وژني افغان خو سوله له امریکایې سره کوې، عجیب منطق/سپين سهار

0 813

په تیرو 17 کلونو کې افغان حکومت په وار وار سره طالبانو ته دسولي پلان او لاس اوږد کړ او له هغوۍ یې غوښتنه وکړه چې راشي او دافغانستان دحکومت سره مذاکرات وکړي او دمذاکراتو له لاري دافغانستان دي ناورین ته د پای ټکې کېږدي خو ددي ټولو ړاندیزونو سره هر وار طالبانو ویلې دي چې دوۍ دافغان دولت سره سوله نه کوې بلکې له امریکا سره سوله کول غواړې که څه هم امریکا په وار وار سوله ورسره رد کړي ده خو بیا هم افغان دولت دخپل مسولیت په اساس دکابل په وروستې کنفرانس کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني دسولي داسي یو جامع پلان وړاندي کړلو چې دنړیوالو ترڅنګ یې پاکستان او چین هم ملاتړ وکړ او په طالبانو یې غږ وکړ چې باید دولسمشر محمد اشرف غنې دسولي دا زړور اقدام ومنې او دخبرو اترو له لاري دافغانستان دسولي پروسه شروع کړې ترڅو پایله یې مثبته وي .
خو طالبانو تراوسه په دي اړه ښکاره دریځ نه دی روښانه کړې خو په کور دننه او بهر یوشمیر نیکټایې دار طالبان له نورو زیات ګرم دي او چغې وهې چې افغان حکومت څوک دی او طالبان باید له امریکا سره سوله وکړې چې او امریکا بیا هم دا خبره رد کړي ده او ویلې یې دي چې طالبان یوازي کولې شي افغان حکومت سره سوله وکړې نو زه غواړم دنیکټایې دارو طالبانو څخه پوښتنه وکړم چې تاسو ولې دهغه متل په اساس چې له ديګ نه چمچه ګرمه ده په دی ډیرتاکید کوئ چې افغان حکومت سره باید سوله ونه شي او سوله باید له امریکا سره وشي دا مسله کوم منطق لري ؟ زه غواړم دیو څو نیکټایې داره طالبانو نه چې یوازي د طالبانو طرفداری دخپلو پروژو او ځان دشهرت لپاره کوي یو څو سوالونه مطرح کړم ، اول داچې طالبان څوک وژني ښکاره ده چې طالب په هر ځانمرګي کې خوار افغان ولس چې یا زده کونکې وي ، یا استادان وي ، یا ملکې مامورین وي ، یا هم ټیکسي وانان وي ، یا ښځې او کوچنیان وي چې د خپلې روغتیا د درملني لپاره روغتونو ته په لاره وي ، بل اړخ دقضیې دا دي چې طالبان دافغانانو ښوونځې ،کلینکونه ، پلونه او سرکونه ورانوي که دامریکایانو چې دوۍ تاکید کوې چې غواړي دوۍ له امریکا یانو سره سوله وکړې ؟ دریم دا چې طالبان په راتلونکې کې غواړې په امریکا کې سیاست او حکومت وکړې که په افغانستان کې ؟
ښکاره ده چې طالب افغانان وژنې ددوۍ خونې ړنګوي او په راتلونکې کې هم هیله لري چې په افغانستان کې واکداره او سیاست وکړي نو په داسي حالت کې د کوم منطق له مخې تاسو وایاست چې دوۍ دامریکا یانو سره باید سوله وکړي؟
بل مهم بحث دادی چې طالب دافغان وژني پروژه ده نه دامریکا وژني او نه هم دجهاد که چرته دجهاد پروژه وی ولي یې په پاکستان کې نه کوي ؟ ولي دوۍ په هغه امریکایانو جهاد نه کولو کوم چې په پاکستان کې په هوایې ډګرونو کې میشت دي او وه او له هغې ځایه یې په افغانستان باندي بریدونه کول او له هغه ځایې دوۍ په نښه کول ؟
نو دي ټولو مسایلو ته په کتلو سره ښکاره ویلي شو چې طالبان دا خبرې دخپل بادار پاکستان په اشاره کوې او موخه یې هم یوازي او یوازي داده چې څنګه وکولي شي پاکستان دنړیوالو له فشار څخه وژغوري او په دي توګه دافغانستان حکومت نفی کړې او ترڅنګ یې داسي وښایې چې مونږ دا جګړه چې هره ورځ په لسګونو افغانان په کې وژنو یوازي ددی لپاره کوو چې دلته امریکایان دي په داسي حال کې چې کله امریکایان له افغانستان څخه په وتلو وو دوۍ خپل بریدونه په عامو خلکو ترسره کړل ترڅو په خلکو کې ویره واچوي او له دي لاري وکولي شي چې ولس تر فشار لاندي راولي او ولس بیا افغان حکومت تر فشار لاندي راولي .
بله موخه یې داده چې نړیوالو او په ځانګړې ډول دامریکا ولس ته وښایې چې مونږ دجګړې طرفداران نه یو او داجګړه امریکا شروع کړي ده او دامریکا ولس باید له دي لاري په امریکایې حکومت فشار راوړي ترڅو له جګړې لاس واخلې او یا له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي چې په دی حالت کې به روسیه ، ایران او پاکستان دخپلو غلامانو (طالبانو) په واسطه واک ته ورسیږي او دهغوۍ موخې به تر لاسه شي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply