اوزبیکستان ورو ورو خپله لار له روسیې جلا کوي

0 625

اوزبیکستان ورو ورو خپله لار له روسیې جلا کوي
ودان روښان
د ورکړل شویو رپوټونو له مخې د روانې مارچ میاشتې پر ۲۶ نیټه به د اوزبیکستان پلازمینه تاشکند د سترې او مهمې نړیوالې غونډې کوربه وي.
د دې غونډې مشري به افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د اوزبیکستان ولسمشر شوکت میرضیایف کوي. د ملګرو ملتو لوی منشي انتونیو ګوترش، د هندوستان، متحده ایالاتو، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، بریتانیا، فرانسې، المان، پاکستان، ایران، روسیې او ځینو نورو هیوادونو بهرنیو چارو وزیران به په دې غونډه کې ګډون وکړي.
له ترهګرئ سره مبارزه د دې غونډې اساسي موضوع جوړوي.
دا داسې مهال دي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روان ۱۳۹۶ لمریز کال د لیندۍ پر ۱۳ نیټه چې د ۲۰۱۷ میلادي کال د دسمبر له ۴ نیټې سره برابره وه اوزبیکستان ته رسمي سفر کړی و چې د دغه سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې ۲۱ خورا مهم تړونونه لاسلیک شول چې پخوا یې ساری نه و لیدل شوی.
داسې ښکاري چې د اوزبیکستان پخواني سرټنبه مشر اسلام کریموف له مرګ ( ۲۰۱۶ کال د دسمبر ۲) وروسته او واک ته د شوکت میر ضیایف په رسېدو په کورني او بهرني سیاست کې ورو خو جدي بدلون را روان دی.
د کریموف په واکمني کې د اوزبیکستان کورنۍ کړنلاره چې هسې هم د پخواني شوروي زوراکي له دوام پرته ان تر هغه هم لاسخته وه خو بهرنۍ کړنلاره بیا څرګنده نه بلکې یوې او بلې خوا ته ان کله ناکله په ناڅأپي بڼه هم په ادلون بدلون کې وه. د پخواني شوروي له ماتې وروسته کریموف تمه درلوده چې په ازبیکستان کې د خپلې زورواکۍ په دوام ځان او هیواد د روسیې له ولکې خلاص او لودیځ ته نږدې کړي. لوېدیځ والو په تېره سترو کمپنیوهم چې د منځنۍ اسیا تر ځمکې لاندې او د ځمکې پر سر بډایو زېرمو ته سترګې ډومارلې وې له یو بل سره په سیالۍ او بیړه ځانونه سیمې ته را ورسول او څرنګه چې اوزبیکستان د منځنۍ اسیا ځواکمن او اغیزمن هېواد دی له نورو ډېر د نړیوالو پام ځانته ور اړولی و. زیات شمېر سترو کمپنیو په بېلابېلو برخو کې د پانګونې له پاره څېړنې پیل کړې. د ۲۰۰۱ د سپتمبر یوولسمې نیټې پېښې چې د پړې ګوته یې په افغانستان کې پټ د القاعده مشر اسامه بن لادن ته ونیول شوه او پر افغانستان واکمن طالبان ځکه ګرم وګڼل شول چې بن لادن ته یې پنا ورکړې او امریکا یې باید غوږونه تاو کړي وای. دغه حالت منځنۍ اسیا ته د لوېدیځ پښې رسېدل نور هم اسانه کړل. د طالبانو او القاعده خلاف عملیاتو له پاره د قیرغزستان ولسمشر عسکر اغایف د هېواد مرکز بیشکک ته څېرمه د مناز هوایي اډه او دغه راز، د اوزبیکستان مشر کریموف د هغه هېواد په سویل کې د خان اباد په نوم هوایي اډه امریکایانو ته په خورا ښه ډبله کرایه ورکړې چې په دې سره د تاریخ په اوږدو کې د لومړي ځل له پاره د امریکایي ځواکونه پښه منځنۍ اسیا ته ورسېده او دا هغه څه و چې د سړې جګړې او پخواني شوروي اتحاد واکمنۍ پر مهال د چا په خوب او خاطر کې هم نه تېرېدل چې یوه ورځ به امریکایي پوځي الوتکې د پخواني شوروي له قلمروه جګړه ییزې الوتنې ولري. دغه وخت د لوېدیځوالو او منځنۍ اسیا د بیګانو او میرانو اخلافو(لمسیانو) یارانه خورا ښه په مزه کې توده روانه وه.
خو له دې سره هممهاله روسیه چې د پخواني شوروي له دړې وړې کېدو وروسته له سخت اقتصادي، سیاسي او ټولنیز کړکیچ سره مخ شوې او خورا درانه ګوزارونه یې خوړلي، په ۲۰۰۲ کال کې پر عراق د امریکا له برید وروسته په نړیوالو بازارانو کې د تېلو بيې په بې سارې توګه لوړېدل ورته خورا ښه فرصت شو او روسان وتوانېدل چې په بې خرته توګه بازار ته د خپلو تېلو په وړاندې کولو سره خپل ګوډ مات اقتصاد ورغوي او بېرته نه یوازې پر خپلو پښو ودرېدل بلکې د خپلو هژموني موخو پلي کولو ته یې مخه کړه چې لومړی تارګیت یې هم له منځنۍ اسیا د امریکا اډو ټولول وټاکه. روسانو لومړی پر اغایف فشار راووړ چې په ۲۰۰۳ کال کې د مناز په نوم د امریکایانو پوځي اډې تر څنګ روسانو ته هم هوايي پوځي اډه ورکړي(۱)
دغه راز، په اوزبیکستان کې د ورځ تر بلې حکومتي استبداد د خلکو نارضایتي مخ په زیاتېدو او په اړه یې د ځینو لوېدیځوالو نیوکې له یوې خوا او پر اوزبیکستان د روسیې فشارونو له امله له لوېدیځ سره د کریموف اوبه په خړېدو شوې، په تېره چې د دموکراسي ځینو لوېدیځوالو نادولتي بنسټونو فعالیت د کریموف په دماغ هسې هم ښه نه لګېده نو ځکه خو یې لومړی د ۲۰۰۴ کال په لومړیو کې د پرانیستې ټولنې په نوم د جورج سیروس بنسټ وتاړه چې له ۱۹۹۶ کال راهیسې یې په اوزبیکستان کې فعالیت کاوو او وروسته یې نور ورته بنسټونه هم وتړل.کله چې د ۲۰۰۵ په مې میاشت کې د اندیجان پر معترضینو د دولتي ځواکونو په بې رحمانه ډزو کې لږ تر لږه ۱۵۰۰ کسان ووژل شول چې په غبرګون کې یې اروپایي ټولنې او د امریکا متحده ایالاتو د وخت بهرنیو چارو وزیرې کانډولیزا رایس پر کریموف کلکې نیوکې وکړې چې په ځواب کې کریموف د خان اباد په نوم د امریکا هوایي ځواکونو اډه وتړله چې ۱۸۰۰ امریکایي پوځیان په کې پراته وو.(۲)
له هغه وروسته د کریموف په توله واکمني کې له متحده ایالاتو سره د ازوبیکستان اړېکې تر ټولو ټیټه کچه کې وې او پر ځایي یې کریموف تر ډېره له روسانو سره توده یارانه واچوله. خو د کریموف له شره د اوزبیکستان په خلاصېدو اوسني واکمن سره له دې چې پردې ښه پوهېږي چې په اسانۍ د روسیې له استعماره ځان نه شي خلاصولی خو بیا هم هڅه کوي په ډېره هوښیاري لومړی خپلو ګاونډیانو په تېره افغانستان سره نږدې اړېکې جوړې کړي چې وروسته د امریکا متحده ایالاتو سره چې د افغانستان مهم ملاتړی دی خپل اړیکي تاوده کړي. پر نورو سربېره یو لامل دا هم کېدی شي چې په دې وروستیو کې روسانو د امریکا پر مټ په افغانستان کې د داعش پیاوړي کېدو په اړه تبلیغاتو او پورپاګند ته زور ورکړی چې له تردید پرته روسان غواړي د داعش مخنیوي په پلمه په منځنۍ اسیا کې پوځي، سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې خپل اغیز پیاوړی کړي چې د دغه کار له پاره باید په منځنۍ اسیا په تېره اوزبیکستان کې ګډوډي رامنځته کړي. روسان دغه کار د خپلو دوستانو(طالبانو) او د اوزبیکستان اسلامي حرکت پر مټ په اسانۍ سره کولی شي. روسان، د اوزبیکستان اسلامي حرکت او طالبان ډېرې زړې اړېکې لري د بېلګې په توګه په ۱۹۹۹ کال کې د اوزبیکستان اسلامي حرکت سلګونه جګړه مار له خپلو کورنیو سره د تاجیکستان له طویل درې په روسي چورلکو کې مزار شریف ته ولېږدول شول.(۳ )
د روسانو او طالبانو ترمنځ تودو اړیکو ته په کتو د روسانو په لمسون د اوزبیکستان اسلامي حرکت او طالبانو پر مټ په اوزبیکستان کې ګډوډي په اړه د اوزبیک چارواکو اندېښنه د پوهېدو ښکاري. په اوزبیکستان کې د روسیې منفي لاسوهنې یو لامل دا هم کېدی شي چې دغه هېواد د پان ترکیزم تیوري پر بنسټ ځان د روسیې پر ځای ترکیې ته نږدې ګڼي له یوې خوا او د ځواکمن هېواد په توګه هم اوزبیکستان د روسانو نه خوښېږي نو ځکه خو یې د کمزوري کولو هڅه کوي. اوسنيو اوزبیک چارواکو دا مسله په سمه توګه درک کړې ده نو ځکه خو غواړي دغه شر له بېلابېلو دیپلوماتیکو، اقتصاديٍ او نورو لارو دفع کړي. په همدې موخه د روان میلادي کال د فبروري پر ۱۲ نیټه د اوزبیکستان لوی درستیز د قزاقستان له لوی درستیز سره په کابل کې له افغان او امریکایي لوړ پوړو پوځي چارواکو سره جرګه شوي وو چې له تردید پرته یې موخه له افغان او امریکایي چارواکو سره په ګډه د روسيې په مرسته د ترهګریز ګواښ مخنیوی و. په دغه ځای کې مهمه خبره داده چې کریموف په یو ډول ځان د افغان اوزبیکو ملاتړی او مدافع هم ګاڼه چې دا په خپله د افغانستان په کورنیو چارو کې ښکاره لاسوهنه او د افغانانو ملي یووالي او ملي ګټو سره په ټکر کې وه، نو اوس چې اوزبیک چارواکي افغانستان سره د اړیکو پراختیا لیواله دي افغان چارواکو ته بویه چې له دغه فرصته ګټه واخلي او اوزبیکستان سره د دولتونو په کچه اړيکې جوړې او پیاوړې کړي او اوزبیک چارواکي پر دې وپوهوي چې د کریموف د کړنلارو دا برخه هم له هغه سره یو ځای خاورو ته وسپاري.
(۱)احمد رشید. په ګډوډي کې لوېدل ۳۳۰ مخ.
(۲ )هماغه اثر ۳۳۵ – ۳۳۶ مخونه.
(۳) احمد رشید. په منځنۍ اسیا کې د اسلامي جنګیالیو جهاد ۱۰۷ مخ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply