پاکستان = دوكه او درواغ!/ صلاح الدین سعیدی

0 733

په تأسف او تأثر سره داسې ویل کیږي چې نن ۱۱/۲/۲۰۱۸ په لندن كې د انګلستان د حکومت مقر ته مخامخ اعتراضیه غون‌‌‌‌‌‌ډه د ای اس ای په هدایت او سپارښتنه د سیاسي تاجرانو لخوا لغوه شوه! هو. ای اس ای دې غون‌‌‌‌‌‌ډې ته اجازه ورنکړه! د پاکستان د آيين او د پاکستان په چوکاټ کې د پښتنو او بلوڅو د غمیزې مسأله، د سولې او استقرار او د تروریزم سره د مبارزې مسایل حلول او غوښتل هسې یوه دوکه، سیاسي تجارت او درواغ دي! دپښتنو او بلوڅو ددې روستي قیام، مبارزې او حق غوښتنې ستره مشخصه دا وه چې هغه د ځوان نسل، ځوانو مشرانو او د تخنیک پر مټ د پاکستان له بیرقه پرته وه. اعتراضاتو کې د پاکستان بیرق وسوځول شو او د پاکستان بیرق چا نه وه په اوږه کړای‌. غون‌‌‌‌‌‌ډو د مشکل اصلی لامل، پنجابي شوونیزم او برتې، ظلم او تعدی ته لاس نیول کیده او هغه بیرغ چې ایمل ولي ورنه دفاع کوي او د پاکستان کې بچانې کوکارې وهي، نور اصلی تنطيمونکی نه ښکاریده. د پاکستان یعنې پنجاب ظلم او ناتار د افغان اولس، پښتنو او بلوڅو د تراژيدۍ، قتل او کشتار اصلي لامل پنجاب او ای اس ای دی. تر څو د پاکستان په نامه سرطاني موجود له بیخه عملیات نه شي ، نه د تروریزم مسأله او نه د سیمې د بحران او د نه د پښتنو او بلوڅو د تراژيدی مسایل حلیدای شي! نړیواله ټولنه که دا مسایل حلول غواړي، هغه د پاکستان په نامه غیر مشروع حاکمیت په موجودیت کې نه شي حلیدای. سیمې ته د ترور، دهشت او جنایت راوستو کې ، ساتلو او تمویل کې د ای اس ای مستقیم لاس وه او دی!

١١/٠٢/٢٠١٨

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply