ولسمشر پر کجکي د ایران زړه شین کړ

0 1,051

د افغانستان په سویل لوېدیځ کې په برېښنا بندونو او کانالونو سربېره د ټاپي او ټاپ په څېر انرژیکي پروژو کار د ایران خوب کم کړی دی. په داسې حال کې چې افغانستان په هلمند، فراه او هرات کې د لویو او وړو بندونو لکه پر کجکې تازه پروژې عملي کوي، ایران په بې‌ساري ډول دغه هڅې ځان ته بالقوه ګواښ ګڼي او فکر کوي، د افغانستان له وربهېدونکو پرېمانه اوبو بې‌برخې کېږي. د ایران په دننه کې د لوړ پوړيو او ټیټ پوړيو چارواکيو تر منځ د روانې وچکالۍ پر سر داسې جدي بحثونه روان دي چې په تاریخ کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

ان د دغه هېواد د کرنې وزارت په نورو هېوادونو کې د کرکیلې لپاره په کرایه د ځمکې را نیولو وړاندیز عملي کېدو ته مخې ته کړی دی چې په ختیزه اسیا او افریقايي هېوادونو کې دغه منصوبه عملي کوي. د ایران د سیستان ولایت نږدې ټولې اوبه له افغانستانه ور بهېږي، خو اندېښنه یې دا ده چې د ولسمشر غني د پلانونو پر اساس به د ایران په ختیځ ولایت کې د اوبو د کمښت له اړخه بشري ناورین را منځ ته شي. همدا څو ورځې له مخه د افغانستان په هلمند کې د کجکي بند د دویم پړاو د جوړېدو، د موسی‌کلا د نوي بند او د زمینداور د لوی کانال د جوړولو تړونونه وشول چې د بابا له غرونو ور بهېدونکې ډېرې اوبه د افغانستان حاصلخیزه ځمکو ته برابرې او تر ۱۰۰ میګاواټه ډېره نوره برېښنا به تولید کړي.

د ۱۷۵ میلیون ډالرو په لګښت دغې لویې پروژې ته د افغانستان په سویل لوېدیځ کې افغانان خوښي کوي، خو په لوېدیځ ایران کې یې خلک د خپل ژوند د تباهي په مانا ګڼي. افغانستان له پېړیو پېړیو وروسته له خپلو خوږو اوبو ګټې اخیستو ته ځان چمتو کوي. ویل کېږي، که د هلمند پر خېټه تېرېدونکې اوبه د دغه ولایت ځمکو ته پورته شي، د افغانستان د اړتیا وړ ټول کرنیز او خوراکي محصولات یوازې له همدې سیمې پوره کېدای شي. افغانستان تمه کوي چې د هلمند د سیند په پورتنیو برخو سربېره ان په کښتنۍ برخه کې پراخو خاورینو ډاګونو ته د سیند اوبه پورته او د افغانستان دغه برخه د افغانستان په کندو بدل کړي.

څه موده وړاندې د ایران په پارلمان کې د اوبو د کموالي او په افغانستان کې د اوبو د را ایسارولو د پلانونو په تړاو خورا غاښ چیچونکي بحثونه وشول او داسې ایراني متخصصانو یوې کمیټې ته په دې تړاو د کار لارښوونه وشوه چې د افغانستان ټولې وربهېدونکې اوبه د خپل بابا حق ګڼي. ټاکل شوې چې دغه کار وژونکې کمېټه به په دې مساله په تهران کې خپل حکومت ته هر اړخیزه طرحه ورکړي.

ایران وايي په افغانستان کې د ولسمشر غني د حکومت له خوا په دریو لویو بندونو سلما، کجکي او کمال خان کار په ایران کې تر یو میلیون هکټاره ډېره ځمکه د اوبو له نشتوالي او د میلیونونو خلکو ژوند له ګواښ سره مخامخ کوي. په ایران کې نن سبا د بې‌ابي مساله د منځني ختیځ تر لاس‌وهنو وروسته دویمه توده سیاسي مساله ده چې له هرې خوا د ایرانیانو نارې پکې پورته شوې دي. ایرانیان وايي چې د سیستان او خراسان ایالتونه یې د افغانستان د اوبو د کمېدو له وېرې وار له مخه د سپېره ډاګ څیره غوره کړې او د چاپېریال له اړخه یې د دوی ګرد او تنده زیاته کړې.

د ایران ولسمشر په تهران کې د چاپېریال د بدلون په تړاو جوړ شوي نړیوال کنفرانس ته تېر کال وویل چې په لویه او پراخه کچه په افغانستان کې د بندونو د جوړېدو په تړاو چپ نه‌شي پاتېدای. حسن روحاني په مشخص ډول د افغانستان په لوېدیځ کې پر هلمند او هریرود د څو لویو جوړېدونکو بندونو نومونه واخیستل. په دې موضوع افغانان را وپارېدل او په رسنیو یې تاوده غبرګونونه وښوول او په هلمند او کابل کې د ایران د دې ګواښ پر ضد لاریونونه هم وشول. په لومړي ځل په ټولنیزه کچه افغان ولس په دغه ډول یوه ملي مساله کې د خپلو ملي ګټو پر اساس غوڅ دریځ وښوو. افغانان اوس تر بل هر وخت زیات د خپلو اوبو او حق په تړاو پلټنې او تحقیق کوي. د ایرانیانو د وروستیو بې‌ځایه ادعاوو له برکته افغان ولس پر خپله خاوره د خپلو اوبو پر سر را پورته کېدونکې ناامنۍ او لاس‌وهنو ته لا ښه متوجه شول او د دفاع له‌پاره یې انسجام او غبرګون اسانه شو.

د ایران چارواکيو ان څو کاله له مخه د افغانستان حکومت ته پر افغان اوبو د خبرو وړاندیز وکړ، خو هغه مهال نه په ایران کې دې مسالې ته شدیده اړتیا لیدل کېده او نه یې د وخت افغان حکومت پر ایران د اوبو د ورکمېدو داسې لوی پلان درلود.
خو پر کجکي بند نويو پراختیايي هڅو تهران ته د خېټې شدید دردونه پیدا کړي او هر ډول هڅې کوي چې افغانستان له خپلو اوبو د ګټې اخیستو جوګه نه‌شي. پر ایران نړیوالو بندیزونو، ناسم اقتصادي وضیعت، له لوېدیځ سره روانو لانجو او په عربي نړۍ کې د دغه هېواد نظامي او سیاسي لاس‌وهنو ته په کتو داسې برېښي چې ایران له هراړخیز کړکېچ سره مخامخ دی چې زور به یې په جګړو کې له را ګیر افغانستان او عراقه وباسي.

تهران وايي سویل ختیځ یې د افغانستان له اړخه د وچکالي او شمال لوېدیځ یې د عراق، سوریې او ترکیې له برکته د اوبو له لوی کمښت سره مخامخ دی. حسن روحاني د چاپېریال په تړاو کنفرانس ته ان د سعودي له شګلنو ډاګونو له ور الوتو توپانونو سر وټکاوه چې په وینا یې د تهران هوا یې ککړه کړې ده ا و وايي چې ۲۲ ایالتونه یې له بهره ور الوتو ګردونو سره مخامخ دي. دا ستونزه د ایران په سویل د سیستان او بلوچستان او په شمال لویدیځ کې د خوزستان په ایالت کې د بحران پر کرښه ولاړه ګڼل کېږي.

ترکیې د ګاپ په نوم پروژې په وسيله غواړي د دجلې او فرات پر سیندونو داسې بندونه جوړ کړي چې نږدې ټولې اوبه یې په ترکیه کې ایسارې او عراق، سوریې او ایران ته یې له تویېدو را وګرځوي. د ایران په باور که دا کار وشي، د بغداد او بصرې په ګډون د عراق او سوریې ډېرې سیمې به په تورو ډاګونو بدلې شي.
ایراني مشران وايي چې د حور العین، بین النهرین، فرات او دجلې د سیندونو یو په درېیمه اوبه وار له مخه کمې شوې دي. د ایران د زابل، سیستان او بلچستان په سیمو کې پېښې بې‌ابۍ، وچکالۍ او د ځمکې لاندې اوبو کښته تللو ایران ښه لړزولی او لامل یې پر افغان خاوره د اوبو مهارولو نوي خوځښتونه ګڼي.

دوی د هلمند بې‌اندازې وربهېدونکو اوبو ته سترګې سپینې کړې دي. په دغو سیمو کې ۱۲۰ ورځنیو بادونو ته به پخوا خلکو د ګرمۍ ختمېدو په ټس کې خوښي کوله، خو اوس د وچو بادونو او ګردونو له کبله د سیمې خلک نورو سیمو ته په ګډه کېدو دي. ایراني چارواکي د دغه بحران د چټکې پراخېدا له اړخه سخت اندېښمن دي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply