېب سره د شوي عمل یادونه وکړم. مجلس مو سره کوه، ښاغلي بزګر زما د پوښتني په ځواب کې داسې وویل: افغان کولتوری ټولنې کولن کې غونډې ته بللی وم. د دعوت یو ګډونوال ته مې یادونه وکړه کال نژدې اخر دي که د ګډون روپې دی راکړي. وېې ښیه، ښاېسته ځنډ وروسته راغې له یو ملګري سره ولاړ وم د پنځه ګون اېرو لوټ یی راګذار او پر ځمکه ولوېد، را وامې خیست او ورله ومې خندل.کبرجن د ۵۰ پرځاي پنځه ګون ورکړی هاغه هم د سوالګر په څېر.

هو؛ د قناعت نښه یی دا ده څه د خپل د نفس بادار او د کار په مزد قانع کس دی، نه د واکمن او نه د شتمن پروا لري د ځاني منفعت لپاره یی نه د چا ملاتړ او نه یی د چا مخالفت کړی د وینا تر حده عمل یی کړی.او د سوسیالیزم او امپریالیزم د یرغلګرو د هغوي د ګوډاګیانو د دین، قوم، ژبې او هېواد د معامله ګرو په ضد د دعوت سنګرجوړول یی د زړه ورتوب نښه ده.

پدې ۵۳ کلن عمر کې مې ډېر کسان ولیدل او وامې ورېدل چې د دین، ملت، ژبې، قوم او هېواد ته د خدمت کولو په نوم یی کولتوري ټولنۍ په بلجیم، جرمني، هالنډ، انګلیند او د اروپا په نورو هېوادو، امریکي او استرالیا کې جوړې کړې غونډې یی وکړې مجلې یی راوويستی، سایټونه یی جوړ کړل. درې څلور کاله وروسته یی ټولنې، سایټونه او مجلې شلې شنډې او شاړې پرېښودې، د ثروت او شهرت موندو لپار دهغو کسانو او د هغه حکومتو مله شول چې دوی هغوی قاتلان، خاېنان، جنایتکاران او فاسده ادارې  یی نومولې. سره لدي چې د ښاغلې بزګر کولتوري هڅي د هغوي په پرتله څو برابره زیاتې دي او د پېژند ګلوی امکانات یی هم ترې ډېر دی. خو ثروت، قدرت او شهرت د خپل د وجدان د سپیڅلتیا په وړاندې هېڅ وګڼل نو ځکه د پرګنو ترڅنګ ولاړ دی. الله ج دې په همدي هوډ باندي تل پاتي وفادار لري چې هر رېښتنې افغان د دعوت له سنګره د اسلامیت او افغانیت پر دښمنانو همدا شان لعنت ووایی.

په درناوي

محمد نقیب تره خیل

بلژیک

۳۱/۱/۲۰۱۸

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply