د سلواغې۲۶مه او د شوروي یرغل اقتصادي زیان/ ښکلا احمدزۍ

0 1,248
د سلواغې۲۶مه او د شوروي یرغل اقتصادي زیان:
هغه رسمي شمېرې (ارقام)، چې د ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ زېږدیزو کالو پورې شپږلکه_او_شل_زرو ۶۲۰۰۰۰ شوروي پوځیانو پۀ افغانستان کې دنده درلوده. ـ د هغو سرتېرو شمېر چې پدې لسو کالو کې به تل پۀ افغانستان کې وو، ۸۰۰۰۰- ۱۰۴۰۰۰ ـ هغه ځاني زیان، چې د شورویانو لخوا منل او خپارۀ شویدي، پۀ ټولو امنیتي برخو کې ۱۴۴۵۳ تنه وو. ۵۳۷۵۳ تنه شورویان ټپیان شویدي. ـ ۴۱۵۹۳۲ تنه سرتېري د اقلیمي او یا روغتیایي ناسمو اکرو(شرایطو) لۀ امله پۀ زېړي، محرقه (لویې تبې) او نورو ناروغیو اخته شوي وو.
شوروي اړخ ته اوښتي مالي زیانونه: ـ ۱۱۸ جګړییزې جېټ الوتکې یې رالوېدلې او ویجاړې شوې. ـ ۳۳۳ چورلکې (هلیکوپټرې) یې رانسکورې او لۀ منځه تللې ـ ۱۴۷ ټانکونه یې ویجاړ شویدي. ـ ۱۳۱۴ زرهپوش (ټانکونه او وسایط)، باروړونکي او جګړییزې هوبلې ـ ۴۳۳ توپونه او راکټ ویشتونکې هوبلې یې دړې وړې شوې ـ ۱۱۳۸ د مخابرې ګرځنده هوبلې یې تالا ترغه شوې ـ ۵۱۰ پېشقرؤل هوبلې لکه جرثقیل، تراکتور، اکسکواتور او نور یې ویجاړ شؤل ـ ۱۱۳۶۹ لارۍ، کاماز، ششپای او د نفتو ټانکرې یې وسؤځېدې.
افغاني اړخ ته اوښتي زیانونه: ـ تر یؤ میلیون ۱۰۰۰۰۰۰ ډېرو افغان جنګیالیو خپل ژؤند وبایلۀ ـ پنځوس لکو(پنځۀمیلیونه یعنې د ټولو وګړو یؤ پر پنځمه برخه) خلک پکیستان او ایران ته کډوال شؤل ـ شل لکه (۲۰۰۰۰۰۰) افغانان پۀ کور دننه لۀ یؤ ځای څخه بل ته وکوچېدل. ـ پۀ اتیایمو کلونو کې پۀ نړ کې لۀ هرو دوو کډوالو یې یؤ افغان وو ـ پر وژل شویو سربېره ۱.۲- ۱.۵ تریؤنیم میلیونو پورې مجاهدین، حکومتي دفاعي ځواکونه او ولسي وګړي معیوب شؤل او د جګړې لۀ امله د معلولینو شمېر تر دې څو برابره ډېر دی. ـ ټولټال دېرش لکه(۳۰۰۰۰۰۰) افغانان ټپیان شؤل. ـ پۀ ۱۹۸۵ ز کالو کې لۀ نیمې زیاته کرنیزه ځمکه او د خړوبؤلو بندونه، نهرونه، ویالې او ټول سیستم قصداً د بمبار لۀ امله ویجاړ شؤل. ـ ۱۰-۱۵ میلیونه (تر یؤنیم سل لکو) ماینونه د شوروي او د وخت د کمونیست پلوه افغاي رژیم لخوا د هیواد پۀ بېلابېلو سیمو کې وکرل شؤل، چې تر ننه لۀ افغانانو غچ او قرباني اخلي. پۀ ټوله کې افغانستان شاوخوا څلورسوه میلیارده ډالره زیان ولیدۀ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply