یو افغان محصل په هندوستان کې د پوهنتون د زرګونو محصلانو د سر کتار ته ووت

0 2,832

یو افغان محصل په هندوستان کې د پوهنتون د زرګونو محصلانو د سر کتار ته ووت:
د هندوستان د (Himachal Pardesh university HPU) پوهنتون د زرګونو محصلانو په منځ کې د اقتصاد پوهنځۍ افغان محصل، لقمان ستانکزی د سر کتار کې ځای ونیو.
ښاغلی لقمان ستانکزی ۲۲ کاله عمر لري او د کابل د سروبي ولسوالۍ اوسیدونکی دی.


له دعوت میډیا سره په خبرو کې، لقمان ستانکزي وویل، چې هغه په ۲۰۱۶ کال کې په دغه پوهنتون کې د اقتصاد په څانګه کې د لیسانس زده کړې پیل کړي دي.

ویل کیږي، چې نوموړي پوهنتون د سیاسي علومو، سافټ ویر، انجینرۍ، بزنس اډمینسټرېشن، ارواپوهنې، او انسان پیژندنې یا انتروپولوجۍ په څانګو کې د لیسانس، ماسټري او دوکتورا په کچه د زده کړو پروګرامونه پر مخ بیایي.
لقمان ستانکزی وایي، چې د مارچ په نهمه نوموړي پوهنتون کې ځانګړی پرواګرام جوړ شوی ؤ، چې د محصلانو د تېر کال تحصیلي لاسته راوړنې په کې ارزول کیدلې نوموړی د پوهنتون د زرګونو محصلانو په منځ کې د هغو ۱۵ محصلانو په کتار کې راغی چې فیصدي یې له ۱۰۰ څخه ۸۵ وو.
آخر کې ښاغلي لقمان ستانکزي د هندوستان میشت افغان سفیر ښاغلي ابدالي څخه مننه هم وکړه، چې په نوموړي پروګرام کې یې ګډون کړی ؤ او هغه یې په ستاینلیک وستایه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply