نقیب مسید اوس د خپلواکۍ د غورځنګ سمبول دی

0 1,017

لیکوال:سرلوڅ مرادزی
د روان کال د جنوري په لومړیو، کراچۍ ښارکې نامعلومو کسانو په یوه چاپه کې نقیب مسید له خپل دکان څخه یووړ. څو ورځې وروسته يي له دریو نورو کسانو سره یوځای مړي وموندل شو. وروسته څرګنده شوه چې چپاولګر خپله پولیس ول او د ځايي پولیسو مشر راوانور يي لارښودنه کوله.

د پولیسو ځايی مشر راوانور لومړی هڅه وکړه چې دغه د اوږدو ښکلو ویښتو، دنګې ونې او ښکلې ځوانۍ خاوند، نقیب مسېد ترهګرو سره په اړیکو تورن کړي؛ خو تورونو يي ځای ونه نیو او د کومې محکمې له پریکړې پرته يي د پلان شوې توطیې له مخې هغه وواژه او د پښتنو اوسني ټولنیز ستر غبرګون يي راوپاروه.

د نقیب مسید وژنه د اسلام اباد د هغو توطیو ادامه ده چې له ډېر پخوايي د پښتنو د ځوانانو، وکیلانو، مشرانواو پوهانو په وړاندې پیل کړې ده او د ډيورنډ کرښې پر دواړو غاړو په شدت ادامه لري.

د جنوبي اسیا د ترهګرۍ د پورټل په نوم ویب پاڼې پخوا لیکلي ول چې پاکستان په تېرو پنځو کلونو کې ۶۵۰۰ پښتانه وژلي دي.

د ویبپاڼې په وینا د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ، ۲۰۱۲ کال ترټولو خونړی بلل شوی چې یوازې په پښتنونخوا ایالت کې ۱۲۰۶ تنه پښتانه وژل شوي دي.

په دې ۶۵۰۰ وژل شویو پښتنو کې د کوټې په ښار کې هغه ۶۵ تنه وکیلان هم شامل دی چې یوې امریکايي رسنۍ دغه پښتانه د بلوچستان د کار سړي یاد کړي وو.

هغه مهال یاسي چارو یډټر تقي د امریږ ډيوې څانګېې ویلي ول چېښتنو د وژلو د مخنیوي لپاره څ. نوموړي همداراز ویلي ول«یاست په هیې د پښتنو وژنه اډو وژنه نه ګڼي او نه پرې خپګ»!

د ۲۰۱۲ کال د ډېسمبر په ۲۲ مه، په پېښور کې د عوامي نشنل پارټي ۱۶ تنه غړي او فعالان یوځايي ووژل شول. په وژل شویو کې د دې پارټۍ یو تن نامتومشر بشیر احمد بلور هم شامل وو او په لس ګونو نور ټپيان ول.

همداراز د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې د پاچاخان پوهنتون کې ۲۱ تنه ووژل شول چې ۱۳ تنه يي زده کوونکي ول. په دغه ټولوژنه کې لسګونه نور زده کوونکي ټپيان شوي ول.

پورته ارقام دلته له سل ګونو او زرګونو څخه یوازې د بېلګې په توګه راواخیستل شول. د نقیب مسید شالید د پښتنو شازلمو د ټولوژنې په خونړو پېښو ډک دی. پاکستان نه یوازې د پښتنو لپاره دوزخ او جهنم دی، بلکې د نورو قومونو لکه بلوڅانو او سندیانو لپاره هم زندان دی.

اسلام اباد چې د تروریزم پروژه د ځان د بقا او مالي زیرمو او ګټو لپاره ژوندۍ ساتي، تل يي دا پروژه د یوه دام پتوګه د پښتنو د سپکولو، ګوښه کولو او وژلو لپاره کارولې ده. اسلام اباد د هرې تروریستي پېښې او معاملې سره چې د خپل تور سازمان ISI په مټ يي ترسره کوي؛ د پښتون زلمي لکه نقیب مسید، د پښتنو د نورو مخورو سپینږیرو او مشرانو نومونه ورسره تړي.

کوزو پښتنو په داسې ټولو خونړیو پېښو او د پښتنو په ټولوژنو غبرګون ښودلای او خپل تاریخي دوښمن پنجاب ته يي ګوته نیولې، خو دا لومړی ځل دی د نقیب مسېد په شهادت د یوه ویښ او بیدار قوم په توګه پنجاب په نښه کوي.

د نقیب مسېد وژلو نه یوازې کوزو پښتنو ته د ویښتوب او پاڅون ټکان ورکړ، بلکې بر افغانان يي هم چې د اسلام اباد له ساطوره خوندي نه دي او څلویښت کلونه يي د جګړې بټۍ کې اړخ په اړخ سوځوي، نور هم راوخوځول.

د پنجاب په زړه اسلام اباد کې د تېرو لسو ورځو د ناستې احتجاج چې د افغانانو د ستر مشر فخر افغان پاچاخان د عدم تشدد په طریقه روان دی، دا اوس يي هم پنجاب وارختا اوسرسام کړی دی.

د نقیب مسېد له پاڅېدلي غورځنګه چې اوس له پنجابي واکمنۍ څخه د خپلواکۍ غورځنګ سمبول ګرځېدلی، ورځ تربلې په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه ملاتړ زیاتیږي.

د نړۍ معتبرو رسنیو لکه، بي بي سي، امریکا غږ، اروپا ازداۍ، مشال راډیو، المان غږ او ځینورو په پراخه کچه د دې قومي او ولسي غورځنګ انساني، قومي او دیموکراتیکې غوښتنې خپرې کړي. په فیسبوک او بریښناپاڼو کې په زرګونو لیکنې او تبصرې خپرې شوې او د لسګونو ورځپاڼو سرلیکونه او مقالې د دې غورځنګ په ماتړ ودریدي.

د نیویټایمز ورځپانې لیېې شاوخوا ٦ زرډړیدی. خو اوس هم د مدني حقونو فعالین د مختلفو ښڅوي چې په دغه غونډې گډړي.

د مسېدو د قبیلې ٢۴ځوان منظور احمد پښتون چې د پښتنو سره د ظلم په ضد یې د پښتنو تحفظ په نامه غورځنگ یېړ، وویل چې مجبوره شو چې دغه غورځنگ پیړي ځې د پښتنو چېیاسي مشران دي هغوي د پوځی.

منظور پښې د پښتنو د دغې احتجاج د یو مهم تنظیییږي.

هغه د امریږ ډیوه راډیو ته وویل ” زمونږ د ځوانانو، سپینږیرو.، مشرانو وینې تویدلې د هغې چا خبر نه اخیسته. ژوند یو داسې ځای ته راغلو چېښتنو خپل ټړې تېړړیدیځ د ظلمونو تپوس هیڅ څځږ دیته مجبوره شو چې د خپلو ځښښړو.”

منظور پښتون زیړه چې د پښتنو هغو مشرانو ته پېغام دا دې چې دلته خپل سیاسي مقاصد یو خوا ته پریږدي او یواځې د پښتون په نوم زمونږ سره یو ځاې د پښړي.

بلخوا ولسمشر اشرف غني د برو افغانانو په استازیتوب په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي: پښتانه له افراطیت او ترهګرۍ ستومانه شوي او دا مدني لاریون یې پیړی دی.

ښاغلي غني ویلي چې د پښتنو د دې مدني او سوله ییړیزم او افراطیت پر ضد یې یو ګټور ګام بولي.

ې ویلي چې هغوی د عدم تشدد د فسلفې پیړې او د فخر افغان ستر پاچاخان په ګامونو یې ګام ایښی دی.

د افغانستان ولسمشر د پښڅه بللې او له نړیوالړو رسنیو یې غوښتي چې د پښتنو دا عدالت غوښی ږغ بدرګړي. تاند»

تېره ورځ ملالې یوسفزۍ د نوبل د سولې جایزې ګټونکي د دغه لاریون ننګه او ملاتړ اعلان کړ او د هر رازمرستې ژمنه يی وکړه. همدارنګه په کوزه پښتونخوا کې ښځو، مدني او سیاسي فعالانو په لاریون کې ګډون کړی او له هغه يی خپل بشپړملاتړاعلان کړی دی.

په افغانستان کې هم نن په حضوري چمن کې لویه غونډه وشوه او د نقیب مسېد له غورځنګه يي بشپړ ملاتړ اعلان کړ او دا راز غونډې به د هېواد په نورو سیمو کې هم ادامه پیدا کړي.

د حضوري چمن غونډه کې د لاریون یو تنظیموونکي ایمل څړوال د لاریونوالو په استازیتوب پنځه ماده ییز پریکړه لیک ولوست.

پریکړه لیک کې راغلي«موږ د پښتونخواګ ‌مارش د ټولو بنیادي غوښتنو ملاتړ.ې د تروریزم حامي هیواد په توګه وپیژندل شي. قبایلي پښځ لخوایږي. د ملګرو ملتونو سوله ساتي ځید قبایلي سیمو ته لاړ شي. د جنګي جرمونو نړیې په فاټې د پاکستاني دولت لخوا د قبایلو د جینوسایډ (ټولوژنې) څیړنېړي او نړیوالې رسنۍ دې باید قبایې خپل دفترونه پرانیزي»

که څه هم پورته غوښتنې د کوزو پښتنو ټولې غوښتنې نه څرګندوی او یوازې د اوس لپاره په پام کې نېول شوې ښکاري، د کوزو پښتنو اصلي غوښتنه د پنجاب له استعماري واکه خپله خپلواکي ده. پښتانه له دې کم په بل څه نه قانع او نه راضي کیږي!

د بشپړ افغانستان بیا احیا چې هم يي کوز پښتانه د «لروبر یو افغان» په مفهوم کې ښکاره کوي او هم يي بر افغانان پخپلو څرګندونو کې له چا نه پټوي، د اصلي موخې پتوګه ګڼل کیږی!

تل دې وي د لروبر افغان یووالی!

د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ ۹ مه

سرلوڅ مرادزی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply