فکري روزنه / بصيرالحق عادل

0 866

فکري روزنه / بصيرالحق عادلزموږ په ټولنه کې يو شی بايد موږ ومنو چې فکراً کمزوري يو او په ډېرو کمو مسايلو باندې سرسري پوهېږو، يا يې ترې بل هدف اخلو، خو ژورو اړخونو باندې يې هغه وخت پوهېږو چې اوبه له ورخه تېرې وي.

له يوې خوا خو زموږ د ټولنې ډېری برخی له لسيزو راهيسې له علم محرومه پاتې شوې ده، بل پلو مو د لوستو کسانو کچه هم په هماغه اندازه چې بايد پوه وای نه ده، که يا لوستي کسان لرو دې وطن ته يې ګټه نه رسېږي، يا خو له هېواده د باندې دي او يا هېواد کې دننه پر سياسي او نورو حرکتونو بوخت دي.

زموږ ټولنه فکري برخه کې ډېر کار ته اړتيا لري، موږ ته تر اوسه پورې خپل دين، مقدسات، ملي شتمنۍ او ټول هغه څه چې لومړی موږ د مذهب په سترګه او دويم د کلتور په سترګه ورته ګورو ناسم راته تعبير شوي دي.

د اسلام مقدس دين د نړۍ تر ټولو سپېڅلی دين دی او موږ په دې هم عقيده لرو. خو زموږ د ديني عالمانو داسې ميتود نه دی زده چې له مخې يې زموږ خلک پوه کړي او د دوی فکرونه وروزي او نه مو ولس په داسې ډول پوه شوی دی چې د عالم او عام سړی چې د ملا په نوم خلک تېرباسي توپير وکړي، نو ځکه مو خلک د خپل دين څخه هم تر ډېره نا خبره دي.

دويم، زموږ کلتوري برخه ده چې ځينې کسان پرې سختې نيوکې کوي، سره د دې چې دوی پوه دي، زده کړې يې کړي دي خو ولې ځينې کلتوري مسايلو ته په منفي سترګه ګوري، زه به يوه بېلګه وړاندې کړم:

موږ لومړی د اسلام مقدس دين ته تسليم خلک يو، هر هغه څه چې زموږ په دين کې ترې منع شوي يوو نه يې کوو او چې امر راته شوی دی بايد ترسره يې کړو او دا راباندې لازم دي، دويم موږ ځينې مسايل خپل کلتور کې ګورو که کلتوري اړخ يې لاره، يا يې د فرهنګ سره جوړه وه نو کوو يې که نه ترې تېرېږو.

زموږ دين راته وايي چې ښځې بايد حجاب وکړي، که د باندې ټولنې ته راووځي هم اصول ورته ټاکل شوي دي، د خپل دين څخه بايد سرغړونه ونه کړي.

بل پلو کلتور تاريخ هم راته وايي، چې پښتنې سترې دي او حجاب بايد وکړي، يو شاعر وايي:

حسن چې بې ستره شي بې قدره شي

ځکه پښتنې مخونه پټ ساتي

دا زموږ ټولنه کې يو دود دی چې نجونې بايد حجاب وکړي، ښه دليل يې دا دی چې موږ د مېلمنو او هغه خلک چې خپل مو نه وي يا ترې ستر / پرده کوو د دوی د مېلمه پالنې لپاره حجره لرو، د حجرې تاريخ زموږ کلتور کې څرګند او پخوانی دی.

مالومه شوه چې هم راته خپل دين وايي چې بايد نجونې مو حجاب وکړي او هم کلتور، خو زموږ ډېری لوستي ځوانان چې نارينه او ښځينه دواړه پکې شامل دي پر ټولنيزو شبکو د نجونو د بې سترۍ لپاره کمپاين کوي، حجاب باندې يې ملنډې وهي، کله يې د يوې ټولنې کلتور ګڼي، کله د بلې ټولنې، دلته مالومه شوه چې زموږ فکري پوهنه لږه ده، ذهنيت مو نه دی جوړ شوی، نه د خپل دين په اړه سمه پوهه راکړل شوې ده او نه د خپل کلتور او تاريخ په اړه، دا يوازې يوه بېلګه وه نورې هم ګڼې بېلګې شته دی.

سره له دې چې ۲۱ مه پېړۍ د نړۍ د بدلون پېړۍ ده، چټک پرمختګ روان دی، افغانستان هم د نړۍ د يوې برخې په توګه لږو ډېر د بدلون او پرمختګ څخه برخمن دی، موږ ټولنيزې شبکې لرو، پر ځای د دې چې د فکر جوړونې لپاره يې وکاروو، پر نورو منفي کارونو لګيا يو، خپل کلتور خلکو ته ناسم معرفي کوو، د قوم په نوم د يو بل شخصيتونه وژنو او بې مانا سياسي او تکراري ليکنې کوو.

د فکر جوړونې او روزنې برخه کې د دې ټولنې هر وګړی، که ملا دی، که عام افغان دی، که استاد دی، که ځوان دی او که پېغله بايد د خپل هغه دين چې د نړۍ تر نورو اديانو يې سپېڅلی ګڼو او هغه کلتور چې پرې وياړو، لومړی پرې ځان سم پوه کړو، بيا يې خپل راتلونکي نسل او نړۍ ته سم  ور وپېژنو، زموږ اوسنی ډېری ستونزې د دې له امله دي چې فکري کمزوري لرو.

درنښت

بصيرالحق عادل

اراکوزيا پوهنتون

۱۳۹۶/۱۱/۲۱

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply