څنګه ښه مطالعه کولی شو؟ /سرور ستانکزی

0 933

د ښې مطالعې کولو طریقې ډېرې دي، مګر یو څو ډولونه به زه درته بیان کړم:
اول: هڅه وکړئ عینې معلومات په مختلفو طریقو مطالعه کړئ، د مثال په ډول خپل لیکل شوی نوټ ولولئ، همغه معلومات کتاب او په یوټیوب کې په ویډیویي بڼه هم وګورئ او داسې نورو طریقو مطالعه کړئ.
دوهم: د مکمل ورځې په دوران کې تنها د یوه مضمون د مطالعې پر ځای د مختلفو مضامینو مطالعه وکړئ. د مثال په ډول؛ داسې مه کوئ چې نن تنها فزیک مطالعه کړئ او بله مکمله ورځ تنها ریاضي، بلکې د دې پر ځای هره ورځ د دواړو څخه کمه کمه مطالعه وکړئ، نتیجه یې مثبت وي.
دریم: هڅه وکړئ چې صنف کې استاد ته نږدې د مخې پر څوکیو کې کینئ.
څلورم: د مطالعې کولو پر وخت کې خپل فکر راټول، موبایل یا بل څیز چې ستاسې د مزاحمت سبب کیږي باید بند کړئ.
پنځم: مطالعه د دې لپاره مه کوئ چې امتحان کې ښې نمبرې پرې واخلئ، بلکې پدې فکر باید واوسئ چې د نن ورځې زده کړه سبا تدریس کوم.
شپږم: هڅه وکړئ چې دوامداره څو ساعته مطالعه بغیر له تفریح ونکړئ، بلکې وړې وړې تفریح باید ولرئ.
اوم: د روزمره ډېرې مطالعې کولو لپاره باید چای یا ډېرو اوبو څښلو څخه استفاده وکړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply