ډاکټر غني دېرش کلنه اتکا په درې کالو کې له منځه یووړه

0 795

لیکوال: ظریف امین یار

ژباړه: امیرجان وحید احمدزی

ډاکټر غني دېرش کلنه اتکا په درې کالو کې له منځه یووړه

افغانستان له جیو اقتصادي او جیو سیاسي پلوه د اسیا زړه کې فوق العاده موقعیت لري. که څه هم افغانستان تل له همدې پلوه متضرر او له خپل جغرافیایي موقعیت څخه د معقولې ګټې اخیستنې په چاره کې ناکام وو، خو ډېرکلونه وروسته د افغانستان پراګماتیک تیورېسن د افغانستان د موقعیت او وضعیت په سم درک اوپراګماتیکو تیوریو څخه د اقتصادي کارتونو د ګټه اخیستنې پر بنا په سیمه او نړۍ کې د افغانستان  دسیاسي او اقتصادي حیثیت د ژوندي کولو کوښښ کوي.

د طالبانو له سقوط وروسته په افغانستان کې د حکومت له ایجاد سره د امریکا متحدو ایالتونو او ناټو په حضور کې په افغانستان کې د اقتصاد او دولت جوړولو د احیا لپاره دوه متفاوت لیدلوري د مذاکرې پر مېز کېښودل شول:

۱: لومړی لیدلوری دا وو چې افغانستان حداقل یوه لسیزه اقتصادي خود کفایي او لوی اقتصادي پروژو ته اړتیا نه لري. هغه مهال د امریکایانو او  ټولو متحدینو تحلیل دا وو چې افغانستان باید له سیاسي احیا دمخه د خپلې اقتصادي، ترانزیتي او جغرافیي احیا فکر ونه کړي، ځکه هغوی ګڼله چې  د دې مطرح کول د افغانستان دولت ننګونې زیاتولی او حتی د نظام له ایجاد دمخه د هغه د نابودۍ لامل کېدلی شي. امریکایانو ویل د امریکا متحده ایالات له کابل [افغانستان]سره پایداره مرستو او ملګرتیا ته ژمنه ده، نو کابل دې خپل وخت په اقتصادي مسایلو نه ضایع کوي.

۲: دویم لیدلوري د لومړي لیدلوري برخلاف  له همغه پیله په افغانستان کې د دولت او ملت جوړولو لپاره پر اقتصادي ځان بسیاینې ټینګار کاوه. دا د یو سپین ږیري اکاډمیسین، د جان هاپکنز، کالیفورنیااو برکلي  معتبرو پوهنتونو د یو استاد او د نړیوال بانک د مشهور اقتصاد پوه ډاکټر غني ذهنیت او لیدلوری وو. که څه هم هغه مهال ډاکټر غني د ډېرو لږو تکنوکراتانو ملاتړ له ځان سره درلود او کمو خلکو یې نظریات درک کول، نن هم لږ کسان د ډاکټر غني تیوریانې درک کوي، خو هغه د هېواد د منتخب ولسمشر په توګه د خپلو تیوریانو د عملي کولوفرصت لري او په دې برخه کې تر زیاتې اندازې بریالی هم دی.

ډاکټر غني د اقتصاد، سیاست او انسان پېژندنې په برخه کې د لوړو زده کړو او په نړیوال بانک کې د اقتصاد پوه په توګه  دکافي تجربه له امله پربهرنیو هېوادونو د اقتصادي اتکا درد ښه درک کوي. هغه پوهېږي چې له اقتصادي خپلواکۍ مه واره پوره سیاسي خپلواکي سخته ده. اقتصاد ته په لومړیتوب ورکولو سره د اقتصاد پر مټ خپلو سیاسي موخو ته ځان رسوي. هغه پوهېږي چې په نړېدلو هېوادونو کې باید له اقتصاد او سیاست څخه په ګډه د دولت جوړولولپاره استفاده شي.  ډاکټر غني اقتصادي – سیاسي فکر  لري او تل په خپلو حرکاتوخلک حیرانوي. متفاوت فکر کول یې خوښېږي او د خپلو تیوریانو د بریالیتوب لپاره له ټولو امکاناتو، سیاسي کارتونو او اقتصادي او سیاسي منابعو څخه استفاده کوي. سره له دې چې ډاکټر غني انقلابي، رومانتیک او تیوریک لید لري او په ډېرو مواردو کې بریالی دی.

ډاکټر غني ته داسې مهال د کرزي حکومت ورسېد چې افغانستان په ښه وضعیت کې نه و. دولت خزانه او مالي سرچینې نه لرلې، ټاکنیز ناورین د هېواد سیاسي وضعیت ګډوډکړی و، بهرنۍ مرستې فوق العاده کمې شوې وې، امریکایي او ناټو ځواکونه له هېواده وتلي وو. همدارنګه د افغانستان له قضیې څخه د نړۍ پام نورو هېوادونو ته اوښتی و او داسې معلومېده چې افغانستان یو ځل بیا په بد وخت کې پرېښودل کېږي. هغه مهال لوی موخه د افغانستان او نظام بقا وه. په دې ټولو کشمکشونو، ناورین او تهدیدونو کې یو سپین ږیری رامخته شو او درې کاله یې له ځنډ مه واره [د ورځې] ۱۶ ساعته کار وکړ او د نظام  دبقا د تضمین ترڅنګ یې داسې لوبه وکړه چې په سیمه کې یې ټولې سیاسي معادلې بدلې کړې او د افغانستان جغرافیایي حیثیت یې یو ځل بیا احیا کړ.  

ډاکټر غني د هېواد د ولسمشر په توګه د خپل لومړیتوب په توګه پر پاکستان د افغانستان اقتصادي اتکا ختمه کړه. هغه پوهېده چې پر پاکستان اقتصادي اتکا پر کابل سیاسي فشارونه واردولی شي چې کابل به په ازادانه ډول د خپلو ټولو سیاسي تصمیمونو عملي کولو ته پرېنږدي. هغه تر بلې هرې پروژې په چابهار زیات کار وکړ او د چابهار خوب یې په حقیقت بدل کړ چې د افغانستان  تاریخي لاسته راوړنه ګڼل کېدلی شي.  دا  اسانه نه و، ځکه په هغه وضعیت او عین وخت کې د ایران او هند رضایت ترلاسه کول ستونزمن وو، اما ډاکټر غني د اسیا لپاره د اقتصادي اتصال د نقطې په توګه د  افغانستان په مطرح کولو سره عملاً کوښښ وکړ چې په سیمه کې د اقتصادي ګټو تضاد تیوري خنثی کړي. هغه وویل: ”افغانستان د اسیا د زړه په توګه دا توانایي لري چې د اسیا د اقتصادي ګټو نقطه وي. “ د سیمې او نړۍ هېوادونو سره په تعامل کې د موفقانه مېتود په کارولو سره په دې وتوانېد چې پر پاکستان اقتصادي اتکا ختمه کړي. هغه په مراتبو وویل چې اوس په سیمه کې د همکارۍ او همپالنې فصل دی او افغانستان نه غواړي چې له دې زیات په انزوا کې واوسي. هغه وویل:  ” سیمه ییزه همکاري او همپالنه د ټولو هېوادونو په ګټه ده“ نوموړي د سر دار محمد داودخان له حکومت وروسته د لومړي ځل لپاره د سیمه ییزې اقتصادي همپالنې د برد برد تیوري معرفي کړه. غني د بهرني سیاست په سم درک سره د حاکمیت او د افغانستان د ګټو تامین څخه په دفاع وتوانېد. هغه په دواړو برخو بهرني سیاست یانې ثابته او متغیره برخوکې ډېره دقیقه لوبه او د افغانستان حیثیت یې دوباره احیا کړ.   

د کرزي د حکومت په وروستیو او د ډاکټر غني د حکومت په لومړیو کې د پاکستان اقتصادي اتکا څخه د افغانستان ازادېدل ډېرو ته ناشونې برېښېدل. حتی د هېواد اقتصاد پوهانو او کارپوهانو هم دا نه ګڼله چې موږ دې نور  پر پاکستان له اقتصادي پلوه متکي نه وو. اما ډاکټر غني د ټولو د تصور خلاف په درې کالو کې د افغانستان دا خوب رښتیا کړ. ډاکټر غني  داخلي او بهرني کارپوهان (په ځانګړي ډول پاکستانیان) په دې حیران کړل چې دسختو داخلي مخالفتونو باوجود یې په درې کالو کې پر پاکستان د افغانستان دېرش کلنه اقتصادي اتکا له منځه یووړه. هغوی د ډاکټر غني نړیوال حیثیت، وقار او  درې کلنو ته په کتو د خپل هېواد راتلونکي ته زیات اندېښمن او د ډاکټر غني سیاسي او اقتصادي توانایي او ظرفیت ته تن ورکوي.   

ډاکټر غني په بریالیو اقتصادي سیاستونو او انقلابي تیوریو سره وتوانېد چې له پاکستان سره پنځوس سلنه سوداګري کمه کړي. دا لاسته راوړنه پر پاکستان د افغانستان د دېرش کلنې اتکا له منځه وړلو ترڅنګ  د پاکستان متزلزل اقتصاد ته لوی ضربه ده. د افغانستان او پاکستان تر منځ  سوداګري په اسانۍ سره په کال کې تر ۵ میلیارد امریکایي ډالرو پورې رسېدلی شوه، خواوس په دوه کالو کې له ۲.۷ میلیارد ډالرو څخه ۱.۲میلیارد امریکایي ډالرو ته راټیته شوه. د افغانستان د بازارونو له لاسه ورکول په پاکستان کې پر کاروبار او د خلکو پر اقتصاد ډېر منفي اغېز کړی.  افغانستان هم له دغه اغېز څخه خوندي نه دی، خو د دې غاړې اغېز د پاکستان هومره نه دی. د افغانستان پراګماتیک تیورېسن  د افغانستان خوب په عمل بدل کړ، خو درېغه چې لا هم ځینې  د خپل ولسمشر په ارزښت نه پوهېږي او بې ځایه ټاپې ورباندې لګوي. ټول بهرني هېوادونه د ډاکټر غني بریالی بهرنی سیاست ستایي اما په هېوادکې د بغدادي پیر  پیروان له کوم بدیل پرته نظام  تخریبوي، خو هغوی نه پوهېږي چې که دا ځل ناکام شو، نو بیا به هم یو بل غني ته اړ وو.

د غني، خپلواک او پرځان بسیا افغانستان په هیله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply