ټاپي به نړیوالو ته هم پیغام لري/ محمد روښان ښاد

0 872

د ټاپي پروژې تطبیق د افغانستان په اوسنیو جنګي شرایطو کې نه یوازې افغانانو، بلکې بهرنیانو او نړیوالو ته هم یو خیال او خوب معلومېده او دا یې نه ګنله چې دغه پروژه به تطبیق شي، مګر ولسمشر غني په ځانګړې پاملرنې او هلو ځلو د ټاپي د تطبیق زمینه برابره کړه.

په دې برخه کې د ترکمنستان ځانګړې مننه پکار ده، ځکه ترکمنستان د افغانستان ظرفیت درک کړ او بیا یې په همدغو ناامنه او جنګي شرایطو کې یو لوی ریسک په غاړه واخیست، ځکه چې پر ټاپي د اوه نیم میلیارد ډالرو لګښت یې په خپله غاړه ومانه او دا د افغانستان په حق کې د ترکمنستان هېواد په ځانګړي ډول د جمهور رئیس قربانغلي بردي محمدوف لویه لورینه ده.

ښاغلي محمدوف او ولسمشر غني په دغه ګام او اقدام سره نړۍ او سیمې ته دا پیغام ورکړ چې د همکاریو زیاتوالی او د هېوادونو، ملتونو او حکومتونو ګټو سره تړل د ستونزې د کمولو او حلولو ښه لاره ده او ټاپي یې غوره بېلګه ده او څومره چې د دغې مهمې سیمه ییزې او ملي پروژې د تطبیق چارې بشپړېږي، نو همغومره به یې ښېګټې او ګټې هم نه یوازې د هېواد، بلکې د سیمه په کچه محسوس شي او باور دی چې د سیمې امنیت، ثبات او پرمختګ به ورسره ښه شي.ږ

ټاپي پروژې د کار پیل نړیوالو ته دا پیغام هم ور کړ او لا ډېر یې په دې باوري کړل چې افغانان په هیڅ حال کې هم د تشدد، جنګ، وراني او دربدري پلویان نه دي، بلکې برعکس د همکارۍ، ښو اړیکو، پرمختګ، ابادۍ او سوکالۍ غوښتونکي دي. ټاپي به د نړۍ په کچه د افغانستان تصویر بدل کړي او ټاپي به زموږ لیدلوری، طرز تفکر او هویت لا ډېر نړیوالو ته په ډاګه کړي.

ټاپي یوازې پروژه نه، بلکې یو لیدلوری دی، د همکاریو لیدلوری، د دوستۍ او ملګرتیا لیدلوری، د ابادۍ، سوکالۍ او پرمختګ لیدلوری، له ستونزو، کشمکشونو او جنجالونو څخه د راوتلو لیدلوری، ځکه چې ټاپي پروژه به فقر، بې وزلې او وزګارتیا کمه کړي، کاري زمینې به ورسره زیاتې شي، د خلکو په فکر، چلند او ژوند کې به پام وړ بدلون راوړي.

ټاپي به د جنګیالیو او ترهګرو فعالیتونه را کم کړي، ځکه کله چې د سیمې خلک او هېوادوال پوه شي، چې طالب وسله وال د دی دغې مهمې پروژې ته خطر پېښوي، نو هغوی ته به په خپلو کورونو، کلیو او سیمو کې ځای ورنه کړي، دوی به وشړي، له شر، شرارت، وراني او ویجاړي به یې را وګرځوي او حداقل دا به ورباندې شرط او شرعي کړي، چې که یې ټاپي پروژې ته کوچنی خنډ او ځنډ هم پېښ کړ، نو دوی به یې پر ضد راپورته شي او باور دی چې د ولس دغه ډول ملاتړ او راپاڅېدل به طالب وسله وال له ورانۍ او ناامنۍ څخه واړوي او هغوی به دېته وهڅوي چې له جنګ او وحشت لاس واخلي.

د ټاپي بل مهم پیغام نړیوالو ته دا هم کېدای شي چې افغانستان ته به یې پام او باور لا ډېر کړي او د افغانستان موقعیت او ظرفیت  به په  اساسي توګه درک کړي.  

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply