د مسکا زمانی د شعر پښتو ژباړه
د هيوارد ښار د فيترينگر د ښوونځي د اتم تولگي زده کوونکې
يو توپ، يو زړه او يوخوب
وه، نه وه، يوه زمانه وه
ديوه لرې هيواد افسانه وه
يوه جلۍ د شعر د ليکلو په فکر
د خپل هيواد د روانو ستونزو په ذکر
کوڅې او لارې تشې او خالي وې
غونډۍ ښکلې شنې او عالي وې
خو نه د ماشومانو کومه پته او اثر ؤ
دا دوې ول چيرې؟ او دا څه خبر ؤ
يوه خالي ميدان کې يو ماشوم ولاړ ؤ
غلې شان د ټيم د ملگرو په انتظار ؤ
ورسره ډبره؟ نه د لوبو کوم عروس([1]) ؤ
د فټبال لوې تور او سپين پنډوس ؤ
دا د هغه هيله، يو خوږ غوندې خوب ؤ
که څه هم د لوبو څيز، د فټبال توپ ؤ
د هغه دهيلو او اميدونو يوه دنيا وه
د ماشومانو د آزادۍ نښه او رڼا وه
کله چې،نوې توپ په لاس کې، دريدلي اوسئ
ښکاري لکه، خپلو هيلو ته چې، رسيدلي اوسئ
هيله لرم چې دا ډالۍ مو خوښه شوي وي
[1]. گوډۍ يا بازيچه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320