په افغانستان کې چا د ښې حکومتوالۍ او قانون واکمنۍ مخه نیولې؟

0 737

افغان دولت اوس اوس د هیواد د پنځو ولایتونو والیانو لرې کېدو خبر ورکړ چې په هغو کې ځینې په نورو ولایتونو کې پر دندو ګومارل شوي او د ځینو نورو برخلیک لا نه دی روښانه شوی، خو تېرو تجربو ته په کتو ډېر ځله داسې پیښ شوي چې یو والي له یو ولایته ګوښه شوی خو له لږ یا ډېر ځنډ وروسته بېرته بل ځای مقرر شوی دی ښایي بیا هم دا لوبه تکرار شي. د حامدکرزي عصر الفساد له واکمنۍ راهیسې دغه دود پاتې شوی چې له بده مرغه اوس هم څه ناڅه پرځای پاتې دی. د ښاغلي کرزي په واکمني په تېره لومړۍ پنځه کلنه کې خو تر ټولو ډېر د والیانو او امنیه قوماندانانو څوکیو پېر او پلور د هغه وخت د ولسمشر لومړي مرستیال احمدضیا مسعود له پاره خورا ښه او ګتوره سوداګري وه او ټول پردې خبر دي چې ضیا مسعود، د څوکیو،لوړ پوړو ودانیو امرونو ورکړې، په بهر کې دندو ګومارنو پلورلو له پاره د بازار موندنې کسان هم ګومارلي وو او خدای شته ښې مزې یې وکړې نو ځکه خو اوس وایي چې د کرزي واکمني کې وزیرانو په ډېر شوق او مینه د وزیرانو شورا په غونډو کې ګډون کاوه او په خوشالۍ به غونډو ته تلل. دی رښتیا وایي که ټول نه وو خو ډېر وزیران ځکه په خوشالۍ غونډو ته راتلل چې له افغانستان سره د بهرنیانو د مرستې پیسې یې خپلو کې ویشلې او چا پوښتنه نه ترې کوله. د بیلګې په توګه د وخت دترانسپورت وزیر عنایت الله قاسمي ۶۰ میلیونه ډالر بهر ته وتښتول، د هغه وخت د اریانا رییس نادر اتش هم همدومره پیسې وتښتولې، صدیق چکړي هم د حاجیانو پیسې لندن ته ورسره په شا کړې په خپله کرزي او فهیم بیاد خپلو ورونو په لاس د کابل بانګ نږدې یو میلیارد ډالر ګړوت کړل او بیرته یې ددې پیسو ډېره برخه یې د ولس له بودیجې ورپوره کړې، ویل کېږي احمدضیا مسعود هم یوازې له یوې چینایي کمپنۍ سره د لوګر د عینکو د مسو کان په تړون کې لس میلیونه ډالر جیب ته وهلي وو. خبره لکه چې لږ بلې خوا ته لاړه خوبیرته راګرځم د والیانو تغیر او تبدیل مسلې ته او هغه دا چې په دغو پنځو تبدیل شویو والیانو کې د میدان وردګو پخواني والي ځنډي ګل زماني، د لوګر پخواني والي حلیم فدایي، د کندوز پخواني والي اسدالله عمرخیل او د سمنګانو پخواني والي عبدالکریم خدام برخلیک لا نه دی مالوم. نورو ټولو پرته له دې چې څه ووایي د لوړو چارواکو امر ومانه خو په دې ډله کې د سمنګانو لرې کړای شوي والي کریم بیا پښې خرلي او وایي چې دی نه لرې کېږي.

دغه سړی هم د بلخ پخواني والي عطا په شان وایي چې د ده د لرې کولو پرېکړه دې جمعیت وکړي ځکه چې دی د جمعیت په ونډه کې راغلی او هم دده په وینا د ترکمن شریف قوم په ونډه کې دا څوکۍ ور رسېدلې او باید د ترکمن شریف قوم یې په اړه پرېکړه وکړي. که دې مسلې ته په ځیر وکتل شي پوښتنه راپورته کېږي چې ددغه بغاوت ریښه په کوم ځای کې ده؟ ولې نور ټول قانون ته غاړه ږدي او قانون مني خو یوه ډله بیا هرڅه د ځان له پاره غواړي. ددغه حالت ریښه د بن کنفرانس له ناانډوله او غیرعادلانه پرېکړو خړوبېږي. په هغه کنفرانس کې د جنګي ډلو سرلارو او د بشري حقونو سرغړونکو ته د استحاق خلاف، د قومونو او ډلو په نوم ټیکه دارنو ته ستره ونډه ورکړل شوه چې له بده مرغه د یوکمزوري، بې زړه خو ټګمارا او هغه د چا خبره دوپه کس(حامدکرزي)په اوږده واکمني کې همدغه لنډغر، قومي او تنظیمي ټیکه داران ښه وپالل شول او چاغ ګړای شول، هرڅه چې هغوی کول چا یې مخه نه نیوله او نه یې نیولی شوه، که د امریکا سفیر ایکن بیري یو جمعیتي جنګسالار، جنګي مجرم او فاسد اسماعیل په درغلیو او فساد تورن کړ ترټولو لومړی یې کرزی مخې ته ودرېد کاشکې چې دفاع یې په حقه وی خو اوس هم د اسماعیل د دوه میلیاده ډالرو دوسیه د افغانستان بیارغاونې له پاره د امریکا ځانګړي پلټونکي یا سیګار په دفتر کې پرته ده، خو کرزي ته دا له سره مهمه نه وه بلکې ده ته یوازې د جنګسالارانو رضایت او خوشالي ارزښت درلود نه د افغانستان برخلیک او عزت.

دې ډلې له همغه لومړي سره په بدمعاشي او لنډغري د ټول ملت پرحقونو ګونډې وهلي، دولت او ملت دواړه یې یرغمل نیولي او هرڅه یې په غیرقانوني توګه غصب کړي خو اوس چې ولسمشر غني هڅه کوي افغانستان کې قانون واکمن کړي لنډغر یې مخه نیسي کله د میلیوني لنډغري اعتراض ګواښ کوي، کله د حکومت د سقوط باټې وهي، کله څه او کله څه؟ خو مهمه خبره داده چې وایي:« همه ره مارخورده مره بقه کور» که عطا بدمعاشي کوي په فساد، چور، چپاول، غلا، ایران او روس او نورو ته په جاسوسي او د نشه یي توکو قاچاقو کې یې میلیاردونه ډالر پیدا کړي او یو څو لنډغر یې هم پر شاوخوا غورېږيو، ځان د تاجیکو ټیکه دار هم ګڼي خو کریم خانه تاته خیر؟! چې د دوه خرو اوربشې بیلولی نه شې د یوه وړوکي ولایت خو پرځای پرېږده د یوه کوچني ښار د ادارې توان نه لرې د ولسوالیانو به څه نه وایم په ایبکو غوندې واړه ښار کې هره ورځ ښکاره په نغاړه د خلکو سر اومال لیلام دی او ته له ولایته بهر راوتلی نه شې خو بیا کله چې د بې کفایتي، فساد او کمزوري په سبب له دندې لرې شوې نو بیا ځان د جمعیت او ترکمن قوم ترشاپټوې او قانون نه منې!
په دغه هرڅه کې دغه کودن نه دی ګرم بلکې اساس د فتنې د لنډغرو همدې جنګي ډلې ایښی دی او دا نو اوس مود شوه چې هر غل او فاسد که له دندې لرې کیږي نو بیا دعوه کوي چې دی د فلاني قوم استازی دی او د لنډغرو په ونډه کې یې څوکۍ غصب کړې نو ځکه خو یې څوک نه شي لرې کولی. اوس په کار داده هر ډول چې وي، په هره بیه چې وي او هرڅه چې کېږي ودې شي خو ملت او دولت باید په ګډه د لنډغري او بغاوت دغه فرهنګ ته د پای ټکی کېږدي په دې لار کې د افغانستان ټول هغه وګړي چې ځانونه په هیواد کې د قانون واکمني او له نړیوال کاروان سره د افغانستان تلو ته ژمن ګڼي باید د دولت تر شا ودرېږي او دغه فتنه په یو ځل او د تل له پاره د تاریخ په هدیره خاورو ته وسپاري، له دې پرته به هیواد یوځل بیا د ۱۳۷۰ یمې لسیزې په شان د ټوپک سالاري، پاټک سالاري، شراو فساد او ګلم جمي پیر ته وروګرځي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply