ارګ موقع ورکړه، مامورین یې باغیان شول / حامد مایار

0 847

ولسمشر غني چې کله عطاء محمد نور له خپلې دندې لېرې کړ، دې پریکړې د عطا نور پېښې ولړزولې او د دې پریکړه په وړاندې هک پک شو، چې د غبرګون ښودلو جرءت یې هم  له لاسته ورکړی و.

هغه چې د ولسمشر له پریکړې څو ورځې وروسته د رسنیو مخ ته را ښکاره شو په خپله لومړنۍ وینا کې یې په خپلې کمزورۍ اعتراف وکړ، عبدالله ته یې دومره تونده ژبه وکاروله چې ان په عزت پلورلو یې تورن کړ خو د ولسمشر او د ارګ په وړاندې یې هیڅ راز بې باکي ونکړه.

نور خپلې غونډې د دې لپاره جاري وساتلې تر څو د ارګ دریځ لا روښانه کړي، خو د ارګ چوپتیا د عطا محمد نور لړزانه پښو ته بیا دمه ور وسته او دا ځل یې له موقع ښه ګټه پورته کړه.

په تدریجي ډول یې عبدالله شاته کړ او ځان یې له ارګ سره په تقابل کې واقع کړ، په لنډو څو ورځو کې یې جرءت دې حد ته پورته کړ چې ان ولسمشر یې وننګوو.

د والیانو ادلون او بدلون د ولسمشر د وظایفو او صلاحیتونو عادي برخه ده، خو اوس دا پریکړه عادي نه بلکې لېرې شوي مامورین نه یوازې چې د ولسمشر اوامر ته غاړه نه ایږدي تر څنګ یې د جمهور رییس په وړاندې تېره ژبه کاروي او د ځان لېرې کېدل د ولسمشر په لېرې کېدو منتج کوي.

نور دومره زورور نه و خو ارګ هغه ته موقع ورکړه، هغه اوس خلکو ته ځان دومره زورورمعرفي کړ چې سالم نظام د شخصي ګټو لپاره تر پوښتنې او ان د ځان په نشتون کې یې د نړیدو خبرداري د ژبې د سر خبره جوړوي.

هغه له خپلې ځيرکتیا او موقع ګټه وکړه ، اوس ځان د جمعیت وارث د حکومت طرف او په ټولو مسایلو کې ځان شریک ګڼي.

د دوو میاشتو په لړ کې په دې بریالی شو چې خپل جمعیتي پلویان په ځان راټول او یو شمېرهغه سیاسیون چې له ارګ سره د شخصي او یا هم د ولسي ګټو په خاطر وران دي په ځان راټول او د ولسمشر په ضد یې وکاروي.

عطا نور د دې وس نه درلود چې د نړیوالې ټولنې په موجودیت کې باغي توب وکړي، خو د حکومت غلطې پالیسۍ او د لېرې شوي والي په وړاندې بشپړه چوپتیا دا معادله بدله کړه.

حکومت ته په کار دا وه چې له لومړي سره به یې د نور د  لېرې کېدو قوي اراده کړې وه او د هر راز سرکشۍ لپاره به یې تدابیر سنجولي وای، خو په سیاسي برخه کې د ولسمشر د غلط فکر مشاورینو ولسمشر اوس په داسې لاره کې واقع کړی چې هر پریکړه ورته د اوسني حکومت په زیان ښکاري.

له نور وروسته د سمنګان والي چې خپل کلیوال یې هم سم نه پیژني د باغي توب سر پورته کړ، د ولسمشر پریکړه منتفي وګڼله خو د ارګ ژر لاس په کارېدل هغه له صحنې ویست.

اوس حکومت که د ځان بقاء او د ولس په مینځ کې محبوب پاتې کېدل او د قانون پلې کول غواړي، نو د باغي کسانو په وړاندې جدیت غوره او د سرکشو مامورینو په وړاندې قاطع ګامونه واخلي.

دا خلک ډېر سپین سترګې دي څومره چې موقع په لاس ورځي هومره دوی جرءت مومي او خپل پڅ غاښونه حکومت ته تېره ښيي.

ولسمشر که همداسې مبهم پاتې شي ولسونه به ناهیلي وساتي او د جمعیت په نامه ګوند به د خلکو په اوږه سپور او راتلونکې ته به یې لا سترګې سپیني شي.

اخري او پریګنده پریکړه دا هم کېدای شی چې د بلخ لېرې شوی والي د ولایت له مقام څخه وباسي او په ځای یې داسې کس ور ولیږي چې نور ترې غوږ ونشي ښورولی.

که وضعیت همداسې جنجالي او په کږو لارو تلونکي مامورین خپل مسیر ته پرېښودل شي په اوسني حالت به قناعت وشي او د نورو دسیسو د مخنیوي او دفع کولو لارې چارې به ورکې شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply