د قطر په دفتر کې د سولې مختلط کمسیون د جوړیدو اړتیأ! / تره کی

0 922

٠٥/٠٣/٢٠١٨

 دوکتورمحمدعثمان تره کی  

د قطر په دفتر کې د سولې مختلط کمسیون د جوړیدو اړتیأ!

وسله وال مقاومت ته یو وړاندیز

په وروستیو وختونو کې بهرنیان د سولې سیګنلونه د وسله والو مخالفینو آدرس ته ورلیږلې دي. د دغه پیغامونو نه عملي ګته هغه وخت پورته کیداي شي چه قطر دفتر د وسله وال مقاومت د رسمي مرجع په توګه وپېژندل شي. د قطر دفتر رسمیت پیژندنې سره جوخت لاندې وړاندیز ته باید جدي پام وشي.

د افغانستان د څلویښت کلنې جګړې د پیچلتیا له کبله چه په کې حقوق، سیاست،   مذهب، اقتصاد، ژیوپولتیک یعنې عقیدوي او علمي ضوابط سره په تړاو کې ده، اړینه ګنل کیږي چه طالبان هڅه ونکړي چه د سولې پروسه پخپل قبضه او انحصار کې وساتي.

د اشغال په ضد د طالب مقاومت سرښندنه د افغانستان په حماسي تاریخ کې ځانګړې فصل جوړولي شي. خو اوس چه د سولې پراخه او پیچلې پروسه د میز په سر باندې د ایښدو په درشل کې ده یو بل واقعیت ته هم باید پام واړوو. پدې مانا چه د تخصص په بنسټ د دندو ویش د اوسنۍ نړۍ د جوړښت ستنه جوړوي او د زیرک او مکار دښمن سره سوله د مذهب (جهاد) تر څنګ د مختلفو علمي برخو متخصصینو ته اړتیا لري.

پدې کې شک نشته چه د اشغالګرو ځواکونو په وړاندې جهاد او مقاومت د فشار د یو لاسوند په توګه کارول یوه اړتیا و، ده او وي به. خو کله چه په بل پړاو دیته ضرورت ولیدل شي چه د جنګي فشار لاسته راوړنه د سولې د تأمین په موخه وکارول شي باید د ملا صاحبانو تر څنګ اړوندو متخصصینو ته مخه کړو.

قطر دفتر ته رسمیت ورکول سولې خواته د عملي حرکت لمړي ګام دي. خو وروسته د   تر لاسه شوې فرصت نه د سولې په ګته عقلاني او عملي استفاده دا ایجابوي چه د قطر دفتر د تشکیل په چوکاټ کې د سولې یو کمسیون جوړ شي. په کمسیون کې  باید د دفتر د یو شمیرو منسوبینو نه سربیره د سیاست، حقوق او ژیوپولتیک متخصصین هم غړیتوب ولري.

په شپاړلس کلنه جګړه کې  وسله وال مقاومت پدې بریالي شوې چه د خپل برحق دریز په ملاتړ د ګنشمیرو روڼ فکرو (د یپلوم والاو) ملاتړ ځانته راجلب کړي. نن یا صبا چه  د سولې خبره مطرح کیږي، باید  د دغه کسانو نه ګټه پورته شي.

د مقاومت او جهاد د لسیزې په پاي کې، مجاهدین د جګړې د حالت نه سولې خواته کوم ځانګړې پروگرام نه درلود. پایلې ټولو ته مالومه ده. دغه غلطي باید تکرار نشي .

د روغې جوړې کمسیون د قطر دفتر تر سروالۍ لاندې د یې اساسنامې له مخې دنده  ترسره کوي او د مثال په توګه په لاندې موضوعاتو کې دنده تر سره کولاي شي:

– د بهرنیانو سره د سولې خبرې

– د سولې یوه عملي پلان تنظیم

– د اوربند د امکاناتو څیړنه

– د اړتیا په صورت کې د ذیعلاقه هیوادونو سره تماسونه.

د قطر دفتر پدې باندې تورن دي چه د سولې او جګړې په اړه د پاکستان د امر او نهي تر تبعیت لاندې دي. د ملاصاحبانو او غیر ملایانو نه یو کمسیون جوړول له یوې خواه کمسیون ته سیاسي انډول ور په برخه کوي او له بلې خواه د مداخله ګرو هیوادونو په وړاندې د کمسیون خپلواکي تضمینوي. مهمه دا چه افغانانو ته ډاډ ورکوي چه طالبان د سیاسي قدرت د انحصار په لټه کې ندي او د خپل تیر امارت غلطی نه تکراروي.

د دې په خاطر چه د سولې کمسیون نه د سیاسي اغراضو په مقصد سوء استفاده ونشي، غړی یې ځان  راتلونکو حکومتي دندو ته کاندیدولې نشي.

’’ پاي ‘‘

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply