د سيمې په هېوادونو کې د افغانستان مخکښ رول/ تېمور اعتصامي

0 738

ولسمشر غني د خپل ریاست د پروګرام یوه مهمه برخه نړيوال سیاست ته ځانګړې کړې وه او هغه یې په پنځو کړیو کې تعریف کړی و. د دې سیاست لومړۍ درې کړۍ د افغانستان ګاونډیان، د سیمې هېوادونه او اسلامي هېوادونه وو.
له ګاونډیانو سره د روابطو په برخه کې د افغان سیاست بریالیتوب له دې خبرې ښه ښکاري چې نن پاکستان په سیاسي انزوا کې دی او افغانستان کم له کمه شپېته په سلو کې له اقتصادي محاصرې ځان ایستلی دی چې وروستی ځل د تورخم او سپین بولدک یو میاشتینی بندیز او د هېواد پر اقتصاد د هغه محدود ناوړه اغېز یې د ښو پایلو بېلګې دي.

په سیمه‌یزه کچه د ټروریزم ضد اجماع ته رسېدل او د افغانستان په اړه د سیمې د هېوادونو له شته‌وو خپلمنځي اختلافاتو سره سره په بېلابېلو سیاسي، ډپيلوماټيکي فورومونو کې د افغانستان د خبرې سر کېدل او د سیمې پر سیاستونو د افغان حکومت مثبت اثر یې غوره لاس ته راوړنې دي.
په اسلامي نړۍ او خصوصاً منځني ختیځ کې هم د افغانستان نننی وضعیت د ښاغلي کرزي د څوارلس کلنې دورې په نسبت ډېر ښه دی. اوس عربي هېوادونه افغانستان ته هغسې د شک او تردید په سترګه نه ګوري لکه د کرزي صاحب د حکومت پر مهال یې چې کتل. سره له دې هم د ملي یووالي د حکومت د دریو لومړیو کلونو فوکس تر هر څه زیات پر دوو لومړیو کړیو و. اوس د دې وخت رارسېدلی چې درېيمه کړۍ هم تر کنټرول لاندې راشي.

په دې وروستیو کې د ولسمشر په شمول د ملي وحدت د حکومت ګڼو مشرانو منځني ختیځ ته سفرونه کړي، د القدس په اړه د افغانستان دریځ د ټولې نړۍ د تمې خلاف خورا زړه‌ور او شجاعانه و، په عربي هېوادونو کې د افغان کارګرو وضعیت ته رسېدهګی کول هم خورا په زړه پورې پرمختګ و. له دې سره هم لا ډېر کار په کار دی چې د افغانستان د بهرني سیاست درېيمه کړۍ هم لکه چې ښایي تر پوښښ لاندې راشي.
د عربستان د ولیعهد په بلنه د ملي امنیت د سلاکار اوسنی سفر د همدې سیاست دوام دی. په دې سفر کې د لاندې پرمختګونو تمه کېدای شي؛

• لکه د سیمې په هېوادونو کې چې د ترهګري خلاف سیاسي اجماع را منځ ته شوه عین فرمول به په عربي هېوادونو کې هم عملي شي، د دې سفر یوه مهمه لاس ته راوړنه به دا وي چې د اسلامي هېوادونو په سر کې د عربي هېوادونو سیاسي اجماع د جوړېدو له‌پاره لومړنۍ چارې تر سره شي.

• د عربي هېوادونه خاص بيا د سعودي عربستان امنيتي او نظامي همکارۍ مهمې دي، د دې سفر په لړ کې به د دواړو هېوادونو تر منځ د نظامي همکاریو پر څرنګوالي خبرې وشي او د دې همکاریو د عملي کېدو له‌پاره به لومړني تدابیر و نیول شي.

• له وسلهوالو مخالفانو سره د سولې په خبرو کې سعودي عربستان مثبت رول لوبولای شي، د دې سفر په ترڅ کې به د سولې او له سیاسي لارې د افغانستان د کړکېچ د حل په مورد ګټور بحثونه وشي.

• په اقتصادي برخه کې به هم دا سفر د پام وړ لاس ته راوړنې ولري.
يادښت؛ له ملګرو هیله کوو چې په راتلونکو دوو دریو ورځو کې پر دې موضوعاتو پراخې، سیاسي او څېړنیزې لیکنې وکړي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply