افغانستان لا هم د دولت په دولت مذاکراتو پلوی دی/ محمد بشیر یوسفزوی

0 546

څلور لسیزې کېږي چې افغانستان په بحران او جنګ کې ښکېل دی. دغه بحران او جنګ خپل عوامل لري، څومره یې چې بیروني ابعاد پراخه دي، نو همداسې پرېمانه داخلي عوامل هم لري او معلومدار چې د داخلي عواملو ملامتیا او مسوولیت په خپله موږ ته متوجه ده.

مګر د دغه اوږد بحران او جنګ باوجود هم افغانستان خپل استقامت او توازن له لاسه نه دی ورکړی ، افغانستان لا هم په ګاونډ ، سیمه او نړۍ کې د هیچا بدبینه نه دی، حتی د روسیې بدبینه هم نه دی سره له دې چې د دوی د پخوانیو مقاماتو د پرېکړو او ظالمانه چلند او تېري له امله د افغانستان نظام ونړېد، هېوادوال مو کډوال شول، ووژل شول، بدبخته شول او د پرمختګ ګڼ فرصتونه یې له لاسه ووتل او لا هم افغانستان د دغو بدمرغیو له امله ځورېږي، نو د دې باوجود موږ له روسیې سره هم دوستانه اړیکې او ښه مناسبات غواړو، ځکه موږ په دې پوهېږي او دا درک کوو چې د هېوادونو او دولتونو تر منځ ستونزې، ګیلې، ناخوالې او مشکلات په دښمنۍ او بدبینۍ نه حلېږي، بلکې د مذاکراتو له لارې هوارېږي.

د دولتونو تر منځ ګټې معلومدار د هېوادونو او ملتونو په دوه اړخیزو ګټو ولاړې وي، مګر پاکستان په دې برخه کې هم له افغانستان سره ظلم کوي او هم له خپلو خلکو سره زیاتی کوي، ځکه موږ یې عملاً وینو او پوهېږو چې پاکستان د افغانستان سره د بدبینۍ او دښمنۍ پالیسي مخته وړي او له همدې لارې چلند کوي، خو د دې باوجود افغانستان تل د مذاکراتو او ښو مناسباتو لرلو وړاندیز کړی دی.

د کابل پروسې کنفرانس کې جمهور رئیس غني یو ځل بیا پاکستان ته له افغانستان سره د دولت په دولت د مذاکراتو بلنه ورکړه. جمهور رئیس غني غواړي چې له پاکستان سره د افغانستان مسایل او یا د دواړو هېوادونو ستونزې او بدبینۍ د خبرو او مذاکراتو له لارې هوارې کړي، ځکه موږ دا درک کوو او دا ګڼو چې د افغانستان او پاکستان بدبیني او دښمني د هیڅ هېواد او هیڅ لوري په ګټه نه دي، مګر د دې دواړو هېوادونو دوستي او ښه مناسبات برعکس هم د افغانستان، هم د پاکستان او هم د سیمې هېوادونو په ګټه دي.

هیله ده چې پاکستان دا موضوع درک کړي او له همدې امله د افغانستان پر وړاندې خپله بدبیني او دښمني په دوستي بدله کړي. په خپل سیاست له سره غور وکړي او له دې اړخه یې وارزوي چې د همدغه غلط سیاست، برداشت او دریځ له امله پاکستان په تېرو څو کالو کې عملاً څومره زیان لیدلی دی او لا هم پاکستان له دې اړخه متضرر دی، حتی که پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپل دریځ بدل نه کړي او د د دولت په دولت مذاکراتو ته تیار نشي، نو باور دی چې د افغانستان د بریالۍ بهرنۍ ډیپلوماسۍ له امله به پاکستان د سیمې او نړۍ په کچه لا ډېر محدود او منزوي شي او هغه مهال به پاکستان ته نه یوازې ځان ډېر یوازې واېسېږي، بلکې د هغه حالت جبران به هم ورته ستونزمن وي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply