د غزني د شهېدانو پر تازه وینو د سیاسي ماشومانو ملنډې

0 793

حکمت ارین

موده وړاندې د غزني د قرباغ ولسوالۍ په شیراباد سیمه کې د دوو قومونو (پښتنو او هزاره وو) تر منځ د اوبو پر سر شخړه تر دې ځایه کشاله او دمباله داره شوه چې، پر یو بل یې د ټوپک خولې وګرځولې او دواړو لورو ته یې ځاني زیانونه واړول، د پیښې له حقوقي جنبې خدای خبر خو تېر کال هم په همدې سیمه کې د یادو دوو قومونو تر منځ خبره فزیکي شخړې ته ورسېده او دا هغه مهال وو چې همدا ښاغلی کریم متین د غزني والي وو، محترم والي د شخړې د هواري په موخه سیمې ته ولاړ، عالیجناب د اوبو پر ځای پر بل شوي اور تیل وشیندل او په یاده ناکراره سیمه کې یې د هزاره وو په کلي (نیختي) کې د هربکیانو پوسته واچوله، او د شیراباد خلکو ته یې د وضعیت د ارامېدو ډاډ ورکړ، دا چې له هغه وروسته نور څه وشول د والي په ګډون یې څوک له حاله نه دي خبر خو څو ورځې وړاندې په همدې سیمه  (شېر اباد) کلي کې د شپې له خوا د یوې کورنۍ دوه غړي په مرموز ډول ووژل شول، د یوې میرمنې په ګډون دوه تنه ټپیان او دوه نور د بریدګرو لخوا نا معلوم لوري ته یوړل شول، چې تر اوسه تري تم دي، د عیني شاهدانو په خبره بریدګر د پولیسو په جامو او د پولیسو په رینجرو کې ورغلل پر یاد کور یې چاپه ووهله او بلاخره یاد شوی جنایت یې تر سره کړ. پر سبا یې د همدې سیمې قومي مخور سپین ږیري او مشران د مقتولینو له جنازو سره د احتجاج په توګه غزني ښار ته راغلل، پرلت یې وکړ او له محلي چارواکو نه یې د عدالت د تامین غوښتنه وکړه.
دوی په یاده قضیه کې د ښکیلو کسانو د مجازات او د تښتول شویو د ژر تر ژره خوشي کېدو غوښتنې درلودې، په پیل کې د غزني ځینې غیر مدني فعالانو هم ورسره همدا نعره غبرګه کړه، یاد فعالان هغه کسان وو چې د خپلو ګټو لپاره یې د والي په مقررۍ د خوښۍ اتڼونه وکړل خو کله چې یې ګوله غوړه نه شوه نو یې بیرته والي پسې را واخیسته. فیسبوکونو ته کش شول او خپله درنه د والي سپکه یې پیل کړه.
بلاخره خدای دا موقع را وسته چې څو مظلومانو د خپلو حقونو د تحقق لپاره په پاکو احساساتو د غزني یخې هوا ته په یوه خیمه کې پرلت پیل کړ، دوی به سهار له ګرمه کوره را ووتل او پر یخ وهلو خو ژوندي ضمیرو پرلتیانو به یې دوره راوکړه او د لا ډېرو مشورو لپاره به د سیاسي ماشومانو د(ولایتي شورا) د ځینې خود غرضو غړو دفترونو ته ورمات شول.
والي د قضیې بل اړخ ته متوجه کېږي او ګوري چې د ده پر وړاندې ډول ته غورځېدلي اتڼچیان د ښاغلي له عالیجنابو سیاسي نا بالغه مخالفینو سره لاس په لستوڼي کې دننه کړی نو دلته ده چې د اعتراض کوونکو پر سپېڅلو احساساتو ملنډې پیل کېږي، والي د برابري پر ځای پر خپله څوکۍ د پښې ټینګولو هڅه کوي او مخالف دلالان یې د شهیدانو په وینو کې نغښتې شخصي عقدې او مخالفتونه را برسیره کوي.
پر پاکو احساساتو پیل شوی لاریون د عدالت د تامین پر ځای د خودغرضیو قرباني کېږي.
بلاخره ولسمشر اعتراض کونکو ته د ټلیفون پر کرښه د دوی د ټولو غوښتنو د منل کېدو ژمنه سپاري خو د عدالت غوښتنې له تربیونه، د عقدو او شخصي غوښتنو غږونه را پورته کېږ، څوک د والي د لرې کېدو غوښتنه لري او څوک بیا د امنیه قومندان لرې کېدل غواړي، اساسي غوښتنې په عقدو اوړي او پرلتیان په سپیره میدان د دوی تېر نظریو او غیري شعوري او ناندریزو حرکاتو ته لاس تر زنې حیران پاته دي او مجبور دي د خپلې قضیې د حل په موخه کومه بله ګزینه وکاروي، چې هغه ګزینه موږ او تاسې ټولو ته معلومه ده چې څه ده.
اساسي ټکې کوم دي؛
۱- کله چې پیښه کېده د دې پر ځای چې خلک خبر شوي وای پولیس باید پر قضیه خبر او د خلکو له غوښتنې پرته یې د یادې قضې هر اړخیزه څېړنه کړې وای، خو لومړی په پیښه کې ښکیل کسان پولیس بلل کېږي او له اوسني نظامه دا تمه چې دوی به راځي او د ولس قضایاوي به حل و فصل کوي خوب او خیال دی.
۲- حکومته! کله چې خلک راځي تا ته په زور خپله قضیه وړاندې کوي، کار دې دومره اسانوي چې حتی ښکیل کسان هم درته په ګوته کوې او بیا هم ستا لخوا کوم غبرګون نه ښودل کېږي ولې؟ ستونزه په څه کې ده؟ ته چې دومره ضعیف یې یا د خلکو احساسات درته هیڅ ارزښت نه لري نو ملت لیونی دی، سربادی دی چې ستا د نظام په ننګه قرباني ورکړي.
۳- او تر ټولو اساسي ټکی د پاک نفسو او صادقو خلکو اړتیا ده چې متاسفانه غزني کې یې ځای یو څو خود غرضو تش په نوم مدني فعالانو او یو څو د ولایتي شورا غړو نیولی دی، چې له هرې روا او ناروا نه د ځان په ګټه کار اخلي چې دې کار د ملت او دولت تر منځ واټن زیاتېدو ته لاره هواره کړې ده.
نو په داسې حال کې چې پولیس دې د خلکو کورونو ته ورلوېږي بشري جنایتون تر سره کوي، حکومت دې د ولس د خولې پېښې کوي، او آن مدني فالان لا د خلکو پر پاکو وینو او احساساتو ملنډې وهي، نو ولس لیونی نه دی چې، په بیا بیا دې په زرو جنایتونو سترګې پټې کړي او هر څه د پښتونولۍ او افغانیت په نوم در وبښي، ولسمشره ویښېږه کنه، نور دې دا خلک په دروازه در اوړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply