نن د فبرؤري ۱۴مه د ولنټاین ورځ ده/ ښکلا احمدزۍ

0 1,318

نن د فبرؤري ۱۴مه د ولنټاین ورځ ده دا ورځ چې د مینې، مئینانو او شهیو د ورځې پۀ نوم مشهوره ده، پۀ مسیحي کلتور کې پۀ منځنیو پېړیو کې رارواج شوه، چې وروسته وروسته د ټول لوېدیځ فرهنګ برخه وګرځېده. ددې ورځې تاریخي مخینه لۀ هغه جشن او لمانځنې راپیلېږي، چې پۀ کاتولیک کلساوو کې د قدیس والنټاین پۀ ویاړ نیؤل کېدې، چې لۀ آره د رومیانو لۀ دودو راغؤړېدلې ده. او تاریخي ریښه یې د پخوانۍ فرانسې لۀ تمدن وړاندې پېر سره تړلې، چې مورواکمنه او څومېړۀیزه ټولنه وه.

آن تر دې چې زامنو به یې خپل پلرونه نه پېژندل، ځکه ښځې به څو مېړونه لرل، څرګنده نه وه چې فلانی د چا لۀ پښته دی؟ تل به د ښځې د ملکیت پر سر ددې مېړو ترمنځ جګړې وې، چې د ډېرو وینې بهیدنې لامل شوې. تر څو چې #سامي فرهنګ لۀ آسیا یوناني اروپا ته ورغی، چې د رومي اروپا او لوېدیځې اروپا ترمنځ د تګ راتګ پۀ ډېرېدو سره، دا د ګډې ښځې دود لۀ منځه ځي او د داسې ورځې لمانځل، چې هغه کې وادۀ، مینه او یوه ښځه د یؤ سړي لپاره وي، دودېږي. او وروسته وروسته دا ټولنه د سړي واکه او پلارواکه ټولنې پر لور خؤځي، یعنې دا فرهنګ لۀ اروپایي مسیحیت څخه پخوانۍ مخینه لري. #قدیس_والنټاین_او_مریدان_یې: قدیس پۀ کاتولیکه کلیسا کې هغه چا ته دا لقب او ستایننوم ورکؤل کېږي، چې د دوی پۀ باور یوه معجزه کلیسا ته وښیي، کۀ پۀ هره برخه کې وي.

نن کاټولیکه کلیسا دې پایلې ته رسېدلې، چې لږترلږه درې سپېڅلي د والنټاین یا والټینوس پۀ نومو وو، چې ټول وژل شویدي. ځکه پدې اړه څو افسانې شتون لري. ـ د یوې افسانې لۀ مخې پۀ دریمه زېږدیزه پېړۍ پۀ لرغوني روم کې د #دوهم_کشیشي_کلوډیوس د واکمنۍ پۀ پېر کې د والنټاین پۀ نوم اوسېدۀ. کلودیوس پر دې باور وو، چې لؤنډ(مجرد) سړي د هغو پۀ پرتله، چې مېرمنې او بچیان لري جګړۀغواړي سرتېري دي. لۀ همدې امله د روم ټولواکۍ د ځوانو نارینۀو لپاره وادۀ بډن(منع) کوي. والنټاین پدې باؤر وو، چې دا نانیاومنه(غیرِعادلانه) پرېکړه ده، لۀ همدې امله پۀ پټه د ځوانو رومي سرتېرو ودونه لۀ خپلو شهیو(معشوقو) سره کوي، کله چې کلودیوس پرې خبر شو، د وژلو امر یې ورکړ.

ـ دوهمه افسانه دا ده، چې کشیش والنټاین ښایي د مسیحیانو سره ددې مرستې پۀ تور وژل شوی، چې د دوی سره یې د شکنجو او ځؤرؤنې پۀ لږؤلو او د تېښتې لارې برابرؤلو لاره هوارؤله. ـ د یوې بلې افسانې لۀ مخې کشیش والنټاین خپله مئین وو. او لۀ مرګ وړاندې یې یؤ کارت خپلې شهۍ(محبوبې) ته واستاوۀ او پرې لیکلي یې وو، ” ستا د والنټاین لخوا” #تاریخي_مخینه کشیش والنټاین د 270زېږدیز کال پۀ شاوخوا کې وژل شوی. پداسې حال کې چې ځینې پدې باؤر دي، چې د والنټاین ورځ د هغه د مرګ یا خاورو ته سپارلو ورځ ده.

بله ډله پدې باوري ده، چې کاتولیکه کلیسا د یؤ لرغوني او لوپرکالیا مشرکانه دود د مسیحي کؤلو لپاره، چې پۀ روم کې دود وو، دا نېټه ټاکلې ده. د پنځمې زېږدیزې پېړۍ ترپایه رومي ټولواکۍ(امپراتورۍ) د لوپرکالیا لمانځل د بلاربښت او زېږون یا د نسل ډېرؤنې پۀ تړاو لمانځۀ. پۀ ۴۹۸ ز کال کې لومړي پاپ ژلازیوس د لوپرکالیا جشن لکانځل بډن کړل. هغۀ د فبرؤري څوارلسمه د والنټاین د ورځې پۀ نوم اعلان کړه. تر څو لۀ مشرکانه کړنو سره پرځنګ او مبارزه وکړي، چې پۀ منځنیو پېړیو کې یې پۀ اروپا کې سخت کش پیدا کړ، چېدا د شهیو او مئینانو ورځ ده. د والنټاین ترټولو پخوانی لاسؤند چې موږ ته راپاتې دی، هغه د #چالز_دوک_اولیان دی، هغه چې د آزنکورټ پۀ جګړه کې د لندن پۀ برج کې زنداني وو، پۀ ۱۴۱۵ ز کال یې خپلې شهۍ ته یؤ د مینې د څرګندؤلو لیک استؤلی وو، چې اوس هم د بریتانیا پۀ ملي کتابتون کې ساتل کېږي. #HappyValentineDay!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply