ټاپي او طالبان / منور

0 688

د حوت په څلورمه نیټه د ټاپي پروژې د کار پرانیستنې ټول افغانان خوشحاله کړل او دغه خوشحالي هغه وخت لا زیاته شوه چې طالبانو هم د هغې ملاتړ وکړ.

 که څه هم ځینې شنوونکي په دې اند دي چې طالبان په تیرو میاشتو کې ډیر ځبل شوي دي او له ټاپي پروژې څخه حمایت یې د ښه نیت نخښه نه ده بلکې غواړي چې فشار ورباندې کم شي. دغه راز دا خبره هم کیږي چې ټاپي پروژه کې د پاکستان ګټه هم ده او په همدې وجه طالبان ورسره مخالفت نه کوي، خو که بدبیني او منفي تبصرې بس کړو او خوشبینه واوسو نو دا هم ویلای شو چې طالبانو یو په ځای اقدام وکړ.

 زموږ اکثرو یوه کمزوري دا ده چې څوک مو نه خوښېږي د هغوی هر عمل ته د شک په سترګه ګورو او منفي تبصره ورباندې کوو خو برعکس چې څوک مو خوښ وي، د هغه په تیروتنو او منفي عملونو کې هم کمالونه پیدا کوو او حکمت پکې مومو.

 له ټاپي پروژې څخه د طالبانو حمایت او د بلې هرې ډلې مثبت او ګټور اقدامات باید وستایل شي. دغسې ستاینې هم د انصاف تقاضا ده او هم ملي ګټو ته د درناوي فرهنګ ورسره پیاوړی کیږي.

 له کوم وخته راهیسې چې ښاغلی حکمتیار کابل ته راغلی دی او د سولې لاره یې اختیار کړې ده، ځینې کسان وینو چې هغه ته په بد ویلو نه ستومانه کیږي. دغه کسان په ظاهره د سولې او د هیواد د ثبات مخالفان نه دي او حکمتیار ته چې بد وایي، ظاهري منطق یې دا دی چې هغه ډیره موده جګړه وکړه نو ځکه ورته په قهر دي، خو دغه کسان که واقعا د وطن او وطنوالو خیر غواړي نو د هر چا د مثبتو اقداماتو قدرداني باید وکړي.

 مثبت اقدام کوم پیچلی تعریف نلري. هر هغه اقدام چې د افغانستان د خلکو سر او مال ته پکې تاوان نه رسیږي او افغانستان ورسره ابادیږي، هغه مثبت اقدام دی او حمایت پې پکار دی.

 طالبانو د ټاپي پروژې په حمایت سره ډیر مثبت اقدام وکړ او د وطن او وطنوالو د خیر لپاره یې یو ګام واخیست.

 څو ورځې له مخه دې ډلې په هلمند کې د ښوونځیو او مدرسو د چارو د بهتري لپاره هم د معارف له ځایي چارواکو سره یو تفاهم کړی و چې مثبت اقدام و.

 طالبان وایي چې دوی ځکه په جګړه بوخت دي چې په افغانستان کې د امریکا د عسکرو حضور نه مني او بل د شریعت جاري کیدل غواړي.

 دا مشروع غوښتنې دي. د دنیا په لسګونو ملکونو کې امریکا یا نور ستر هیوادونه عسکر او هډې لري او په دغو ملکونو کې داسې کسان شته چې د دغو هډو او عسکرو له شتون سره مخالفت کوي مګر د مخالفت طریقه یې مشروع ده او خپلو خلکو ته په لوی لاس تاوان نه رسوي.

 څو اونۍ له مخه د قطر حکومت اعلان وکړ چې په دغه هیواد کې د امریکا د نظامي هډو د پراخولو موافقه یې کړې ده. طبعا هغه طالبان چې په قطر کې اوسي، هغه په قطر کې هم د امریکا د عسکرو شتون نه غواړي، مګر داسې عمل نه کوي چې د امریکا د عسکرو د وتلو په پلمه قطر ورسره وران شي.

 د طالبانو په روانه جګړه کې هره ورځ په لسګونو افغانان مري او زخمیان کیږي او په سلګونو او زرګونو افغانانو ته صدمه رسیږي. جنګ په ظاهره د امریکا له حضور سره دی خو د هغه کلیوال په لاره کې ماین ایښودل شوی دی چې په ټول ژوند کې یې امریکایي نه دی لیدلی. جنګ په ظاهره له امریکا سره دی خو پلونه او سړکونه د افغانستان ورکې تباه کیږي. جنګ په ظاهره له امریکا سره دی خو نهه نوي اعشاریه نه نوي فیصده پکې افغانان وژل کیږي.

 طالبانو ته پکار ده چې نه یوازې د ټاپي په پروژه کې بلکې په خپلو ټولو اقداماتو کې د افغانستان د خلکو مصونیت او خیر خپل هدف وګرځوي.

  که دوی د امریکا نظامي شتون ته ډیر په قهر وي، نو دا انصاف باید هم ولري چې دغه عسکر خو دوی پخپله د اسامه بن لادن په یارانه کې راوستي دي. په دې عسکرو پسې خو د افغانستان خلک نه وو تللي، بلکې دا خو  د طالبانو میلمانه یعنې القاعده خېل وو چې د غومبسو ځالې ته یې لاسونه ورړل. نه تاریخي حقایق مسخ کولای شو او نه به سبا د خدای په حضور کې د دروغ ویلو امکان ولرو. حقیقت همدا دی چې امریکایان که افغانستان ته راغلل، د طالبانو د حکومت د خامو پالیسیو په نتیجه کې راغلل او دا اسامه بن لادن و چې امریکایان یې د طالبانو د حکومت په خلاف وقهرول او د طالبانو د حکومت تر سقوطه پورې حاضر نه شو چې پاکستان یا بل ملک ته واوړي.

 په هر حال، د ټاپي د ملي پروژې په حمایت کې د طالبانو اعلامیه د قدر وړ ده او امید دی چې طالبان خپل ټول هغه جنګ ته یو ځل بیا کتنه وکړي چې په نتیجه کې یې  صرف او صرف افغانستان تباه کیږي او د افغانستان مسلمان خلک وژل کیږي.

دلته په تلو تلو کې یو بل ټکي ته هم اشاره پکار ده. د ټاپي پروژې د خبرونو په لړ کې یو خبر دا هم وو چې د مسلح افرادو لس کسیز ګروپ چې د تاپي پروژې د تخریب لپاره په ایران کې تربیه شوی و،  د ملي او اسلامي احساس په اساس، له تخریبي اقدامه صرف نظر وکړ. دغه خبر د ډیر غور وړ دی. دغو کسانو د ایران د ګټو لپاره افغانستان ته صدمه رسوله خو نوم به ورباندې د طالبانو بد وو. څو پورې چې طالب اوسنۍ بدمرغې جګړې ته ادامه ورکوي نو د ایران او پاکستان لاسونه به ازاد وي چې د افغانستان د تخریب لپاره کار وکړي ځکه داسې ډله به موجوده وي چې لاس ورباندې پاک شي.

 طالب ته پکار ده چې خپل جنګ له هره اړخه وسنجوي او د اسلامي، انساني او افغاني احساس په حکم یوه داسې فیصله وکړي د افغانستان تخریب او د افغانانو وژل پکې ادامه ونه مومي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply