د نارينه سپرم د ماشوم جنسيت ټاکي/ امير بارکزی

0 900

ليکنه: امير بارکزی

تردې نږدې وختونوپورې خلکوفکرکاوه چې د ماشوم جنسيت ښځې له لورې ټاکل کېږي، اوس هم ځېنې بې سواده خلک د ماشوم د جنسیت تعین د ښځو پورې تړې اوکه چيرته يوښځه نارینه او يا ښځينه اولاد را نه وړي، ټوله کورنۍ ښځه مجرمه ګڼي او ځيني کورنۍ خپلواولادونو ته له همدې امله نورې ښځې کوي.
خو د جنس(ښځینه یا نارینه) تعينولو ځانګړنه الله ج په نارینه کې ایښې، چې ورته سیکس کروموزوم ويل کېږي.
‏‎کروموزومونه هم په ښځه او هم په نر کې موجود دي چې له یو ځای کېدو څخه يې نوی موجود منځته راځي.
‏‎پۀ ښځه او نر کې دا کروموزومونه X او y پۀ نومونو یادېږي پۀ ښځه او نر دواړو کې دوه عدده شتون لري، د ښځې دواړو کروموزمونه X او د نارینه بیا یو X او یو Y یعني د XY په نومونو نومول شویدي.
‏‎دنسل منځته راتګ یو حیرانونکي نظام ځکه دی، چې کله د نر او ښځې کروموزومونه سره یوځای شي یو موجود منځ ته راوړي.

‏‎که چیرته د پلار X د مور له X کروموزوم سره یو ځای شي، دا به د لَوراند خدای ج رحمت ( لور) وي.

‏‎که چېرته بیا د پلار Y کروموزوم د مور له X کروموزوم سره یوځای شي، نو دا به يې نعمت (زوی) وي؛ ‎نو په دې توګه ویلای شو، چې د جنس (نجلۍ او هلک) پۀ ټاکلو او یا منځته راوړلو کې د پلار کروموزومونه رول لري، نۀ د مور.

‏‎که چېرته دچا لور پېدا کېږي، یا يې زوی پېدا کېږي په دې کې دسړي رول تر مېرمنې زیات دی او د ښځې لاس پکې نشته.
‏‎یا پۀ بله معنا که چېرته کومه کورنۍ خدای مه کړه د لور په راوړلو سره خفه کېږي په دې کې يې د مور هیڅ ګنا نشته بلګه دا ټاکنه يې الله ج په پلار کې ایښې ده.
‏‎څرنګه چې داسې ده نو ویلی شو چې د جنس (د نر او ښځې منځ ته راتګ) د پلار لۀ کروموزومو سره تړاو لري.
‏‎ښځو ته خدای ج یوازي د ځانګړو اندامونو پۀ لرلو سره دا توان ورکړی، چې د نسل د منځ ته راوړلو وړتیا و
لري، او د مځکي پر مخ يې د نسل د پایښت لپاره لاره هواره کړې.

لومړیتوب

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply