دکندهارخلگودتذکرو دويش ژرغوښتنه وکړه.

0 604

د کندهار سلګونو اوسېدونکو د یوې اعتراضیه غونډې له لارې د برېښنايي تذکرو د ژر وېش غوښتنه وکړه او په دې برخه کې یې د هر راز ځنډ مخالفت وکړ.
دغه غونډه پرون مازدیګر د کندهار ښار کې جوړه شوې وه چې قومي مشرانو، د ولایتي شورا غړو، مدني او ټولنیزو فعالانو او مېرمنو ګډون کړی وو. د غونډې ویناوالو په یوه خوله له حکومته وغوښتل چې د برېښنايي تذکرو وېش دې ژر پيل کړي.
د کندهار د ولایتي شورا غړي حاجي سید احمد سېلاب وویل، د برېښنايي تذکرو وېش يوه ملي پروسه ده چې ټول قانوني پړاوونه يې بشپړ شوي او په دې برخه کې هېڅ قانوني خنډ او ستونزه وجود نه لري. هغه زیاته کړه، برېښنايي تذکرې د امنيت، سياسي ثبات، متوازنې پرمختیا او ټولنيز عدالت په راوستلو کې رغنده رول لري چې ځنډ یې په هېڅ توګه د زغم وړ نه دی. نوموړي له ولسمشره وغوښتل چې په دې برخه کې د هېچا فشارونو ته غاړه کښې نه ږدي او د برېښنايي تذکرو وېش دې ژر تر ژره پیل کړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply