د نجيب الله ازاد استعفا هم يو داستان لري / عبدالنافع همت

0 855

د پروسږکال خبره ده، زه د جنوبي اسيا هيوادونو (سارک) ادبي کنفرانس لپاره هند ته تللی وم. په دې وخت کي د کندهار څو قومي مشران او مخور شخصيتونه ولسمشر ته د کندهار د بېلابېلو ستونزو شريکولو لپاره ولسمشر ته ورغلي ول.

څرنګه چي د کندهار مرستيال والي عبدالعلي شمسي تازه شهيد سوی، نو دې مشرانو د نورو موضوعاتو تر څنګ بې له دې چي زما سره مشوره وکړي د ښه نيت له مخي يې ولسمشر ته زما د مرستيال والي کېدو وړانديز کړی و. څرنګه چي ولسمشر زه شخصا پېژندلم، نو بې له ځنډه يې دا وړانديز منلی او زما د مقررۍ فرمان يې لاسليک کړی و.

کله چي زه خبر سوم، نو ولسمشر ته مي خپله استعفا واستوله. د (۱۴۹۵) ش کال د حوت پر (۲۷) د ولسمشر د دفتر له خوا د زيرک په نوم يو چا زنګ راته وواهه، ويل سبا څلور بجې له ولسمشر سره دوه په دوه ملاقات لرې او د خبرو موضوع ستا استعفا ده، هغه و چي سبا مې له ولسمشر سره پر ټاکلي وخت وليدل. ولسمشر راته وويل چي زموږ د حکومت په اړه څه فکر کوې؟ ما ويل دومره وخت خو نسته چي پر ټول نظام تبصره وکړو، خو يوه خبره چي زما له مسلک سره اړه لري او زه يې يوه جدي ستونزه ګڼم دا ده چي ارګ ژبه نه لري. کله چي خلک ستاسي سره مخامخ ويني او تاسي خپلي برياوي او ستونزئ ورته بيان کړئ او يا ارګ ته ځيني نژدې خلک لکه ډاکټر اکرم خپلواک يا حنيف اتمر خلکو ته معلومات ورکوي، نو خلک يې مني او قناعت کوي، خو ستاسي وياندويان ستاسي لاسته راوړني نه يوازي دا چي په علمي او فصيحه ژبه نه سي تشريح کولای، بلکي ځيني خبري سرچپه تعبيروي او يا ګونګي پاته کېږي. نړيوالي رسنۍ د لابي کولو لپاره يوه ښه وسيله ده، تاسي کولای سئ چي د رسنيو له لاري نړيوالو ته د افغانستان واقعي انځور وړاندي کړئ، خو له بده مرغه چي ستاسي يو وياند هم په انګليسي ژبه نه پوهېږي، په مرستيال وياندويانو کي هم يو په فارسي او بل په پښتو نه پوهېږي.

نجیب ازاد

ولسمشر ويل زه له خدایه دغسي يو تکړه وياند غواړم، څو واره مي غضنفر صاحب ته هم ويلي چي يو ښه تکړه وياند راپيدا کړه، خو تر اوسه يې څوک نه دی رامعرفي کړی. ما ويل زه يو تکړه سړی پېژنم چي نجيب الله ازاد نومېږي، زه باور لرم که دا سړی وياند سي، نو هم ستاسي او هم به د ملت شمله په لوړه سي. دوې ماسټرۍ لري، په پښتو، دري، انګليسي او اردو ژبو رواني خبري کولای سي او په پښتو او نګليسي خو ښه ليکوالي هم کولای سي.

ولسمشر په دې خبره ډېر خوشاله سو، زه يې د دې همکارۍ له امله په غېږ کي ونيولم، ويل دا سړی ژر رامعرفي کړه، خامخا يې وينم. څرنګه چي ولسمشر زما ټول طنزونه لوستي، نو زه تل ټوکي ورسره کوم او په ټوکو کي انتقادونه هم ورباندي کوم، ځکه نو ولسمشر راسره عادت سوی او زما انتقادونه بد نه ورباندي لګېږي. ما په ټوکو ورته وويل چي ته خو پېريانو محاصره کړی يې، پېريان لا کله کله ځانونه انسانانو ته ورښکاره کوي، خو نه پوهېږو چي ستا پېريان کوم ذات دی. که زما استعفا نه وای نو ولاکه مي په کلونو ليدلی وای، ازاد صاحب څنګه تر تا پوري راورسوم، د ارګ پر دېوال يې راواړم او که يې د يوې مورۍ له لاري ارګ ته راننباسم؟ ولسمشر وويل چي شاه زمان ميوندي ته هم پېژنې، هغه تازه د ستراتيژيکو اړيکو مسئول ټاکل سوی او دا کار په ده پوري اړه لري. همدا نن ورته ووايه چي د ازاد صاحب (سي، وي) ما ته راوړي.

زه چي له ارګ څخه راووتم، نو سمدلاسه مي ميوندي صاحب ته زنګ وواهه چي ولسمشر ته مي ازاد صاحب د ولسمشر د وياند په صفت معرفي کړ، هغه راته وويل چي ميوندي صاحب ته يې اسناد ورکړه، هغه به يې ما ته راوړي. ميوندي صاحب ويل سمه ده، اسناد يې ما ته راواستوه، زه به يې ولسمشر ته ورسوم.

په هغه ورځ ازاد صاحب خپله (سي، وي) د ايميل له لاري ميوندي صاحب ته واستوله او ميوندي صاحب ما ته ډاډ راکړ چي (سي، وي) راورسېده، خو وروسته خبر سوم چي ميوندي صاحب د دې پر ځای چي د ازاد صاحب اسناد ولسمشر ته ورسوي، د انګليسي، پښتو، دري او اردو ژبو د امتحان لپاره له بهرنيو چارو وزارت څخه ډيپلوماټان او نور کارپوهان راغوښتی او په درې پړاوونو کي يې له ازاد صاحب سره مرکې کړي دي. په نتيجه کي څه موده وروسته د ارګ د وياند له دفتر څخه خبرپاڼه خپره سوه چي ازاد صاحب د ولسمشر د مرستيال وياند په توګه وټاکل سو، په داسي حال کي چي د وياند پوسټ سرپرست شخص اداره کاوه او دوه نور مرستيالان يې هم درلودل.

دا چي وروسته د ازاد صاحب پر ضد څه ډول دسيسې جوړي سوې خپله ازاد صاحب د خبري کنفرانس له لاري په لنډو ټکو کي يادي کړي او په دې اړه يې پوره کتاب ليکلی چي څه موده وروسته به خپور سي، خو زه يوه خبره په صراحت کوم چي د ازاد صاحب په اړه يو ښکاره خيانت وسو، دا کار که ميوندي صاحب خپله کړی او که بل چا دې کار ته مجبوره کړی وي، خيانت ځکه ورته وايم چي ولسمشر ما ته وويل چي شاه زمان ميوندي دي يوازي د ازاد صاحب اسناد ما ته راورسوي، نه دا چي خپله دي د ازاد صاحب په اړه پرېکړه وکړي، که څه هم ميوندي صاحب د ازاد صاحب آمر بلل کېده، خو په دې برخه کي يې يوازي تر ولسمشر پوري د (سي، وي ) رسول و بس. زه دقيق خبر يم او باور لرم چي د ازاد صاحب (سي، وي) تر اوسه پوري هم ولسمشر ته نه ده رسېدلې او ولسمشر ته ويل سوي چي ازاد صاحب خپله غوښتل چي مرستيال وياند سي.

بايد رسنۍ دا موضوع تعقيب کړي، خبره بيخي سپينه او روښانه ده، ما ولسمشر ته وړانديز کړی او هغه په ورين تندي منلی دی، په دې اړه د ميوندي صاحب کار يوازي دا و چي د ازاد صاحب اسناد ولسمشر ته ورکړي بس، نه دا چي خپله د هغه په اړه پرېکړه وکړي، زما په اند دا يو ښکاره جعل او تذوير دی او بايد پلټنه يې وسي.

د ښاغلی نجیب آزاد خبري کنفرانس

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply