د ښځو د نړیوالې ورځې له تاریخ څه زده کولی ـشو؟ /مهر تاج

0 848

زمونږ د ټولنې ښځې سړي ټول وایي: د ښځو نړیواله ورځ؛ مګر که له هر یوه یې وپوښتې چې د ښځو نړیواله ورځ څه دی؟ تاریخی شالید یې څه دی؟ نو ښايي ډیر کم پرې وپوهیږي؟

مهمه ده چې لومړی د ښځو د نړیوالې ورځې په شالید پوه شو او بیا یې د لمانځلو یا نه لمانځلو پریکړه وکړو.

د ښځو د نړیوالې ورځې شالید

د (۱۸۵۷م) کال د نیویارک د ښار د نساجي فابریکو کارګرو ښځو د خپل انساني کرامت او انساني حقوقو د تر لاسه کولو لپاره په لاریونونو او تظاهراتو لاس پورې کړ، چې د دوی دا هڅه او قرباني به هېڅکله د نړۍ ښځې له یاده ونه باسي.

که څه هم هغه مهال د ځايي چارواکو له خوا د ښځو د اعتراضونه سخت وزپل شول خو دې کار د نړۍ ښځو کې یو نوی روح رابیدار کړ، په حقیقت کې « دا ورځ د ښځو پر وړاندې د ظلم، استبداد، استثمار او نژادي تبعیض پر خلاف د مبارزې د پیل ورځ وه».

په کال (۱۹۰۸م) یعني پوره ۵۱ کاله وروسته د نیویارک د کتان نساجي فابریکې کارګرو ښځو یو ځلې بیا د خپلو حقوقو او په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې د ظلم پر خلاف غږ پورته کړ او یو ځلې یې بیا په لاریونونو او تظاهراتو لاس پورې کړ.

د دې لاریونونو د زپلو لپاره بیا هم د وخت امریکايي چارواکو شدید اقدامات وکړل، په زپوونکو اقداماتو کې معترضو ښځو ته درنه مرګ ژوبله واوښته او لږ تر لږه “۱۳۰” ښځو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړ. دا ښځې عملاً د فابریکو د مالکانو له خوا په فابریکو کې وسوځول شوې. د دې سوزولو او وژلو عمده هدف دا و، چې په ټوله نړۍ کې د ښځو غږ بیا پورته نه شي او ښځه همېشه د ظلم او تېریو لاندې پاتې شي.

خو د نیویارک ښار د نساجۍ د فابریکو د کارګرو ښځو دا قرباني داسې څه نه و چې نړۍ یې هیر کړی شي.

په کال (۱۹۱۰ م) کې د نړۍ ښځو دا دردناکه واقعه هېره نه کړه او د دوی جرئت او زړورتوب ته یې نوره هم وده ورکړه چې په همدې سبب د نړۍ له ۱۷ هېوادونو څخه له سلو نه زیاتې ښځې د دوی د حقونو د غوښتنې لپاره په ډنمارک کې سره راغونډې شوې او د ښځو د انساني حقوقو ساتنې لپاره یې یو پرېکړه لیک صادر کړ.

په کال (۱۹۱۱) کې د اول ځل لپاره د نړۍ مبارزو ښځو په امریکا او اروپا کې د مارچ اتمه نېټه د ښځو نړیوالې ورځې په توګه په داسې حالاتو کې ونمانځله، چې په میلونونو ښځو او نارینه وو په کې برخه درلوده. دوی په دې لاریون کې د ښځو لپاره د لومړنیو انساني حقونو د ورکړې غوښتنه کوله. په ټاکنو کې د ښځو ګډون او د رای حق، ښځو ته په سمه توګه د هغوی د کار پیسې ورکول، د کار لپاره اته ساعته ټاکلی وخت، د ښځو د ناروغیو پر مهال هغوی ته بامعاشه رخصتي ورکول او یو لړ نورې غوښتنې یې راپورته کړې او د مارچ اتمه یې د ښځو د همدې ډول حقونو لپاره د مبارزې د ورځې په نوم یاده کړه .

په کال (۱۹۷۵م) کې ملګرو ملتونو ومنله، چې د مارچ اتمه نېټه د ښځو د نړیوالې ورځ په مناسبت په رسمیت وپېژني او د نیویارک د نساجي فابریکې پېښه هېڅکله له یاده ونه باسي.

په کال (۲۰۰۰م) کې د ملګرو ملتونو له خوا د میلونیم ژمنلیک تصویب شو، چې د دې معاهدې اصلي هدف د ښځو او د نارینه وو برابر حقوق په هره برخه کې دي او د ښځې پر خلاف د هر راز تاوتریخوالي منعه اعلان شوي دي.

دا وه د مارچ د اتمې نیټې لنډه تاریخچه ، خو بیا هم ماسره دا سوال نه دی حل شوی چې زمونږ په ټولنه کې دا ورځ ولې او په کوم نیت نمانځل کېږي؟

دوه خبرې:
اول: که د نساجۍ فابریکې ښځو ته وګورو نو مونږ د دې پر ځای چې داسې ورځې ولمانځو چې اصلاً نه زمونږه ورځې دي او نه هم زموږ د ستونزو حل دي، نو زمونږ هره ورځ اتم د مارچ کیدلی شي!

دویم: د یادو ښځو همت او دریځ باید عبرت او د خپلو ناوړه دودونو لکه، ولور، د ښځو بدو کې ورکول، ماشومانې سپین ږیرو ته ودول، په نکاح کې یې رضایت نه پوښتل، د تعلیم حق، مهر او میراث ورکول او دې ته ورته نورو ناوړه دودونو په هکله دغسې په یو موټې او یو غږ په تظاهراتو لاس پوري کړو، نو لرې نده چې جدي قانون ورته وضع او عملي بڼه ومومي. له کرغیړنې ورځې خلاص او بیا دغسې یوه د ښځو مستقیله نړیواله ورځ ولرو.
د ښځې د ښې ورځې د لیدو په هیله.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply