په تذکرو کې ټکان ورکوونکی فساد/ موسم خان امن

0 1,095

د نفوسو د احوالو ثبتولو ملي اداره هېوادوالو ته د تابعیت په تذکرو پورې اړوند ټولې چوپړتیاوې ترسره کوي، یانې د افغان اتباعو د هویت اړوند چارې ټولې همدوی تنظیموي، دغه ادارې ته هره ورځ تر لسو زرو ډېر مراجعین ورځي، ممکن د ټول هېواد په کچه ګڼ مراجعین همدوی ولري.

په دغه اداره کې د شته ستونزو او فساد په اړه پخوا هم راپورونه خپاره شوي او بحثونه پرې شوي دي، ډېر ځله خو د دې ادارې د فساد او کمېشن کارۍ مستندې ویډیو ګانې هم په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوي دي. اوس پکې د تازه او ټکان ورکوونکي فساد په اړه د دې ادارې یو تن کارکوونکي ځینو رسنیو او مسوولو ادارو ته یو برېښنالیک لېږلی دی، په برېښنالیک کې ډېر مهم ټکي شته چې باید په اړه یې څېړنې وشي. دغه کارکوونکی وايي چې د فساد په اړه یې څوـ څو ځله پخوا هم مسوولو ادارو ته خبر ورکړی خو چا یې په خبره غوږ نه دی ګرولی، په همدې دلیل یې دا ځل برېښنالیک پر ادارو سربېره، مدني فعالانو، لیکوالو او ژورنالیستانو ته هم استولی دی او له ټولو یې هیله یې کړې چې په یاده ادره کې د شته فساد د مخنیوي او ورکېدو په برخه کې خپل رسالت او مسوولیت ترسره کړي.

زه د هېواد د یوه بچي او قلموال په توګه د دغه کارکوونکي د برېښنالیک (چې په دري ژبه لیکل شوی) مهم ټکي را اخلم او انعکاس ورکوم، ګوندې قضايي او عدلي ادارې یې په اړه څېړنه وکړي. د برېښنالیک څو شمېرې متن کټ مټ را ژباړم او تر هرې شمېرې یا څو شمیرو پس پرې خپله تبصره لیکم.

دی لیکي:

  • د دې ادارې عمومي رییس د پنجشیر دی او دغه اداره یې د پنجشیریانو تر منځ وېشلې ده، د خپلې خبرې د استناد لپاره دا څو نومونه یادولی شم:
  • د نفوسو داحوالو ثبتولو مرکزي ادارې عمومي رییس همایون محتاط (پنجشیری)
  • د بشري سرچینو رییس نور الله رحماني (پنجشېری)
  • د نوم لیکنې د مرکزونو آمر عتیق الله رحیمي (پنجشیری)
  • د الکترونیکي تذکرو د وېش او خدمتونو آمر اسلام الدین پاییز (پنجشیری)
  • د نوم لیکنې د مرکزونو دوه تنه مدیران، فریدون فایق او علي رحمان رحمانیار (پنجشريان)
  • د تذکرو د برخې څو تنه کارپوهان (پنجشریان)
  • د یادې ادارې د څو ریاستونو د مهمو برخو لسګونه تنه کارکوونکي (پنجشریان)

تبصره: که مسوولې ادارې د دې مسئلې څېړنه وغواړي، په ډېره اسانۍ حقیقت روښانه کیږي. پورته ادعا  د ذکر شویو اشخاصو د تذکرو په کتو دروغ یا رښتیا ثابتېدای شي، اوس چې د نفوسو د احوالو ثبتولو مرکزي اداره دا ادعا ردوي، پکار ده چې د یادو کسانو تذکرې رسنیو او مدني فعالانو ته په واک کې ورکړي. عدلي او قضايي ادارې دې دا مسئله جدي وڅېړي.

  • د روان کال په لومړیو کې د یادې ادارې اړوند ۹ بستونه ( د مقام د دفتر رییس، د الکترونیکي تذکرو د وېش او خدمتونو رییس، عملیاتي رییس، د عامه اړیکو رییس، د تخنیکي امنیت مشاور، د معلوماتي سیستمونو متخصص، د عامه اړیکو آمر او ویاند، د الکترونیکي تذکرو د وېش آمر او د نوم لیکنې د مرکزونو آمر) د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په ویبسایټ کې اعلان شول، نږدې ۸۰۰۰ تنو ورته خپل اسناد ولېږل، په داسې حال کې چې یادو بستونو ته مخکې له مخکې دغه فرمایشي کسان ټاکل شوي وو: (نصیر امین د محمد خان زوی د عمومي ریاست د مقام د دفتر رییس، عبدالصبور عطاري د محمد سلطان زوی د الکترونیکي تذکرو د وېش او خدمتونو رییس، سید هاشم هاشمي د سید رقیب شاه زوی عملیاتي رییس، روبینا شهابي د شاه محمود لور د عامه اړیکو رییسه، عبدالصبور مبارز د عبدالقدوس زوی د تخنیکي امنیت مشاور، زمری شهاب د حاجي ګل زوی د معلوماتي سیستمونو متخصص، روح الله احمد زی د عبدالعظیم زوی د عامه اړیکو آمر او ویاند، اسلام الدین پاییز د اختر محمد زوی د الکترونیکي تذکرو د وېش آمر او عتیق الله رحیمي د خوشدل زوی د نوم لیکنې د مرکزونو آمر). دغو کسانو په ۱۳۹۶/ ۷/ ۱ نېټه د یو مکتوب پر اساس خپل کارونه پیل کړل، تر دې وروسته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمیسیون له خوا ټولو هغو کسانو ته، چې همدغو بستونو ته یې اسناد لېږلي وو، یو برېښنالیک ولېږل شو، چې متن یې دلته یې کټ مټ لوستلای شئ: ( کاندید گرامی، کمیته اختصاصی استخدام برنامه ملی توزیع تذکره الکترونیکی به وسیلۀ این ایمیل از دریافت درخواستی شما به بست های اداره ملی توزیع تذکره الکترونیکی تایید می نماید، به دلیل نبود بودجه کافی و عدم منظوری تشکیل این اداره پروسه استخدام بست های متذکره تا اطلاع بعدی به تعویق افتاده است. از اقدامات بعدی در زمینه به شما اطلاع داده خواهد شد.

با احترام

کمیته اختصاصی استخدام برنامه ملی توزیع تذکره الکترونیکی)

دغه کسان چې پورته یې یادونه وشوه، د همایون محتاط له خوا په غیر قانوني ډول وګومارل شول او لا هم خپلې دندې مخته بیايي، هغه ۸۰۰۰ کسان چې پورته بستونو ته یې اسناد لېږلي، لا هم انتظار باسي چې د ادارې له خوا به ترې د آزادې سیالي له لارې ازموینه اخیستل کیږي، خبر نه دي چې  د همایون محتاط په څېر مفسېدو چارواکو لا وختي د دوی حق خوړلی دی.

تبصره: که چېرته یاد بستونه په ویبسایټ کې اعلان شوي وي او د بودجې د نشتوالي له کبله بېرته خلکو ته برېښنالیک لېږل شوی وي، په دې تړاو حتمآ د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو له کمیسیون سره د یادو بستونو په اړه اسناد شته، همدا راز اوس چې یاد کسان دغه بستونو کې ګومارل شوي دي د هغوی د استخدام اړوند (که د کمیسیون له خوا استخدام شوي وي) اسناد شته او کمیسیون کولای شی چي د شارت لست کولو، استخدام او توظیف د څرنګوالې په باب بشپړ معلومات ورکړي.

  • د نفوسو د احوال ثبتولو عمومي رییس له پنځو کلونو راهیسې په خپله دنده پاتې دی، په دغه موده کې نوموړي له دولتي امکانات په پراخه کچه ناوړه ګټه اخیستې، د ادارې څو تنه مستخدمین یې په کور کې د ځان د خدمت لپاره ګومارلي دي همدا راز یې د خپلې ادارې یو تن ډریور د خپلې مېرمنې د خدمت لپاره ورکړی دی، مېرمنه یې د هرات د ولایتي شورا وکیله ده، دا کسان چې محتاط د ځان د چوپړ لپاره ګومارلي دي، معاشونه یې د تذکرو د ادارې له خوا ورکول کیږي.
  • په دې اداره کې داسې اشخاص هم شته چې د نجونو او مېرمنو له مجبوریته ناوړه ګټه اخلي، کومې ښځینه چې د دندې د پیدا کېدو لپاره ورځي، دوی ورته تر هغې پلمې جوړوي چې تر څو یې ورسره د دوی کور ته د ورتلو بلنه نه وي منلي. د دې ادارې له لوړ پوړو چارواکو دنده پاتې ده او په عیاشۍ بوخت دي، خپله همایون محتاط په خپل دفتر کې یوه نجلۍ  د دې لپاره ساتلې چې جنسي ناوړه ګټه ترې واخلي،  د نجلۍ معاش د دولت له بودجې ورکول کیږي.
  • د نفوسو د احوال ثبتولو مرکزي اداره کې فساد اوج ته رسیدلی، د ادارې د لوړ پوړو چارواکو خپلوان او دوستان په ښکاره کمېشن کاري کوي خو څوک ورته پورته نه شي کتلای، د داریوش په نوم د عمومي رییس خپلوان ټوله ورځ په کمېشن کارۍ اخته وي. ډریور یې هم تمامه ورځ کمېشن کاري کوي.

تبصره: کوم خلک چې د تذکرو د تاییدئ یا نورو کارونو لپاره دغه ادارې ته ورغلي، هغوی اکثرو یې سر ټکولی دی، د کمېشن کارۍ او فساد په اړه د ملي تلویزیون په یوه خپرونه کې هم مستنده وډیو خپره شوې ده. دې هر څه ته په کتو، داسې ښکاري چې دلته د پیسو په مقابل کې هر ډول ناشونی کار هم شونی دی.

  • د تذکرو په ادره کې ځینې کارکوونکي پځواني دي او نږدې پنځه کلنه تجربه لري، د دې ادارې ټول مسایل ورته ډېر ښه معلوم دي. دا خلک د همایون محتاط په ټیم کې نه دي، اوس د ادارې لوړ پوړي چارواکي، چې ډېری یې په فساد کې ښکېل دي، غواړي چې پخواني کارکوونکي  په یو نه یو ډول له صحنې اوباسي، ځکه چې د دوی فساد پټ پاتې شي.

خپل سرې او سلیقوي ګورمانې او له صلاحیت نه ناسمه ګټه اخیستنه هغه څه دي چې یاد کارکوونکی ترې پرده پورته کوي او که چېرته د دغه کارکوونکي ادعا پر ځای او سمه وي، د اړوندې ادارې چارواکي باید خلکو ته ځواب ووايي.

په دومره لوړه پیمانه د فساد شتوالی که رښتیا وي نو بیا دې د ټاکنو کمیسیون خبر اوسي چې د ټاکنو تر رارسېدو پورې ورته دا ډول کمزوری او په فساد کې ډوب مدیریت ۱۰ میلونه تذکرې نه شي وېشلی.

دا څو کاله د تذکرو په اداره کې د پراخ فساد خبره کیږي خو عدلي او قضايي ادارې یې غم نه کوي، ممکن د تذکرو د نه وېشلو یو لامل هم د دې ادارې کمزوری او مفسد مدیریت وي.

د رسنیو دنده ده چې د فساد دغه ډول قضیو ته عادي ونه وګوري، پکار ده چې هر اړخیز څېړنیز راپورنه پرې ولیکي او خپل ایماني او وجداني مسوولیت ادا کړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply