د افغان سولې په ټینګښت کې ولې د عربي نړۍ رول مهم دی؟

0 1,078

ودان روښان 

سعودي عربستان له یوې خوا د حرمین شریفین کوربه په توګه د نړۍ دوه میلیارده مسلمانانو ته ځانګړی او بې بدیله ارزښت لري او له بله پلوه له اقتصادي پلوه د یو شتمن هېواد په توګه په نړیواله کچه له خورا زیات ارزښته برخمن هېواد دی. د امریکې متحده ایالات سره له دې چې په نړیواله او سیمه ییز کچه د اسرایلو تاریخي ملاتړی دی خو په ډېر احتیاط له سعودي عربستان سره هم ښو او نږدې اړیکو ته هم زیات ارزښت ورکوي.

له بله پلوه سعودي عربستان د خپل روحاني او اقتصادي دوه ګوني اغیز له پلوه همدا اوس په اسلامي او عربي نړۍ کې له خورا لوړ دریځه برخمن دی.

د واسني وخت بله ځانګړنه دا هم ده چې اوس د سعودي عربستان په واک کې د ۳۳ کلن ځوان ولیعد محمد بن سلمان اغیز خورا زیات دی. دی د لومړي وزیر مرستیال، د دفاع وزیر او سلطنتي دربار ریس دی چې اوس د سعودي واکمنې کورنۍ تر ټولو ځواکمن کس ګنل کېږي. محمد بن سلمان په سعودي عربستان کې د ښځو او ځینو هغو مدني ازادیو نوښتګر دی چې پخوا یې تصور هم نه کېده. د بېلګې په توګه اوس په سعودي عربستان کې ښځې د موتر چلولو اجازه لري، د تلویزیون پر پرده ښځینه ویاندویانې راڅرګندېږي، د لومړي ځل له پاره ښځو ته اجازه ورکړل شوې چې په سټدیوم کې د سپورتي سیالیو ننداره وکړي او داسې نورې ازادیانې چې دغه ټول د محمد بن سلمان له نوم سره تړاو لري. په دې کړنو سره په ملي او نړیواله کچه د نوموړي اعتبار زیات شوی دی. دی خورا ستر اقتصادي پلانونه لري چې یو له هغو تر ۲۰۳۰ کال پورې له تیلو د سعودي عربستان تړښت پای ته رسول دي. دغه راز، غواړي د ۵۰۰ میلیارده ډالرو په لګښت سوداګریز ښار ودان کړي.

نوموړی په سیاسي اړیکو کې هم پراخ لید لري او وایي چې غواړي د سعودي عربستان تېر دودپالي سیاست سره مخه ښه وکړي، دی هڅه کوي له لویدیځ او نورې نړۍ سره فعالې اړیکې ولري یو وخت یې د ایران مذهبي مشر علي خامنه یي د منځني ختیځ هټلر یاد کړی و. دی  په منځني ختیځ او اسلامي نړۍ کې د ایران خوځښتونه له نږدې څاري او پرې شکمن دی.

لنډه دا چې محمد بن سلمان د اوسمهال په سعودي عربستان کې تر ټولو ځواکمن کس دی او ویل کېږي چې ډېر ژر به د خپل څو اتیا کلن پلار سلمان بن عبدالعزیز ځای ونیسي. ټیک د همدغه کس (محمد بن سلمان) په بلنه د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر په دې وروستیو کې هغه هیواد ته سفر کړی و.

داسې ښکاري چې سعودي چارواکو له هغې ډلې محمد بن سلمان د افغانستان سیمه ییز ارزښت درک کړی نو ځکه خو غواړي چې په دغه هیواد کې له سولې او ټیکاو سره مرسته وکړي. د اسلامي عقېدي پر اساس سعودي افغانو ته خورا زیات ارزښت لري او درناوی یې کوي. که وکتل شي  همدې دیني عقیدې دواړه لوري له تاریخي پلوه هم یو بل سره تړلي دي. د بېلګې په توګه میرویس نیکه د ګرګین پرضد د ازادۍ بښونکي پاڅون فتوا د حج مراسمو اداینې پر مهال په بیت الله شریف کې د اسلامي نړۍ له عالمانو اخیستې وه. لوی احمد شا بابا په بیت الله شریف کې یو ټوټه ځمکه پېرودلې او د افغان حاجیانو له پاره یې د حاجي خانې په نوم یو میلمستون په کې ودان کړی و چې درې نیم سوه کاله افغان حاجیانو ترې ګټه اخیسته خو له بده مرغه د برهان الدین رباني په واکمنۍ کې هغه ودانۍ د رباني نږدې کس صدیق چکړي د خپل ولی نعمت ( برهان الدین رباني) په امر په خورا ډېرو پیسو پر یو عرب وپلورله چې عرب هغه ودانۍ اوس ړنګه کړې، یو څه پیسې یې چکړي او رباني وخوړې او ډېرې نورې یې لاهم عرب سره دي او چکړي خو یې اوس هسې هم نه شي ترې اخیستی بل چاته هم ښایي ونه رسېږي نو ځکه  باید افغان دولت په یو مناسب وخت کې د دې مسلې پوښتنه وکړي.

ویلی شو چې له ببرک کارمل پرته نورو ټولو افغان واکمنو غوښتل له سعودي عربستان سره ښې اړیکې ولري.

څرنګه، چې د افغانستان او سعودي عربستان اړیکو څېړل اوږد بحث دی چې په دې لیکنه کې نه ځایېږي. له هغه ځایه چې زموږ د بحث موضوع د افغان سولې په ټینګشت کې د عربي نړۍ رول دی او هغه ډول چې له نیکه مرغه اوس سعودي عربستان لیواله دی چې د افغان سولې په ټینګښت کې وس چار وکړي. دا داسې مهال ده چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په ښکاره خو یو څه هلې ځلې وکړې چې د سولې په ټینګښت کې د سعودي عربستان مرسته جلب کړي خو څرنګه چې ښاغلي کرزي له ایراني چارواکو د عمر داوود زي په لاس په تورو کڅوړو کې پیسې اخیستې او د ایران پراخ نفوذ ته یې په افغانستان میدان ورکړی و نو ځکه خو طبیعي ده چې عربانو چندان باور نه پرې کاوه، خو واک ته د محمد اشرف غني په رسېدو او د بهرني سیاست په دویمه کړۍ کې اسلامي نړۍ په تېره سعودي عربستان ته ځای ورکولو او د یمن په جګړه کې د حرمین شریفین په دفاع او ننګه کې د ولسمشر غني څرګند او غوڅ دریځ د سعودي چارواکو له بې ساري هرکلي سره مخ شو په داسې حال کې چې پاکستان دغه ډول دریځ ته زړه ښه نه او په دې جګړه کې یې د سعودي له ملاتړه ډډه وکړه،  سره له دې چې یو عمر له سعودي چارواکو میلیونونه څه چې میلیاردونه ډالر بسپنه ګړوت کړې وه. همدا ډول، افغان چارواکو یو لړ نورې دیپلوماتیکې هڅې هم کړي چې د افغانستان او سعودي عربستان پر اړیکو یې مثبت اغیز پرې ایښی او اوس سعودي چارواکي پر دې قانع شوي چې افغانستان ته ډېر پام واړوي.

سعودي چارواکو چې په پخوا کې یې پر افغانستان د پخواني شوروي سرو لښکرو یرغل خلاف د مجاهدینو بې دریغه مالي، پوځي او سیاسي ملاتړ کړی او دغه راز، د نړۍ له هغو درې هېوادونو و چې د طالبانو اداره یې په رسمیت پېژندلې وه نو ځکه خو هم د پخوانیو مجاهدینو او هم طالبانو ترمنځ خورا زیات نفوذ لري چې دغه فکتور ته په کتو سعودي عربستان د افغان سولی په ټینګښت کې خورا مهم رول لوبولی شي. د ځوان شهزاده لیوالتیاوو ته په کتو افغان چارواکي باید په بیلابیلو کچو له سعودي چارواکو سره اړیکې ټینګې او په افغانستان کې د سولې، بیارغاونې، پانګونې او نورو برخو کې د هغوی مرستې جلب کړي.

ځوان شهزاده ( محمد بن سلمان) ته دغه پیغام ورسوي چې په بېلابېلو برخو کې افغانستان د پانګونې پراخ او بې ساري ظرفیتونه لري چې خپلو موخو ته د نوموړي په رسېدو کې غوڅ رول لوبولی شي په دې برخه کې یو تضمین دا هم کېدی چې افغانان سعودي عربستان ته ډېر درناوی لري نو ځکه خو په افغانستان کې د هغوی ګټې او پروژې خوندي او څوک زیان نه ور رسوي. له هغه ځایه، چې اوس په افغانستان کې د ناامنۍ یو لامل هم وزګارتیا ده نوځکه خو کار او روزګار له تردید پرته پر سوله او ټیکاو غوڅ اغیز درلودی شي، که سعودي چارواکي او پانګوال په افغانستان کې پانګونه وکړي له یوې خوا به هغوی خپله ډېره ګټه وکړي او له بله پلوه به د افغانستان، سولې، ټیکاو، اقتصادي ښېرازي او  پرمختګ کې هم مهم رول ولوبوي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply