سږ کال به د طالبانو جګړه نيمه د کرنې پر ضد وي

0 812

پاکستان له تېرو څلوېښتو کالو راهيسې دا ارمان پر زړه ګرځوي چې د افغانستان په نورو بنسټونو سربېره، د دغه هېواد کرنه هم له پښو وغورځوي او حتا د دسترخوان تر ترکاري پورې افغانان د ځان محتاج کړي.

په همدې تمه يې يو وار پخوانيو توپکي مجاهدينو ته د کرنې پر ضد د جګړې امر کړی و، هغوی د باغونو په وهلو سربېره ورته د غرونو پيستې او نورې د مېوې ونې هم له بېخه وايستې، بيا يې پر طالبانو سمسور باغونه اره کړل او اوس دا دی سږ کال بيا طالبانو ته امر شوی دی چې د افغانستان کرنه له پښو وغورځوي.

سرخط ته باوري سرچينو ويلي دي چې په تېروو دوو کالو کې هم په پاکستان کې طالبانو ته تر غوږ ورتېرېده چې له ختيزه تر لوېديز پورې کرنه او کرندوګر وځپي، خو سږ کال ورته کلک امر شوی دی.

طالبانو په تېروو دوو کالو کې په هلمند کې د خپلې جګړې يوه برخه کرنې ته ځانګړې کړه او ميليونه ډالر تاوان يې کرندګرو ته واړاوه.

د هلمند په ډېری هغو سيمو کې چې طالبان ورباندې مسلط دي، اوس يې کروندور او مالداران سوال ته محتاج دي.

طالبانو په هلمند کې په يوه وخت هم کروندې وځپلې او هم يې هغه لارې بندې کړې چې د ځمکو حاصلات به ورباندې مارکېټونو ته وړل کېدل.

دوی په لويو لارو کې ماينونه خښ کړل او په ځينو ځايونو کې يې پاخه سړکونو په ټراکټورونو په بل مخ واړول.

په دې سربېره يې له ولسواليو څخه ښارونو ته د خلکو پر تګ بنديز ولګاوه او په دې توګه د کروندګرو په باغونو کې په مېوو بار موټر و چې وچې او مېوې پکې همالته ورستې شوې.

اوس چې د هلمند ځينې سيمې له طالبانو پاکې شوې هم دي، پر هغو لارو چې طالبانو پکې ماينونه خښ کړي وو او يا يې پر بل مخ اړولې وي، کروندګر د يو ساعت مزل په څلورو ساعتونو وهي او حاصلات يې مارکېټونو ته په سختۍ رسېږي.

د هلمند د نوزاد انار چې په سيمه کې يې ساری نه و، اوس يې درست باغونه ويجاړ او ونې وچې شوې دي.
د وچو ولاړو ونو پر سر، ځای ځای د طالبانو بيرغ درول شوی وي.

همداسې په مارجه کې لسګونه د انارو او انګورو باغونه د طالبانو له امله وچ شوي او ميليونونه افغانۍ زيان ځمکوالو او مالدارو ته رسېدلی دی.
د لښکرګاه بولان او باباجي سيمې هم له همداسې برخليک سره مخ دي.

طالبان چې کومو سيمو ته تللي، لومړی يې لارې ويجاړې کړې او بيا يې پر کرنه مخ را اړولی او تر هغه وروسته بيا له همدې ځپل شويو کرندګرو څخه په زور د عشر، زکات او د ځمکې د ماليې په نوم پيسې اخلي.

سرخط ته رسېدلي مالومات ښيي چې په کوټه، پېښور او کراچۍ کې سږ کال د پاکستان د پوځ او استخباراتو له خوا طالب مشرانو ته امر شوی دی چې په افغانستان کې د جګړې يوه برخه د کرنې ځپلو ته ځانګړې کړي.

پاکستان غواړي په دې توګه افغانستان چې اوس تازه د سوداګري په برخه کې د پاکستان له احتياج څخه په وتلو دی او راکړه ورکړه يې له منځنۍ اسيا سره زياته، يو ځل بيا تر يوې اندازې پورې پاکستان ته اړ کړي.

پاکستانی حکومت په دغه برخه کې له طالبانو سره دې پرېکړې ته هم رسېدلی دی چې په هېواد کې دننه به طالبان کرنه ځپي او د پاکستان حکومت به په تورخم او سپين بولدک کې د افغان سوداګرو هغو موټرو ته د تېرېدو اجازه نه ورکوي چې د افغان کروندګرو مېوې د پاکستان تر مارکېټونو پورې رسوي.

تېر کال هم پاکستان همداسې کړي وو او په ورځو ورځو په انګورو بار موټرونه په سپين‌بولدک کې لمر ته ولاړ وو او اوبه تر څڅېدې.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply