بلک واټر په افغانستان کې د تړون په لټه دی

0 954

څو نوموتو امریکايي خصوصي امنیتي کمپنیو د افغانستان خوا ته بیا خپل پام زیات کړی او هڅه کوي چې له واشنګټنه نوي تړونونه تر لاسه کړي، دا ځل د دوی ډېر پام د افغانستان د طبيعي منابعو په برخه کې د کېدونکې پانګونې خوندیتوب ته دی. ویل کېږي چې د بلک واټر په نامه بدې کمپنۍ استازيو په افغانستان کې منډې ترړې زیاتې کړې او غواړي چې امریکا د افغانستان په کانونو کې پانګونې ته وهڅوي او له برکته یې دوی له افغان حکومته د کانونو د امنیت ساتنې په برخه کې تړونونه تر لاسه کړي.
د دغه شرکت مشر ایریک پرنس د امریکايي ولسمشر ټرمپ په اداره کې د پراخ نفوذ لرونکی بلل کېږي او کال وړاندې یې هڅه وکړه چې د افغانستان امریکايي جګړه دې خصوصي کمپنیو ته وسپارل شي. هغه د ولسمشر ټرمپ اداري ملګريو ته ډاډ ورکړی و چې د ده د بلک واټر کمپنۍ په دغه برخه کې تر ټولو اغېزمن او ارزانه رول لوبولای شي. د پرنس استدلال دا و چې د افغانستان جګړه دې خصوصي کړای شي چې د لګښت له اړخه یې د سپما نظریه وړاندې کړه.

وروسته یې چې لومړی پلان عملي نه‌شو، دویم پلان یې د ټرمپ ادارې ته ورمخې ته کړ چې د افغانستان په طبيعي منابعو کې د امریکا پانګونه وه. هغه هڅه وکړه چې امریکا باید د افغانستان په شا و خوا ۳ ټریلیونه ارزښت لرونکو طبعي منابعو کې د پانګونې په بهانه امریکايي سرتېري د افغانستان جنګ ته واستوي. د ایریک هیله دا ده چې امریکا باید د چین په پرتله د افغانستان په کانونو کې ډېره پانګونه وکړي او د کېدونکې پانګونې له‌پاره دې د ده په څېر خصوصي امریکايي کمپنیو ته د امنیت ساتنې تړونونه ورکړل شي.

تر اوسه هیڅ امریکايي کمپنۍ او پانګوال د افغانستان په کانونو کې پانګونه نه ده کړې، خو د ولسمشر ټرمپ په اداره کې یو شمېر چارواکي چې له لویو پانګوالو او شرکتونو سره نږدې اړیکې لري لېواله دي چې امریکايي شرکتونه د افغانستان په پراخو کانونو کې پانګونه وکړي. افغان حکومت هم لېواله دی چې په هند و چین سربېره لوېدیځې کمپنۍ په خاص ډول د امریکايانو پانګونه را جلب کړي چې د ډېرو په اند له کبله به یې د نړۍ د دغه ستر قدرت پښې د اوږد مهال په مخه په افغانستان کې خښې شي.

د بلک واټر بنسټګر پرنس پر دې باور دی چې په افغانستان کې د امریکا د اوږدمهالي شتون او د افغانستان د ټیکاو او اقتصادي ودې له‌پاره باید امریکا د افغانستان په کانونو کې ځان بوخت کړي. هغه د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کې خپل دوستان او استازي هڅوي چې د افغانستان د کانونو ارزښت ورته روښانه او امریکايي پانګونې ته د سپینې ماڼۍ په ګډون امریکايي سرمایه‌داران راضي کړي.
داسې راپورونه هم خپاره شوي چې د بلک واټر کمپنۍ ځینو استازيو له افغان چارواکيو سره هم په دې تړاو خبرې اترې کړې دي او په کابل کې د خپل نوي دفتر د پرانیستو هڅې کوي، خو افغان دولت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ویل کېږي چې د بلک واټر کمپنۍ په امریکا کې له یو شمېر لویو پانګوالو او شرکتونو سره د افغانستان د لېټیمو یورانیمو، مګنیزیټ او د ځمکې په نادره او کمیابه منرالونو په تړاو پريزنټيشنونه ورکړي او هغوی پانګونې ته هڅوي. دغه نادر توکي په عصري ټکنالوژي، برېښنايي وسایلو او نظامي دفاعي برخو کې د کارولو وړ دي چې په امریکا کې ورته تر ټولو ډېره اړتیا محسوسېږي. داسې هم ویل کېږي چې دغه شرکت په افغانستان کې د شته منرالونو په تړاو خپل مالومات هم له امریکايي اړوندو شرکتونو او پانګوالو سره په منظم ډول شریکوي.

ایریک پرنس امریکايي چارواکيو او کمپنیو ته په خپلو ورکړل شویو مالوماتو کې ان دا هم ویلي چې یوازې د افغانستان په هلمند کې د یو ټریلیون ډالرو په ارزښت د ګران بیه منرالونو زېرمې شته چې د ده په خبره باید امریکایان په دغو زېرمو کې پانګونه پیل کړي. د پرنس د هڅونې موخه د خپل شرکت له‌پاره د تړونونو تر لاسه کول او په افغانستان کې له امریکايي ښکېلتیا د امریکا ګټه پورته کول دي. د هغه وینا دا ده چې امریکا د افغانستان د سټراټېژیکو منابعو په برخه کې باید چانسونه نورو هېوادونو لکه چین ته په لاس ور نه کړي او له خپل شتونه دې په ګټې پورته کولو سره له افغان دولت سره په دغه برخه کې پانګونې ته زمینه برابره کړي.

د بلک واټر مشر ایریک فکر کوي چې امریکايي سترې کمپنۍ او د ده په څېر شرکتونه په افغانستان کې د بوختیا له‌پاره ښه چانسونه لري او کولای شي چې د دوی د بوختیا او پانګونې ګټه د افغانستان حکومت او ولس ته ورسېږي. افغان دولت غواړي چې په روان کال کې یو شمېر لوی کانونه داوطلبي ته وړاندې کړي او تمه یې دا ده چې په سیمه‌یزو او کورنیو پانګوالو سربېره د لوېدیځوالو پښې هم د افغانستان طبيعي منابعو ته را کاږي.

له ۲۰۰۱ وروسته په افغانستان کې د بلک واټر ۵ نیم زره سرتېريو په افغانستان کې له امریکایانو د یو شمېر مهمو سیمو د ساتنې او د افغان ځواکونو د روزنې ماموریت په غاړه لاره.
دغې خصوصي امنیتي کمپنۍ د نړۍ په ټولو هغو هېوادونو کې چې امریکايي نظامیان حضور لري یو لړ تړونونه تر لاسه کړي دي، خو په عراق او افغانستان کې یې پر کړنو پراخ اعتراضونه را پورته شول او په ناسمو کړنو او ځورونو تورن شو.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply