څنګه کولی شو چې د صنف تکړه شاګرد واوسو؟ /سرور ستانکزی

0 1,985

څنګه کولی شو، چې د صنف تکړه شاګرد واوسو؟
تاسو باید د دې لپاره څو مقررات عملي کړۍ، تر څو د صنف تکړه او فعاله شاګرد واوسئ.
اول. خپل ځان او مغز باید د زده کړې لپاره اماده کړۍ: د دې لپاره چې ستاسو مغز ښه او فعاله کار وکړي، خپل معیاري خوب باید پوره وکړئ. د فعاله مغز لرلو لپاره د سبزي خوړلو او روزانه د ډېرو اوبو څښلو ته هم ضرورت دی او هڅه وکړئ چې د ډېرې خوږې له استعمال څخه ډډه وکړئ.
دوهم. مطالعه په هغه ډول کوه چې کوم ډول تاته آسانه بریښي: خلک د مطالعې کولو لپاره له مختلفو ډولونو استفاده کوي، تاسو هم د ځان د تکړه والي نبوغ پیدا او په همغه ډول مطالعه کوئ.
دریم. توجه ولرئ: که غواړئ هر څه زده کړئ، د دې لپاره باید په صنف کې د استاد د خبرو پر وخت کې خپل فکر راټول او استاد ته توجه وکړئ، هڅه وکړئ، چې د استاد د بعضو مهمو خبرو نوټ ځان سره ونیسئ. د ښې توجه درلودلو لپاره په صنف کې د مخې پر څوکیو کیناستل هم ښه رول لوبولی شي.
څلورم. د نوټ لیکلو طریقه زده کړئ؛ مهمه نده، چې د استاد د ټولو خبرو نوټ ونیسئ، د استاد داسې خبرې چې تاسو ته یې دوباره یاد ته راتلل سخت وي ځانو سره نوټ لیکل یې ضروري ده.
پنځم. خپله کورنۍ دنده پر وخت کوئ: د کورنۍ دندې پر وخت کولو لپاره باید خاص تقسیم اوقات جوړ کړئ، همېش فکر د لویو نُمرو اخیستلو لپاره معیار کړۍ، معنیٰ هدف مو لوړ ساتی.
شپږم. هڅه وکړۍ، چې د امتحان لپاره دوه یا درې هفتې وړاندې مطالعه شروع کړئ. اکثره شاګردان له امتحان ځنې دوه یا درې ورځې وړاندې مطالعه شروع کوي، چې دا د مغز فشار ته ډېره صدمه رسولی شي او عموماً د امتحان نتیجه هم ښه نه راځي.
اووم. کوښښ وکړۍ، چې خپل صنف کې له ټولو همصنفیانو سره ښې اړیکې ولرئ، که چېرې تاسو کوم همصنفي/همصنفۍ سره ستونزه لرئ ، تاسو له هغوی سره هره ورځ صنف کې مخامخ کېږئ، دا امکان لري ستاسو پر مغزو منفي اثر وکړي او ستاسو د ناتکړه والي سبب شي.
اتم. هڅه وکړۍ، چې د پوښتنې په کولو شرم ونکړئ، هر څه د ځان لپاره وکړئ او هیڅ وخت د نورو په هکله خپله انرژي مه مصرفوۍ، چې ګواکې نور شاګردان ستا د تکړه والي او نه تکړه والي په هکله څه فکر کوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply