دعوت هيڅکله د چا د تاثير لاندي نه دى تللى او نه به ولاړ شي /استاد کاظم بيمار ننګرهارى

0 1,927

د دعوت جريده د خپل تاسيس له ورځې څخه بيا تر نن  ورځې پوري د ګران هيواد افغانستان د آزادۍ، سوکالۍ، خپلواکۍ او آبادۍ لپاره ډيرې هلې ځلې کړيدي او کوي يې. دعوت هر مشر او کشر رابللى دى، او د هر نظر خاوند پسې په ملکونو گرځيد لي، او د هغوى افکا ريي راټول او بې له تشبثه يې نشر کړيدي. د دعوت وظيفه د هيواد خدمت ته بلنه ده او دغه بلنه تر څو چې دعوت وجود ولري دوام لري. دعوت په خپلو خپرونو وياړي، ځکه چې د دې مرامونه او اهداف معلوم دي، او هغه د افغانستان د دښمنانو د تو طئو رسوا کول او له منځه وړل دي.

دعوت هيڅکله د چا د تاثير لاندي نه دى تللى او نه به ولاړ شي. دعوت د ظلم او استبداد په مقابل کې قيام کړيدى او په دغه لار کې بې له ويرې مخ په وړاندي روان دى.

دعوت کورنی او بهرني دښمنان رسوا کړيدي او هيچا ته يي لغزش، لرزش او کرنش نه دى کړى، هر څه يې چې ليدلې هغه يې رسوا کړيدي. دا وزينه جريده د هيڅ فاسد حاکم او جنګسالار څخه نه ده ډار شوې او د هغوي ظالمانه اعمال يي په ميړانه او مردانګۍ رسوا کړيدي.

دعوت د روسي سور استعمار په مقابل کې په ميړانه وجنګيد او د خپل ملت په راويښولو کې یې پراخه ونډه اخيستي ده، او تر هغه وخته وجنګيد تر څو چې سور استعمار په شا تګ ته مجبور شو.

دعوت د ګاونډیو هيوادونو لاس وهنې غندلې، او په تيره بيا د ايران اخوندي نظا م ته يې په هيواد کې د لاس  وهنو او د بندونو او انهارو په هکله سخت اخطا رونه ورکړيدي، همدارنګه، هم يې د پاکستان پنجابې حکومت  ته د ډيورند د کرښي په  شا وخوا د اغزن سيم په ارتباط د پښتنو د حق خود ارديت موضوع په کلکه ذکر کړيده. دعوت د پښتونستان د مسئلي د حل کلک ملاتړ او  د فخر أفغان باچا خان  د مشي او پاليسۍ سخت پلوى دى.

په ګران هېواد افغانستان کې د خويندو او ميندو د حقوقو په هکله يې هم کلکه مبارزه کړيده، او يو وار بيا يې وطنوالو ته دا ثابته کړيده چې دعوت به هميشه د عدالت پلوي وي او په دغه لار کې به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په هيواد کې هميشه د ملې مبارزينو پلوي کړيده او د نيشليزم او وطن پرستۍ غږ يې او حرکت يې ژوندى ساتلى دى. او هر کله يې چې باروا او بې عدالتي ليدلى ده هغه يي رسوا کړيده.

دا ټول د دعوت د مسئول چلوونکى ابتکار او منډې ترړي دي چې دعوت لا هماغسي ځوان او د خپلو هيوادوالو خدمت ته چمتو ولاړ دى.

په هکله یې د هيواد تکړه شاعر ګل پاچا الفت صاحب داسي وايي:

سرګردان وي په جهان هعه مړونه – چې د خپل وطن غمونه يي په سر شي

دعوت نه سور استعمار خوښوه او نه غربې استعما ر خوښوي ، د دواړو په مقابل کې په مبارزه بوخت دى. ده ته د خپل ټاټوبې  ملې منافع تر هر څه زيات ارزښت لري، نو ځکه پري مونږ وياړو.

دا لیکنه د دعوت پرله پسې ۲۳۴-۲۳۵ ګڼو کې خبره شوې ده

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply