دعوت د افغانانو د ملی روحیی او ستراتیژیکو روابطو کی لوی رول لوبولی دی

0 3,385

فهیم نظیمی

ما د ښاغلی بزګر صاحب سره ډیر کلنونه پخوا په یوه میلمستیا کی په لندن کی ولیدل او په تصادفی توګه اشنا شوم او له همغې ورځې د دعوت ویبپاڼی او مجلی دعوت سره هم اشنا شوم. د هماغه وخت راهسی د ښاغلی بزګر صاحب ورځپاڼه زما د هیلو، نظریاتو د خپرولو، وطنوالو او نړیوالو سره د ارتباط ستره منبع او وسیله ګرځیدلی ده. د ده مسلکی پوهه او هاند او زیار د دی باعث وګرځیدل چی نوموړې ورځپاڼه چاپی او رسانه یی خپرونی وکړي او ډیر زیات مینه وال پیدا کړي.

د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز د افغانانو د ملی روحیی او ستراتیژیکو روابطو په ټینګولو او نړی والو ته د افغانستان د حقیقت او واقعیتونو په رسولو کی لوی رول لوبولی دی. پوره ۲۹ کاله کیږي چی ښاغلی محمد طارق بزګر صاحب او د ده ټیم شپه او ورځ په پوره ایماندارۍ او مسلکی مهارت او لیاقت کار او زیار ایستلی او لوی مطبوعاتی او ژورنالیستیکي خدمات یې په پښتو او انګلیسی ژبه وړاندی کړي دي، چی خورا زیات د قدر او ستایلو وړ دی. د ده دا ټولی لاسته راوړنی په ډیرو کمو اقتصادی امکاناتو تر سره شوی او لا هم روانی دي. دعوت ورځپاڼه او مجله ، انترنیتی سایت او فیسبوکی خپرونی اوس جهانی شهرت موندلی او خورا ډیر مینه وال لری. زه فهیم نظیمی د ښاغلی بزګر صاحب د زیار، هاند، لیاقت او مسلکی پوهی او د وطنپالنی د عالی روحیی په درلودلو له کبله و ده ته د زړه له کومی مبارکی وایم. او ویاړم چی ښاغلی بزګر صاحب او د ده ټیم دا ټول صفات په تیرو څو لسیزو کی د عمل په دګر کی افغانانو او نړی والو ته ثابت کړي دي . د لوی خدایه ورته د لا بریاوو هیله کوم.    

 

   فهیم نظیمی

دا لیکنه د دعوت پرله پسې ۲۳۴-۲۳۵ ګڼو کې خبره شوې ده

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply