ولسي کیسې او نکلونه -کتاب مخکتنه

0 3,506

دا د هغه کتاب نوم دی چې تازه له چاپه راوتی او پرون د روان کال د کب د میاشتې په ٥ مه نېټه، چې د ٢٠١٨ کال د فبروري د میاشتې له ٢٤ مې سره سمون خوری د ناروې په اوسلو کې د مخکتنې مراسم تر سره شول. د کتاب په مخکتنه کې د ۴۰ تنو په شاوخوا کې د اوسلو او شاوخوا سیمو څخه مینه راغلی وو. غونډه د مازیګر په څلورنیمو بجو د شاغلی مصطفی آمن په تلاوت پیل او ورپسې د کتاب لیکوال ښاغلی نادر سرشار له راغلو میلمنو په مننې سره د کتاب په اړه لنډې خبرې وکړې. دا باید یاده کړم چې په لنډ وخت کې دا د الحاج محمد نادر سرشار دریم کتاب دی چې د چاپ په ګانه شکلی کیږي.

ولسي کیسې او نکلونه د ښاغلی نادر سرشار د زیار او هڅو نتیجه ده چې پخوا یې دا کیسې او نکلونه راغونډ کړی او په لاس لیکلی وو، خو بخت ورسره یاري ونکړه او لیکلې کیسې او نکلونه د کور په کالیو کې د سترګو پناه شول.

د ښه بخته دغه په لاس لیکل شوی کاغذونه ډیر کلونه وروسته  پیدا او لیکوال ورسره جوخت د خپل پخواني عزم له مخې کوښښ پیل کړ چې اوس یې په کمپیوټر ولیکي، ډیزاین یې کړي او د چاپ په ګانه یې سینګار کړي.

دا کتاب چې ټول ۸۵ مخه دی په ښه سپین کاغد په پېښور کې د ۲۰۰۰ ټوکو په شمیرچاپ شوی دی.

کتاب د ښاغلي سرشار د خپلو خبرو په نوم سریزې پرته د دا کیسې او دا نکلونو تر عنوان لاندې د ښاغلي سید امرالله امید نظر د همدې کتاب په اړه هم لري.

 

په کتاب کې لاندې کیسې او نکلونه راغونډ شوی دي:

۱/ د پخوا په شان یې کړئ

۲/ بدبخته زامن

۳/ مرض اوس زور ولګاوه

۴/ فکرونه چېرته دي

 

۵/ ابۍ سرزورې ده

۶/ وېښته جوړوه

۷/ د ((ظ)) مخرج نشم پریښودلای

۸/ همدا زه نه وای

۹/څه پیکه او تروش وو

۱۰/ موړ هغه دی، چې پرې ومري

 

۱۱/هر چېرې چې یې، زمونږه یار یې

۱۲/ راکړه ورته مه وایه

۱۳/ نېکه ښځه

۱۴/ ما پریږده ښځه ونیسه

۱۵/ دا بې غیرته غویی حلال کړه

۱۶/ جلۍ یې ما ته راکړه

۱۷/ ماته ابۍ هکۍ او پراټې پخوي

۱۸/ کونډې کونډ په نکاح پښېمانه کړ

۱۹/ له هوښیارۍ بې علمه پاتې شو

۲۰/ دا خو دې د ورور کور دی

۲۱/ له ژرندې زه راغلم، په اوړو ته سپیره یې

۲۲/ له دې زاړه یې زده کړي دی

۲۳/ سپي مو وتړۍ

۲۴/ د اوښي او لېوه وحدت

۲۵/د هندو او کلیوال شراکت

۲۶/ د جومات بولن

۲۷/ ببه ترور

۲۸/ کفن کش

۲۹/ دوی دې وخوری یو تر بله

 

۳۰/ د مخامخ سترګو سودا ده

۳۱/ له کلي یې وشاړه

۳۲/ اخ کاکا یې بې کفنه ښخ کړ

۳۳/ هوښیار بریدګی

۳۴/ سپی او سوباړی

۳۵/د وړو د سر خیرات

۳۶/ چې کور کوي پیشوګان نه تلي

۳۷/ چې پردۍ پورې باسي

۳۸/ راشه زما په خوله کې کښینه

۳۹/ ازمایښت

۴۰/ اوښ کوچي ته بخښنه ونه کړه

۴۱/ د سپکو ملګرتیا

۴۲/ دونیا ورانیږي

۴۳/ د پښتون لوز

۴۴/ چرسي

۴۵/ زما او ستا کور نه کیږي

۴۶/ احسان هېروونکی

د همدې پرتمینې غونډي په ترڅ په ټولو ګډونوالو کتاب وویشل شو او یو شمیر دوستانو د هېواد په روان حالت، د پښتو ژبې پر وضعیت او هم له سرشار صاحب مننه وکړه چې په پاخه عمر تر خپله وسه هڅه کوي چې خپلې ژبې ته د کتابونو د لیکلو د لایرې د خدمت جوګه شي.

د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز هم په خپل وار د ښاغلی محمد نادر سرشار د لابریالیتوبونو هیله کوی.

محمد طارق بزګر

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply