د مکتب یا پوهنتون د آزموینو لپاره په کوم ډول آماده ګي باید ونیول شي، تر څو په ښو نُمرو بریالي شئ،؟/سرور ستانکزی

0 1,368

اول. د مطالعې لپاره ستراتیژي باید جوړه کړئ: د اکثره ځوانانو لویه ستونزه دا ده چی همیش د نن ورځې درس سبا او سبا څخه یئ بلې ورځې په هیله پریږدي آخر امتحانونه رانږدې او هر څه ورڅخه پاته وي. نو هڅه وکړۍ چی له امتحان ځنې مخکې د خپلو درسونو طبقه بندي وکړئ او د کتاب د هرې صفحې او یا د مشخص درس لپاره ورځې وټاکئ.
دوهم: هڅه وکړئ چی له خپلو زده کړو سره هره ورځ لږ ورزش وکړئ، که د بدن جوړونې، کراټې یا کوم بل ډول ورزش کلب نږدې نه وي، هره ورځ پخپله له لسو څخه تر شل دقیقو منډه ووهئ، دا تاسو سره د مغز په تازه او ښه پاته کېدلو کې ډېره مرسته کوي تر څو دوامداره مطالعه وکړای شئ.
دریم. خپل ځان څخه آزموینه واخلۍ؛ تاسو اکثره وخت شاید د آزموینې پر وخت د سوال له هېریدلو سره مخ شوي یاست، د دغې ستونزې د حل لپاره باید له آزموینې مخکې د پخوانیو امتحانونو سوالونه پیدا او تمرین ورسره وکړئ.
څلورم. هڅه وکړئ چی همیش د خپلې آزموینې د نتیجې په هکله مثبت فکر وکړئ، دا ټولو ته څرګنده ده چی زده کړې کول آسانه هم ندي، خو هغه انرژي چی په منفي فکر مصرف کوئ، باید پر دې فکر وشي چی کوم ډول خپل هدف ته ځان ورسوم او په کومه اندازه زیار او انرژي مصرف کړم تر څو پر ښو نُمرو بریالی شم.
پنځم. درس باید د کیسو پر ډول زده کړئ؛ که فکر مو کړی وي د یوې حادثې یا کیسې دوران له ذهن ځنې زر نه ؤوځي، تاسو هم نوې زده کړه پر مغز کې د کیسو پر ډول ثبت کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply