د کابلوف د څرګندونو تر شا پرتې موخې/ودان روښان

0 735

د افغانستان له پاره د روسیې ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف په دې وروستیو کې یو ځل بیا ادعا کړې چې امریکا له عراق او سوریې داعش وسله وال د افغانستان شمال ته لیږدولي او غواړي د منځنۍ اسیا په څپ څپانده کولو سره د روسیې ګټې وننګوي.
که وکتل شي دا نه ساده خبره او نه هسې تشه ادعا ده. کابلوف داسې مهال دا ډول ادعا کړې چې افغان او نړیوالو رسنیو ټیک همدغه وخت د افغانستان په شمالي ولایتونو لکه بدخشان او جوزجان کې د داعش پر اډو د امریکایي الوتکو درنې بمباري رپوټونه خپاره کړي چې په ترڅ کې یې د ځایي ملکي وګړو ترڅنګ داعش او نورو بهرنیو اورپکو ته د درنې مرګ ژوبلې خبرونه هم راغلي دي.
اوس پوښتنه داده چې ولې بیا کابلوف دا ډول ادعا کوي چې ګنې امریکایي الوتکې داعشیان له منځني ختیځه په الوتکو کې د افغانستان شمال ته رالېږدوي؟ به دې ټول پوهیږي چې په سوریه او عراق کې د امریکایي الوتکو له درنې بمباري پرته په موصل کې دداعش ماتول ناشوني و د امریکایي الوتکو به درنو بمباریو کې داعشیانو ته د سرنه جبرانېدونکي زیانونه واوښتل. همدغو شاوخوا ۲۰۰ داعشیانو د عراق ۳۰ زره لښکر ته ماتې ورکړه ټولې درنې او سپکې وسلې یې ترواخیستې او مهم ښار موصل یې ترې ونیو(۱).(۱) یوګن تودن هوپر – لس ورځې له داعش سره. نو ځکه خو د عراقي پوځ پلار هم د امریکا له هوایي درنې پرته داعش ته ماتې نه شوه ورکولی نو اوس څنګه امریکا غواړي داعش د افغانستان شمال ته په الوتکو کې راولېږدوي، ددې له پاره چې هلته یې نه شي وژلی یا نه غواړي هلته یې ووژني نوځکه یې دلته رالېږدوي او بیا یې وژني که څه ډول؟. په دې کې شک نه شته چې د نړۍ زبرځواکونه په یو نه یو ډول یو بل ته سرخوږی جوړوي خو ښایي په دغه بڼه نه وي چې روسان وایي! که امریکا غواړي روسانو ته سرخوږی جوړ کړي نورې لارې او نور ځایونه یې هم شته چې روسان پرې خوږ کړي لکه اوکراین او نورې ډېرې لارې هم شته لکه د روسيې صادراتو کمزوري کول او نور. دبېلګې په توګه د امریکې ولسمشر رونالد ریګن په زمانه کې امریکا داسې تدبیرونه ترلاس لاندې ونیول چې پخوانی شوروي یې له اقتصادي پلوه هم په ګونډو کړ. د هغه وخت د شوروي وروستي واکمن میخایل ګرباچف ویلي و چې امریکا دوی (شوروي) ته یوازې د تیلو له اړخه د کال لس میلیارده ډالر زیان رسوي نور خو یې لا پرځای پرېږدﺉ (۲). (۲)دریګان جګړه. همدغه ډول په نورو برخو کې یې هم پخواني شوروي ته د سر په کاسه کې اوبه ورکړې او د هغې امپراتوي دړې وړې کول یې رالنډ کړل. زما په اند د کابلوف څرګندونې باید په ځیر وڅېړل شي چې روسان څه غواړي او څه نیت لري؟ د کابلوف له څرګندونو سره هم مهاله د افغانستان د ملي امنیت لوی رییس معصوم ستانکزي اعلان وکړ چې ایران او روسان د افغان دولت وسله والو مخالفینو(طالبانو)سره مرسته کوي. د ښاغلي ستانکزي ادعا له دغه ځایه هم منطقي بریښي چې په دې وروستیو کې د سویلي اسیا او افغانستان له پاره د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کړنلارې پربنسټ پر طالبانو د امریکایي ځواکونو هوایي او ځمکنیو ګوزارونو زور اخیستی و او دا ډله کمزورې شوې وه خو طالبانو د نویو مالي سرچینو په موندلو سره په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې په خورا پیچلو بریدونو کې درنه مرګ ژوبله واړوله، چې دا په خپله دهغوی لاسته د نویو سرچینو ورتلو نښه ګڼل کېږي. له بله پلوه کله چې روسان وتوانېدل په سوریه کې د بشاراسد منفور حکومت له حتمي چپه کېدو وژغوري او له هغه ځایه یو څه ډاډمن شول نو اوس غواړي امریکا په افغانستان کې وننګوي. په منځني ختیځ کې یو بل پرمختګ هم هلته د روسانو دریځ یو څه پیاوړی کړی او هغه دا چې سوري ځواکونو له روسیې په ترلاسه شوي دافع هوا سیستم د اسرایلو یوه پرمختللې جنګي جیټ ( اف -۱۶) الوتکه راوغورځوله. دا پېښه سره له دې چې په منځني ختیځ کې پرجنګي معادلې یو څه اغیز کولی شي، په افغانستان کې هم امریکایي ځواکونو ته یو پیغام لري او هغه دا چې په وروستیو کې په افغانستان کې د امریکایي هوایي ځواکونو قوماندان جنرال جیمز هاکر طالبانو ته خبرداری ورکړی و چې لایزري بمونه به پرې واوروي، په دې سره روسانو وغوښتل چې که امریکایان ددوی غوښتنو ته پام ونه کړي نو هوایي برلاسي یې ننګولی شي او د امریکا مخالفو ځواکونو(طالبانو) ته د پرمختلليو دافع هوا توغندیو په ورکولو سره د جګړې معادله که بدلون راوستلی شي. د کابلوف له څرګندونو دا اخیسته کېدی شي چې غواړي د افغانستان شمال ته دداعش لېږدولو په پلمه د افغانستان حکومت او په ټوله کې د امریکا متحده ایالاتو مخالفینو ته خپلې مرستې توجیه کړي. په دغه ځای کې یوازې طالبان د روسانو د خوښې وړ ډله نه بلکې روسانو د افغانستان په شمال کې له ډېر پخوا لا د خپلو ګټو خوندیتوب او ساتلو له پاره د پخوانیو مجاهدینو، د ډاکتر نجیب الله د رژیم پاتې شونې ملیشې، نورې مافیایي او قومي ډلې پاللي او پیاوړې کړي دي. د بېلګې په توګه کله چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د استعفا منلو اعلان وکړ خو عطامحمد نور بیا د ولسمشر له امره په سرغړونې سره وویل چې استعفا یې پخوانۍ ده او نه یې مني هماغه وخت د روسیې بهرنیو چارو وزارت وویل چې افغان حکومت باید دلږکیو حقوق ترپښو لاندې نه کړي او دا یادونه یې هم وکړه چې روسیه په دې اړه بې توپیره نه شي پاتې کېدی. پر دې ټول پوهیږي چې روسیه د طالبانو په اوږدو او د عطامحمد په لنډه کیره نه مینه بلکې روسان د خپلو ګټو په غم کې دي. روسان له یوې خوا غواړي د داعش مخنیوي په پلمه خپلې ریښې په منځنۍ اسیا کې نورې هم مضبوطي کړي او د منځنۍ اسیا پر زرو واکو او مستبدو واکمنو خپلې لازیاتې غوښتنې ومني او پر دغو ولسونو خپله قبضه نوره هم ټینګه کړي او له بلې خوا خپل نړیوال سیال (متحده ایالاتو) امتیازونه واخلي. که رښتیا هم روسان دغه ډول سندونه لري چې امریکایي الوتکو داعش وسله وال له عراق او سوریې د افغانستان شمال ته رالېږدولي نو ولې یې په نړیوالو رسنیو کې نه خپروي چې ټوله نړۍ یې وګوري، روسان خو اوس پرمختللې تکنالوژي هم لري نو ولې یې په امریکایي الوتکو کې د داعشیانو لېږد او د هغوی کوزولو فلمونه، نه دي اخیستي چې خبره بربنډه شي خو ټول پوهېږي چې دا هسې پلمې دي. د ضمیر کابلوف له څرګندونو داسې ښکاري چې روسان غواړي په افغانستان کې د خپلو پراخېدونکو لاسوهنو له پاره لایسنس ترلاسه کړي، افغان حکومت او د هغه نړیوالو ملاتړو ته بویه چې په افغانستان کې د روسانو او د طالبانو په ګډون د هغوی نورو لاسپوڅو ټول خوځښتونه په ځیر وڅاري او له توپیر پرته یې په کلکه وټکوي، له دې پرته به د روسانو لاسوهنې هم افغانانو، دولت او هم د هغه نړیوالو ملاتړو ته رښتینی سرخوږی جوړ کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply