نګین کرګر څوک ده؟

0 1,840

نګین کرګر څوک ده؟
دا میرمن د اروپا، امریکا یا روسیې نده، بلکه افغانه پښتنه میرمن ده او نګین کرګر نومیږي. نګین کرګر اوس مهال له خپلې کورنۍ سره برتانیه کې اوسیږي، د نوموړې میرمنې په اندازه استعداد او زده کړې ډیرو افغان ځوانانو کړي ندي.
نګین کرګر لیسانس د (Analytical chemistry) او ماسټري د (Targeted drug delivery chemistry) په څانګه کې کړې، دا زده کړې یې د برتانیې نړیوال پوهنتون (Birkbeck And University College London School Of Pharmacy) کې ترسره کړي، خو محترمې کرګر یوازې لیسانس او ماسټري کافي ونه ګڼله، بلکه لا یې درسي بهیر ته ادامه ورکړه او اوس مهال د برتانیې نړیوال پوهنتون (Kingston University) کې پخپلو څیړنو لګیا ده او دا څیړنې هم د کیمیا په څانګه کې کوي.
نګین کرګر د جرمني، سویزرلینډ، فرانسې، برتانیې او داسې نورو اروپایي ملکونو ساینس پوهانو سره په ډیرو اروپایي کنفرانسونو کې ګډون کړی.


دا چې د محترمې کرګر د ژوند ډیره برخه له هیواد څخه بهر او زده کړې یې په پردۍ ژبه کړي، خو هیوادنۍ مینه یې پدې حد ژوندۍ ده، چې د خپلې مورنۍ ژبې لیک، لوست او آدبیات یې تر ډیرو افغانستان میشت افغانانو ښه زده دي، محترمې کرګر ډیرې لیکنې له انګلیسي څخه پښتو او دري ته ژباړلي.
نګین کرګر اونۍ وړاندې د خپل پوهنتون ادارې ته نوې نظریه وړاندې کړې چې د پوهنتون څارونکو (سرپرستانو) له تود هرکلي سره مخ شوې، ذکر شوې نظریه د ساینسي څیړنیزو لابراتوارونو کې د ناکامه تجربو نشرول، د نتیجو خپرول د ساینسي څیړنو د لا ګړنديتوب سبب ګرځیدلی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply