د ثابت دریځ نه لرونکی سړی/ ښکلا احمدزۍ

0 1,249

پخوانی هیوادمشر حامد کرزی وایي: چې مالېم عطا زما ډېر ښۀ، بریالی او تابعداره والي وو. ښاغلی کرزی پدې مشهور دی، چې دی ثابت دریځ نلري، کله یؤ څوک ترتولو ښۀ دوست او کله یې بیا ترټولو خطرناک دښمن بولي. کرزي دیارلس کاله پداسې حال کې طالبان خپل وروڼه بلل، چې هره ورځ به یې د هغو کؤنډو او بېؤزلو زامن وژل، چې ددې شاغلي ساتنه یې کوله او دۀ به یې د سر دښمن ته وروڼه ویل. چې پوځي شنونکو به تل دا نیؤکه کؤله، چې د مشرانو دا ډؤل خبرې د سرتېرو روحیه او مرال ماتاوۀ. کرزي دیارلس کاله امریکا خپل ترټولو خواخوږې او ځواکمن دوست ګڼله، مګر کله یې، چې د واک وروستۍ شپې ورځې وې، ددې لپاره چې د ساده افغانانو پۀ ذهنو کې ځان یؤ اتل وښیي.

یؤ دم یې یؤسل او اتیا درجې بدلون وکړو او ځان یې د امریکا مخالف تمثیلاوۀ. لۀ امریکې سره یې د شپې دولس بجې ستراتیژیک تړون لاسلیک کړو، پداسې حال کې چې اوباما ددې پر ځای چې ارګ ته راشي، باګرام پوځي اډې ته راغی، هملته یې خبرې کنفرانس ورکړو او ماښام ډوډۍ ی هم هملته وخؤړه، وروسته لۀ هغۀ یې کرزي ته زنګ وکړو، چې خبریالان راوغواړه، چې ستراتیژیک تړون لاسلیک کړو.پک بېچاره یې پۀ نیمه شپه کې ستراتیژیک تړون لاسلیک کړو، مګر د امنیتي تړون لاسلیکؤل یې پداسې حال کې رد کړل، چې پخپله خؤښه راغؤښتې مشؤرتي لویې جرګې پۀ یؤه خولۀ وویل، چې باید لۀ امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شي، دا ځکه، چې امنیتي تړون د ستراتیژیک تړون یؤه برخه ده؛ خو کرزي د ټول هیواد د سپینږیرو او مشرانو پر مخ څپېړه ورکړه، چې یه، زۀ دا تړون تر هغه نه لاسلیکومه، څو سوله رانشي. عوامو به ویل، چې کرزي صیب ته دا سوله لکه چې کومه ناوې غوندې کوم شی ښکاري، چې پۀ یؤ وار به راشي. او د همدې ناسمو څرګندؤنو او سیاستونو پایله وه، چې لۀ امریکا سره د افغانستان اړیکې ډېرې سړې او ترینګلې شوې. آن تر دې چې یؤ وخت ناټو پر افغان ځواکونو خپل تېل هم بند کړل. د کرزي یوه نده، چې ملت ترې ورتېر شي.

د اوونۍ پۀ سر کې هندوستان ته تللی وو او هلته یې پاکستان د هند او افغانستان ګډ دښمن وبالۀ؛ خو چې څنګه کابل ته راغی لۀ امریکا غږ سره یې پۀ مرکه کې پاکستان خپل ورور وبالۀ، پداسې حال کې، چې پخوا یې هم پۀ وار وار پاکستان خپل ورور بللی. آن تر دې چې لۀ جیونیوز پاکستاني تلویزیون سره د جرګه نومي خپرؤنه کې چې سلیم صافی یې چلوي، پۀ یوه مرکه کې ویلي وو، چې کۀ امریکا پر پاکستان برید وکړي، زۀ به د پاکستان پۀ څنګ کې ودرېږم. پداسې حال کې چې پرون یې لۀ اشنا تلویزیون سره پۀ مرکه کې وویل، چې د ترهګرو ځالې پۀ پاکستان کې دي او د امریکې لۀ ولسمشر ټرمپ څخه یې غوښتنه وکړه، چې د افغانستان پر ځای پۀ پاکستان کې د ترهګرو پۀ مرکزونو بریدونه وکړي. پرون د کابل د وروستۍ خونړۍ چاودنې پۀ غبرګون، چې د جمهوریت روغتون مخته وشوه او تر سلو ډېر بېګناه وګړي پکې شهیدان شؤل. یؤ شمېر مدني فعالانو پۀ کابل کې د پاکستان سفارت مخ ته لاریون وکړو او د پاکستان بیرغ او پوځي مشرانو انځورونو ته یې اور ورواچاوۀ، چې سمدلاسه وروسته کرزي وویل، چې دې مدني فعالانو غلط کار کړی، چې د پاکستان بیرغ ته یې اور وراچؤلی. رابه شو د عطا نور مسألې ته. کرزي، چې کله پۀ 2009 زېږدیز کال کې ټولټاکنې وګټلې لومړنی خپل برحاله او ددۀ پۀ ژبه تابعدار والي یې عطامحمد نور وو، چې ویلې یې زۀ دا ټاکنې نه منمه او کرزی قانوني ولسمشر ندی. پۀ 2010 ز کال کې، چې کله حنیف اتمر د کورنیو چارو وزیر وو، کرزي غوښتل، چې عطا د بلخ لۀ ولایته لرې کړي، نو یې وغوښتل، چې دا مانؤر پۀ حنیف اتمر ترسره کړي، هغه ته ی وویل، چې د شمال د مهمو ولایتو پۀ ځانګړي ډؤل د بلخ امنیه قومندان، لۀ دندې لرې کړه، کله، چې اتمر ددې امنیه قومندانانو د لرې کېدو مکتوب واستاوۀ عطامحمد نور یې مخالفت وکړو، هغه وخت حنیف اتمر پۀ ډېرې اسانۍ کولای شول، چې دا امر پلی کړي، خو چې کله عطا خبره سمت او ژبې ته کش کړه، نو اتمر لۀ کرزي سره سلا وکړه. کرزي نۀ یوازې دا چې اتمر یې عطا ته پۀ تش میدان پرېښود او د دوی ترمنځ یې سیاسي مخالفت هم راولاړ کړو. او لا بالاګی یې څۀ وخت وروسته اتمر د لویې جرګې د خېمې د امنیت پۀ خؤندي کؤلو کې پۀ ناغېړۍ تورن کړو او استعفا ته یې اړ کړو. عطا به هغه وخت حکومت ته اخطارونه ورکؤل، چې هیڅوک زما بې اجازې پۀ بلخ کې یؤ عادي مأمور هم نشي لرې کؤلي، پاتې خو رئیسان او امنیه قومندان شول.

کرزي پۀ ۱۳۸۸ لمریز کال کې لۀ یوې بهرنۍ رسنۍ سره پۀ مرکه کې ویلي وو، چې عطامحمد نور دومره پیسې پیدا کړې، چې شپږ مستوفیته یې هم نشي شمېرلی. چې وروسته دا غوغا راپورته شوه، چې ایا کرزی وار لۀ مخه خبر وو، چې عطا دومره پراخ فساد کړی او کۀ تازه خبر شوی؟ کۀ پخوا خبر وو، ولې یې رسوا، لرې او محکمې ته نه راکش کاوۀ او کم اوس خبر شوی وي، اوس ولې د فساد سره مبارزه نه کېږي؟ خو کرزي صیب به د هر قومندان او زورواکي غؤر او پش د بردې شاته پۀ پټو معاملو قراراوۀ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply