درنه شپه/ نورالحبیب نثار

0 1,316

د 1988 کال د فروري پر 11مه ماښام مهال پوهاند ‌‌‌‌‌‌ډاکټر سید بها‌ؤ الدین مجروح د پېښور په شاهین ټاون کې د پولیسو له تاڼې سره جوخت ووژل شو. سبا سهار ځنې خبر شوم. لاندې منظومه ګۍ مې هغه وخت د هغوی په ویر کې ولیکله:

نورالحبیب نثار

درنه شپه
ځلېده چې به پړک پړک هغه ستوری
دا بېګا ولې د هسک پر لمن نه و؟
که کاته مې، مخامخ توره شبحه وه
په چمن کې خنده رویه سمن نه و
ما وې ځه چې شپه پخه شي حال به راکا
له دې وجې مې زړګی اندېښمن نه و
نیمه شپه وه چې سپوږمۍ شوه را اوچته
خو هغې سره هم نه وه د ده پته.

غرض دا چې اندېښنو کړمه په مخه
‌‌‌‌‌‌ډېر یې یوړمه له دې جهانه لرې
ګورم، څه ګورم، کږې د چا په لوري
د خودۍ د اژدها سترګې ژورې
له هیبته مې له واره غونی زيږ شو
اندېښنو مې خوله کې وچې کړې خبرې
که کاته مې درنه شپه پر ما رڼه وه
د هجرت قافله لوټ، درا کڼه وه.

چې سحر بیا پر افق شوه را د بره
تکه سره د چا په ویر وه د لمر سترګه
له دې مځکې نه هم لړې لټېدلې
که خبره په تقصير وه د لمر سترګه
له حیرته چې دا څه فتنه انګېز یې
پېښوره تا ته ځير وه د لمر سترګه
څه به وایم، غلې غلې ګنګوسه وه
ګنګوسه څه د مجروح د مرګ قصه وه.

شیبه پس بیا تصور کې پسې ولاړم
کایناتو په یوه خوله را ته دا وې:
څنګه نه وي پښتنو نه مرورې؟
د مجروح غوندې همه لویې ارواوې
په سرتوري یې ده قبر ته ولاړه
د وطن د آزادۍ ملاله ناوې
هله ورشه خم یې واړوه پر څلي
چې زهیر نه شي مخمور د کور و کلي.
د 1988 د فروري 122مه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply