د لوړو زده کړو په ځینو خصوصي ادارو کې فساد او زموږ د غفلت په خوب ویده ملت

0 714

محمد عارف رسولي

څو ورځې مخکې د یوې بېوزلې کورنۍ یو ځوان چې د دوستانو په مرسته، په پور، مزدورۍ او د زړه په وینو د لوړو زده کړو په یوه خصوصي موسسه کې د لیسانس دوره پایته ورسوله. د لوړو زده کړو یادې موسسې د فراغت د نمانځ غونډې لپاره لس زره افغانۍ له هغه او نورو بېوزله محصلانو څخه غوښتې وې. چا هغه ځوان ته وویل چې اړتیا نشته په دومره ګرانه بیه ته یو ستاینلیک واخلې خو ده وویل چې خبره یوازې د ستاینلیک اخیستو نه ده، که پیسې ورنه کړې بیا د مونوګراف په منلو کې ورسره لانجې کوي. ماویل دا نو د فساد او در غلۍ تر ټولو بد ډول دی. د هغه ځوان دوستانو او ملګرو خوارکي ته هغه پیسې ورکړې تر څو ناهیلی نه شی او له ظالمانو خلاص شي. زه هم د فراغت نمانځ غونډې ته بلل شوی وم. د ښار په تر ټولو مجلل هوټل کې یې غونډه نیولې وه. غونډې ډېر سیاسي رنګ درلود. ځینو چارواکو او وکیلانو ډېرې اوږدې، بې اجندا او له هغې غونډې سره بې اړېکې خبرې وکړې. موسسې فارغانو ته د لس زرو افغانیو!! په قیمت ستاینلیکونه وویشل!!. ډوډۍ خو پرېږده، خالي اوبه او یوه پیاله چای یې هم چاته ورنه کړل. موږ تمه لرله چې اوس به څوک دې ځوانانو ته د دوی راتلونکو مسؤلیتونو، دوام لرونکي تعلیم او په خپلو وړتیاوو تکیه کولو، له خیانت څخه د ځان ساتلو او هېواد ته د خدمت کولو په هکله خبرې وکړي. خو داسې و نه شول. په پای کې هر چا خپلو کسانو ته د ستاینلیک تر ویش وروسته تبریکي ورکړه، ګلان یې په غاړه کې ورواچول، ورسره تصویرونه یې واخیستل او کورته لاړل.
ځینو کسانو چې د فارغانو شمېر ورته معلوم وو ویل یې د ۸۰۰ او زرو تر منځ کسانو ګډون کړی او یو شمېر د کره مالوماتو له مخې د پیسو نه لرلو له کبله له ګډونه محروم شوي دي. یوه کس وویل چې که دا اته سوه کسان حساب کړو او له هر کس څخه یې لس زره افغانۍ اخیستې وي ټولې یي 80 ملیونه افغانۍ راټولې کړې دي او هغه بې کیفیته چپنې او خولۍ خو باور وکړئ که په یوه ځای ټولې جوړوې نو د یوه کس به د ۴۰۰ افغانیو په شاوخوا کې لګښت وغواړي. کېدای شي هوټل ته یې دوه یا دری لکه افغانۍ ورکړې وي نو په دې نورو پیسو څه کوي؟
که څه هم د یادو کسانو قضاوت او خوابدي په یو شمېر کره بېلګو بنا ول، خو بیا هم پوره باوري نه وو چې واقعیت څه دی. خو سبا سهار ما د دفتر په لاره په موټر کې د ازادۍ رادیو مکمل پروګرام په دې موضوع واورېده، څه چې موږ تېره ورځ فکر کاوه هغه یې ټول رښتیا کړل، په دې ډول نمانځغونډو زیاتو محصلینو اعتراض درلود، ټولو تایید کړه چې نن سبا د لوړو زده کړو په ځینو خصوصي تعلیمي موسسو کې د فراغت غونډې لپاره لس زره افغانۍ او یا زیاتې غواړي او د دې په شمول هر محصل د فراغټ غونډې لپاره تر ۱۵ زرو افغانیو پورې اړتیا لري. د ازادۍ رادیو خبریال هم د هغه پورته یاد محصل خبره له نورو اورېدلی وه چې وویل چې که محصلان د نمانځ غونډې لپاره ټاکل شوې پیسې ورنه کړي په مونوګراف کې ورسره لانجه کوي. له ازادۍ رادیو سره په مصاحبه کې د لوړو زده کړو د کومې موسسې رئیس هم تایید کړه چې دا یاد ظلم په دې ملک کې روان دی او د ځینو ادارو مشران په همدې توګه پیسې راټولوي. همدارنګه، له هغو فارغانو سره یې مصاحبې وکړې چې د پیسو د نه لرلو له کبله ېې ګډون نه و کړئ او یا یې ملګري په همدې دلیل له ګډونه محروم شوي وو. د لوړو زده کړو وزارت له ویاندې سره یې هم مصاحبه وکړه، ویل یې دوی د قانون له مخې د لوړو زده کړو موسسو په کارونو کې لاس نه وهي. که چا شکایت وکړ نو بیا به اقدام وکړي. اوس تاسو قضاوت وکړئ په دې شهر ناپرسان کې یو بېوزله محصل څنګه خپل شکایت چارواکو ته رسولای شي او څوک یې خبره اوري.
دې نمانځغونډې زما په ګډون په هغه محفل کې ځینې کسان زیات نا هیلي کړل. زما خپله مخې ته د داود خان د وخت د یوه وتلي استاد کیسه رایاد شوه. هغه استاد په یوه نړیوال پوهنتون کې دوکتورا اخیستې وه، په انجنیرۍ کې استاد و، دری څلور زره افغانۍ یې معاش وو، نوی واده یې کړی و، کور یې جوړاوه، ده او نوې ناوې یې له وظیفې وروسته پس له وخته په خپل نوي کور کې د خټو کار کاوه، خوشاله ژوند یې درلود، رشوت یې نه خواړه او داسې درغلي یې نه کوله، نو اوس زموږ د خلکو وجدانونه ولې هومره چټل شول، ولې هومره د مردارو ټولو حرص او مسابقه تنده شوه، چې زموږ لوستي او پوه خلک تر دې کچې راټیټ شول.
بل د ناهیلۍ خبره دا راته فکر ته راغله چې د خدای لپاره زموږ لوستي خلک، مدني فعالان او شنونکي ولې پټه خوله دي او ولې د داسې ښکاره ظلم په وړاندې خپل غږ نه پورته کوي؟ ولې زموږ په ملک کې د نورو سکتورونو په ګډون د لوړو زده کړو په سکتور کې د حساب ورکولو، روڼوالي، انصاف او د زده کړو د کیفیت د ښه کولو لپاره ټاکلي قوانین او مقررات نشته او که وي ولې نه پلي کېږي؟ دا هم د خواشینۍ ځای دی چې د ملت د وکیلانو دنده ده چې قوانین جوړ او اصلاح کړی او په سم تطبیق یې نظارت وکړي خو په خواشینۍ سره زموږ په هېواد کې ټول نه زیات وکیلان او سناتوران خپله په داسې مجلسونو کې غورځي پرځي او شرم نه لري.
آزادي رادیو دې خیر یوسي چې واقعا بې غرضه خدمت کوي، خو فکر کېږي چې د تحقیقي ژورنالیزم په اساس داسې ټاکلي خیانتونه باید راوسپړل شي، مفصل راپورونه سره له اسنادو ورباندې جوړ او له ولس سره شریک او بیا بیا ورباندې غور وشي. خو په خواشینۍ سره زموږ زیاتې رسنۍ په قومي اختلافاتو کې شپه او ورځ لګیا دي، په بې پرېتوب او مسلکي توګه د فساد او مفسدینو د لوڅولو په ځای پټه خوله دي او یا له مفسدینو ننګه کوي.
په نوره نړۍ کې خو سیاسي ګوندونه شپه او ورځ د خپلو خلکو په غم دردمند وي او په ورته مسئلو کې د بې عدالتیو په وړاندې غږ پورته کوي خو زموږ زیات ګوندونه له دې خبرو سره کار نه لري، په یو څو وړو تشکیلاتی او وړو ګوندي چارو بوخت او له ملت او ستونزو یې بې خبره او غافله دي. زموږ د زیاتو ګوندونو هره لمحه په څوکیو جنګ وي، که مو څوکۍ زیاتې شوې، خصوصي او عامه ځمکې او نورې شتمنۍ مو زیاتې لاندې کړې، خپل لاس په نامه نوکران مو بې لیاقت او اهلیته په لوړو پوستونو وګومارل نو زموږ په اند د ټولو افغانانو حقونه خوندي راته ښکاري او که داسې و نه شول، ټوله نړۍ په نظر راته ورانه ښکاري او د قیامت ډنډورې غږوو. ولې زموږ ګوندونه په ورته مسئلو باندې څیړنې نه کوي، ولې خپل مشروعیت له خلکو په ورته موضوعاتو نه ترلاسه کوي او تش یو د بل په شخصیت وژنه کې لګیا دي.
په هېواد کې د انصاف، ټولنیز عدالت او ریښتینو روڼ اندو د راټوکېدو په هیله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply