د مسلمانانو د بې اعتباره کېدو ځنې علتونه (عبدالله وردک)

0 730

لومړی برخه

انګلستان – فبروری – ۲۰۱۸

ګرانو او قدرمنو لوستونکو! السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!

الله(ج) د وکړي چې تاسې ټول روغ او جوړ وی.

ګرانو لوستونکو! زه غواړم چې دغه نقطه ښه واضح کړم چې دغه څه چې زه لیکم، دغه زما شخصي نظر دی، او دغه په هېڅ صورت کې ددې معنٰی نلري، چې هغه به د نیمګړتیاوو څخه خالي وي،او دغه یو نظر دی، چې وړاندې کیږي.

په اوسني وخت کې هر مسلمان په دغه فکر کې ډوب تللی دی، چې ولې یو زیات شمېر خلک په مسلمانانو بې اعتباره شوي دي. ډېرو خلکو پدغه هکله ډول ډول نظرونه شاید وړاندې کړي وي. زه هم خپل شخصي نظر پدې هکله په لاندې ډول سره وړاندې کوم.

زما په نظر سره د مسلمانانو د بې اعتباره کېدو یو علت د مسلمانانو د قول او د عمل تر منځ څرګنده او ښکاره توپیر دی، او د دوی د خبرو او عمل تر منځ‌ توپیر ورو ورو په زیاتېدو دى. په اسلامي نړۍ کې زیاتره خلک په خپلو دیني علماو او سیاستوالو شکمن دي، او شک کول د ټولو بد بختیو ستره بلا ده. ځنې مسلمانان ډېرې ښایسته خبرې کوي، لیکن عمل یې بیا باالکل سرچپه وي. په اوسنۍ زمانه کې د هر ملک خلک له خپلو سیاستوالو څخه ښې خاطرې نلري، او ټولو ته دا تقریباً منل شوی حقیقت دی چې د خلکو د خبرو او عمل تر منځ ډېر توپیر شته دی. د مسلمانانو ملکونو وګړي هم له دغه حالت څخه په امن کې ندي پاته شوي. زما په فکر سره یو مهم علت همدا دی چې مسلمانانو خپل اعتبار له لاسه ورکړی دی.

د مسلمانانو دپاره، الله(ج) دغه خبره په واضح ډول په قرآن شریف کې ذکر کړېده چې هغه څه مه وایی چې د هغو د کولو نیت او اراده نلری.

د خبرو او د عمل تر منځ د ښکاره توپیر خرابه نتیجه هره ورځ پخپل ژوند کې په خپلو سترګو وینو.

د مثال په توګه، که یو پلار خپل اولاد ته د ښو کارو نصیحت کوي او ورته وایي، چې دروغ مه واىٔی، نو کله چې اولادونه بیا خپل پلار ویني چې د دنیوي ګټو په خاطر دروغ واىٔي، نو اولادونو ته د خپل پلار قدر ډېر کمیږي، او هغه ورو ورو په خپل پلار بې اعتباره کیږي. که چېرې خدای ناخواسته، د یوه کور پلار د هغه د اولادو په نزد بې اعتباره شو، نو هغه کور ته بیا کور مه وایه. د یوه کور اولاد ته د هغه د پلار د قول او عمل یو شانته والی، ډېر د اهمیت وړ دی.

همدارنګه، د دیني علماو قول او عمل بیا تر ټولو مهم دی. د مثال په توګه، که یو دیني عالم د سود حراموالۍ بیانوي، لېکن، همدغه دیني عالم بیا د سود کاروبار کوي، او کور په سود اخلي، نو همدغه د قول او د عمل توپیر، هغه دیني عالم د خلکو په نزد ډېر بې اعتباره کوي.

په همدا ډول، د یوه مسلمان سیاستوال قول او عمل ډېر مهم دی. نن سبا ځنې مسلمان سیاستوال د یو څو رأیو د لاسته راوړلو په خاطر خلکو ته ډېرې دروغجنې غوړې وعدې ورکوي، لیکن هغه بیا په عمل کې نه پیاده کوي. چې په نتیجه کې خلک په هغه سیاستوال بې اعتباره کیږي.

د پام وړ ټکی:

یو مسلمان باید هر وخت کوښښ وکړي، چې خپل قول په عمل کې پیاده کړي. نن سبا ټول خلک د یوه چا عمل ته ګوري، او د چا په خالي وعدو نه غولیږي. ټول خلک د خپلو دیني علماو، خپلو سیاستوالو، او مشرانو عمل ته سترګې په لاره دي، او عمل غواړي، او باید مونږه خپل نېک قول په عمل کې پیاده کړو. یو څوک چې کله د خلکو په نزد بې اعتباره شو، نو بیا د هغه په صحیح خبره هم څوک باور نکوي. هغه هېڅکله هم بیا خپل لومړنی اعتبار نشي لاسته راوړلی. هغه دیني عالم چه څه وایي، او هغه په عمل کې پیاده کوي، هغه خلکو ته ډېر د قدر وړ ښکاري، د هغو خبرو ته خلک ښه غوږ‌ نیسي، او هغه د زړه له کومي مني.

په پای کې د الله(ج) لوی او مهربان دربار ته په ډېره عاجزی خپل دواړه لاسونه پورته کوم، او دعا کوم چې الله(ج) د په افغانستان او په ټوله نړۍ کې هغه صلحه راولي چې الله(ج) ته مقبوله او منظوره وي. آمین یا رب العالمین. عبدالله وردک.

زما اړیکه:

abdullahwardak53@gmail.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply