په پاکستان کې اعتراضونه: د سولې یو بل فرصت/نجیب منلی  

0 713

په پاکستان کې د پښتنو ولسونو وروستي خوزښتونه د لسیزو راهیسې د راټولو شوو استبدادی چلندونو او د ولسي هویتونو د سیستماتیکې نفی د تبلور ښکارنده او د سیمې په سیاسي-ټولنیزه فضا کې یو د عطف ټکی دی.

د پاکستان د جوړېدو راهیسې د پښتنو، بلوڅو او یو شمېر نورو لږکیو سیاسي حقونه تروړل شوي، فرهنګي هویتونه یې نفی شوي، مدني حقونه یې تر پښو لاندې شوي او اقتصادي اړتیاوې یې هېرې شوې دي. له دې سره موازي د هغو سیمو طبیعي شتمنۍ، چې دا ولسونه په کې اباد دي، په سیستماتیک ډول لوټل شوي او د نورو په ګټه کارول شوي دي.

په نولسمه پېړۍ کې انسانانو مرییتوب لغوه کړ، په شلمه پېړۍ کې، په بېلابېلو پړاوونو کې د امپریالیستي ښکېلاک ټغر ټول شو، آپارتاید چې د استعماري استبدادي سیاستونو یوه وروستۍ نخښه وه له منځه ولاړ خو لا په یوویشتمه پېړۍ کې، چې نړۍواله ټولنه د دریمې زریزې له پاره د پرمختګونو او ازادیو د اهدافو په ټاکلو اجماع ته رسېدونکې ده د پښتنو پر خاوره د FCR (د سرحد د جرایمو قانون)  ننګینه سیاسي پدیده لا په خپل زور پاتې ده او د فردي جرم په نامه کورنۍ، قومونه او حتي جغرافیایي پراخې سیمې په ډله ییزه توګه ځپل کېږي. له بده مرغه لا هم د پښتنو دغه ناورین د نړۍوالو له سترګو پټ پاتې دی. پاکستان په سیمه کې د تکنالوژي او صنعت له اړخه یو نسبتاً پرمخ تللی هېواد دی، د نړۍ په کچه د هغو څو محدودو هېوادونو په ډله کې راځي چې اټومي تاسیسات یې د بشر د پایښت له پاره ګواښ بلل کېږي، په ملیونونو انسانان یې په قبایلي سیمو او بلوچستان کې د ژوند له ډېرو ابتدایي امکاناتو څخه محروم ساتلي دي خو د استوګنې ځای یې په پراخه پیمانه د نړۍوال افراطیت روزلو له پاره د لابراتوار په توګه کاروي.

پر افغانستان د شوروي اتحاد تر وسله وال تېري وروسته پاکستاني استخباراتو په پښتني ټولنه کې – چې محوري سیاسي او حقوقي بنسټ یې جرګه ده – د عنعنوي مشرتابه د محوه کولو له پاره کار وکړ. د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته چې اداره یې د پاکستان د حکومت په لاس کې ده په سلګونو قومي مشران ووژل شول او په افغانستان کې د پاکستاني استخباراتو په مستقیمه لاسوهنه د جرګه مارو مشرانو ځای د ټوپک خاوندانو ونیو. له بل لوري، د پاکستان پولیسي او استخباراتي دستګاه لومړی په بلوچستان کې او بیا په پښتونخوا او قبایلي سیمو او د کراچۍ او لاهور په څېر سترو ښارونو کې په سلګونو ځوانان له منځه یوړل چې د ځینو یې لا مړي هم ورک شول.

د مظلوم زلمي، نقیب الله مسید، شهادت هغه سپرغۍ وه چې د لسیزو راهیسې راټولو شوو دردونو انفجار ته یې زمینه برابره کړه.

د پښتنو اوسنی خوزښت څو په زړه پورې ممیزې لري:

  • د تاریخ په اوږدو کې د پښتنو د ازادۍ غوښتلو هڅې د دیني عالمانو او سپینږیرو عنعنوي مشرانو له خوا رهبري کېدلې. دا اوسنی نهضت د یو نوي، خودجوشه، مدني زعامت څښتن دی چې د خپل حرکت برخلیک پېژندل شویو څېرو ته نه ورسپاري خو دومره سیاسي بیداري لري چې د ګوندونو عنعنوي سیاسي کرښو ته له تو جه پرته ټولو ته په خپله سینه کې ځای ورکوي.

که څه هم د پاکستان حکومتي دستگاه و غوښتل چې د څو تنو کرایه شویو ملکانو او یو شمېر پاکستاني فکره خبریالانو او مدني فعالانو پر مټ په دې خوزښت کې درزونه پیدا کړي خو بریالۍ نه شوه او احتجاج کوونکو په پوره هوښیارتیا دغه د ولس وېشلو هڅه ناکامه کړه. له سټېجه د سلیم ساپي په څېر یو خوله ور خبریال را ښکته کېدل یې ښه بېلګه ده.

د پاکستان اسټبلېشمنټ هڅه وکړه چې یو وار بیا هغه په وارونو وارونو ازمویل نسخه هم کاروي چې ملا یې د ملت د حق غوښتنې په لار کې خنډ کړی دی. د پاڅون د زعامت هوښیارۍ دا ځل دا نسخه هم ناکامه کړه.

  • د پښتنو دغه حرکت یوازې قومي حرکت نه دی، د هغو انساني حقونو د تحقق له پاره یوه مدني مبارزه ده چې پښتانه ترې د لسیزو او پېړیو په اوږدو کې محروم پاتې شوي دي.

د اعتراض د پیل ټکی د نقیب الله شهید د وینې پوښتنه وه او دا طبیعي خبره ده چې د هغه د قاتل نیول کېدل به د دې قیام اساسي غوښتنه وه، خو د دې غوښتنې تر څنګ د ماینونو د پاکولو غوښتنه او د هغو بې وزلو مظلومانو د حال پوښتنه چې آی اېس آی ژوندي ورک کړي وو، د دې قیام د ټولنیز هدف ډېره مناسبه څرګندونه وه.

  • پاکستان د ۱۹۹۰ لسیزې راهیسې په منظم ډول هڅه کړې ده چې افراطیت د پښتنو پر خاوره محدود کړي. د ډاکټر نجیب الله د حکومت له ړنګېدو وروسته پاکستاني افراطي عناصر د افغانستان څنډو ته راټول شول. وروسته یې بیا په افغانستان کې طالبان حاکم کړل چې افراطیت د خپلو سیاسي موخو له پاره وکاروي خو پنجاب او د سندهـ یوه برخه یې د مستقیمو لمبو له اغیزه خوندي وساتي. د طالبانو تر ماتېدو وروسته یې د متحده مجلس عمل په بڼه د پښتنو برخلیک مذهبي افراطیانو ته وسپاره خو کله چې دا پدیده د پاکستاني استخباراتو له تمې سره سمه بریالۍ نه شوه نو د القاعده او طالبانو خورې ورې ډلې یې بېرته سره راټولې کړې، په قبایلي سیمو کې یې مېشتې کړې او بیا یې د نړۍوال ائتلاف سره د همکارۍ په پلمه خپل پوځي حضور تر هغه ځایه ورساوه چې نه یې انګرېزي استعمار خوب لیدلی و او نه د پاکستان د موسسینو په خوا خاطر کې راتلې. اوس له همدغې سیمې د یویشتمې پېړۍ د بشري حقونو د دفاع هغه سنګر جوړېږي چې د ټول انسانیت پر تندي د تور داغ، ایف سي آر (FCR)، تاریخ ځپلې پدیده ننګوي.
  • د اسلام آباد له احتجاجونو څخه په افغانستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې مېشتو پښتنو او افغانانو کلکه ننګه وکړه.

ولسمشر غني هم د ټول افغان ملت له خواستونو سره سم د پاڅون ملاتړ وکړ او د افغان حکومت هغه د تړلې خولې سیاست ته یې د پای ټکی کښېښود چې په تېرو دریو لسیزو کې یې خپل کړی و او د ښاغلي کرزي د حکومت په دوران کې اوج ته رسېدلی و. د ښاغلي غني اقدام د افغان ولس د یو والي او پیوستون ښه څرګندونه وه چې د کرښې دواړو خواوو ته استقبال شوه.

  • په پاکستان کې عموماً احتجاجي حرکتونه له لږ، ډېر تاوتریخ والي سره مله وي خو د پښتنو دا قیام سل په سلو کې سوله ییز او د عدم تشدد ارمانونو ته وفادار حرکت و. د ولسونو قاطعیت د پاکستان حکومت اړ کړ چې د خلکو غوښتنې ومني. دا بریا هم د پاکستان په تاریخ کې ګڼ مثالونه نه لري.
  • د پاکستان حکومت د خپلو ژمنو د پوره کولو له پاره یوه میاشت وخت غوښتی دی. د حکومت محاسبه دا ده چې د یوې میاشتې په تېرېدو، چې هغه مهال به د شهید نقیب الله د څلوېښتۍ مراسم هم تېر وي، د خلکو احساسات سړېږي او بیا په کې دومره ځواک نه پاتې کېږي چې د تېرو لسو ورځو قیام ته ورته بل پراخ حرکت ممکن کړي. په ډاډ سره ویلای شو چې دا یوه میاشت به د پاکستان استخباراتي دستګاه د پاڅون کوونکو تر منځ د اختلافونو او بې اعتمادیو د پیدا کولو له پاره وکاروي خو دا هم ریښتیا ده چې ځوانو پاڅون کوونکو په خپل ولس کې ډېرې هیلې را پارولې دي او د خلکو د توقع سطح یې لوړه کړې ده. له بل لوري پاڅون کوونکو دا سیاسي پوخوالی هم درلود چې خپل حرکت یې یوازې پر احساساتو بنا نه کړ بلکې ژورې، معقولې او تلل شوې غوښتنې یې ورسره مطرح کړې. ځکه خو دا تمه کېږي چې د پاکستان د حکومت د تعلل سیاست به هغسې بریالی نه شي لکه دوی چې محاسبه کړې ده.
  • له ۱۹۴۷ کال راهیسې د پاکستان د حکومتي ایډیولوژۍ طراحانو تل دا انګېرلې ده چې په سیمه کې نا امني د پاکستان د امنیت په مانا ده نو په یوه نامه او بل نامه یې له بېلابېلو ګاونډیو سره لویې او وړې ستونزې ایجاد کړې دي. افغانستان او هند خو یې خپل همېشني تاریخی دښمنان بللي دي. د پاکستان «نا امني محوره سیاست»په تېرو دریو لسیزو کې خپله نکامي ثابته کړه. د پښتنو دغه نوی خوزښت باید د پاکستان مشران دې ته متوجه کړي چې بهرني هېوادونه به یا د پاکستان د بقا له پاره ګواښ وي یا نه وي، خو د پاکستان دننه اقتصادي، فرهنګی او دیموګرافیک واقعیتونه کولای شي چې په لنډه یا اوږده موده کې د دغه – په یو عبارت مصنوعي – دولت بنسټونه ولړزوي.

د ولسونو حقه حقونه به د نړۍوالو اخلاقي اصولو سره سم تحقق پیدا کوي او هېڅ ځواک یې مخه نه شي نیولای خو حکومتونه کولای شي د خپلو خلکو د سوکالۍ له پاره او د خپلو سیاسي جوړښتونو د سوله ییزې بقا له پاره منطقي او عملې لارې چارې و لټوي.

نړۍوال شرایط بدل شوي. د یویشتمې پېړۍ د پیل نړۍوال سیاستونه هغه د ساړه جنګ د دورې سیاستونه نه دي او د هېوادونو تر منځ د همکاریو او نه همکاریو معیارونه اوس هغه زاړه معیارونه نه دي. د ساړه جنګ پر مهال چې پاکستان کوم جیوستراتیژیک ارزښت درلود، اوس هغه ارزښت ورته نه دی پاتې. افغانستان هم نن پر پاکستان هغومره تکیه نه لري چې تر درې کاله پخوا یې درلوده. په اسلام آباد کې پښتون قیام دا هم ثابته کړه چې د ولسونو غوښتنې او د غوښتنو د تحقق لارې چارې هم اوس د پخوا په څېر نه دي. که د پاکستان حکومت او سیاسیون په اوسنۍ جیوستراتیژیکه فضا کې د خپل ځای د بیا تعریفولو هڅه وکړي نو کېدای شي خپل هېواد له سترو ننګونو وژغوري.

سیمه ییزه همکاري د دې سیمې د ټولو ولسونو له پاره د نجات یوازینۍ لاره ده. په اوسنۍ دنیا کې داسې ستونزه نه شته چې د سولې او خبرو له لارې حل نه شي. افراطیت او د تاوتریخوالي پالل یوازې کولای شي چې د ولسونو د سوکالۍ خنډ شي او د ستونزو د عادلانه او منطقي حل بهیر وځنډوي.

د افغانستان په روانه جګړه کې د پاکستان منفي او زهر جن لوبولی رول که یو خوا ته پرېږدو، د پښتنو ځوانانو دغه نوی مدني حرکت د سیمې د هېوادونو سیاسي مشرتابه ته یو نوی فرصت ورکوي چې د سیمې د ټولو ولسونو منافعو ته په پام د ستونزو د حل له پاره پر سوله ییزو لارو چارو او د سیمې د اقتصادي ودې پر اهدافو د یویشتمې پېړۍ نوی منطقوي نظام ورغوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply