انسان او شخصیت وژنه / سیداصغر هاشمي

0 963

ځینې انسانان د نورو انسانانو شخصیت وژنه کوي. دا یو ډول رواني رنځ دی، چې د سادیزم په نوم یادیږي. سادیستان د خپل بدن داخلي جوړښت کې یو ډول ژنونه لري. د دې ژنونو درلودونکي د کمترۍ احساس کوي او د ژوند په هره برخه کې د ځان نه لوړ سړی لیدلای نشي، دوی د بل انسان په زَور خوشحالېږي، د نورو په درد کې خپله بې دردي ګوري، د بل مال او دولت ته خفه کېږي، که د یو انسان د پوهې درجه له ده لوړه وي، په ده اور بلېږي او د انتقام اخیستلو روحیه ورسره پيدا کېږي.

شخصیت وژنه ارادي عمل دی، دا کړنه په قصدي ډول سرته رسوي، خو کله کله دا عمل د نورو خلکو لخوا پلانېږي او سرته رسېږي. په نړۍ کې دوه ډوله جګړې موجودې دي، یوه یې فزیکي جګړه ده چې په مخامخ ډول سرته رسېږي. اوسني وخت کې د دې جګړې پایلې ډېر وخت کامیابه نه وې او دویمه رواني جګړه ده، په دې مقابله او مجادله کې جګړه مار د خاصو تکتیکونو کار اخلي او په مستقیم او غیر مستقیم ډول د هدف شوي انسان مغز تر خپل کنترول لاندې راوړي او کوښښ کوي، چې د ده په فکر فشارونه راوړي، چې خپلو اهدافو ته ورسېږي. رواني جګړه مشهور تکتیکونه لري، چې یو تکتیک یې د عادي انسانه لوی انسان جوړول دي او بل تکتیک یې د یو لوی انسان نوم له خاورو سره برابرول دي.

انساني ډېرې نیمګړتیاوې په انسانانو کې دي، چې د دې رواني تکلیف سبب له ارثي او محیطي لاملونو سره اړیکې لري. کله کله دا تکلیف ارثناً له کورنیو اولادونو ته پاتې کېږي، خو محیطي تاثیرات هم د دې سبب کېدای شي، چې د یو انسان شخصیت وژنه منځ ته راځي. شخصیت وژنه مثبته او منفي خوا لري. که چېرې عدالت نه وي او حق حقدار ته ور نه کړل شي، وزیران، ریسان او د پارلمان وکیلان په معیاري ډول ونه ټاکل شي او په ملک کې ځوان فکرمند پوهان موجود وي، خو مالدار نه وي، د ریسانو بچیان نه وي، د کوم ګوند سره تړاو ونه لري او چاپلوسي ونه کړي، نو ډېر وخت دوی ته حق نه ورکول کېږي، نو دوی مجبور شي، چې د خپل حق د لاس ته راړولو لپاره په شخصیت وژنې پیل کوي، چې دې ته مثبته شخصیت وژنه ویلای شو، خو که یو کس په ناحقه دا عمل سرته رسوي، نو دی بیا منفي شخصیت وژنه کوي.

که په یوې ټولنې کې مثبته او یا منفي شخصیت وژنه وي بیا هم دا عمل د انسان په واسطه سرته رسېږي او ګرم بیا هم انسان دی.

که په ټولنې کې عدالت پلی شي، نو ولې به د خپل حق د غوښتلو لپاره ځینې کسان دا عمل سرته رسوي. عدالت هم د انسان په واسطه نه پلی کېږي، دلته هم انسان ملامته دی، خو که چېرې په بې معنا ډول د کوم کس شخصیت ته زیان رسوو، نو دا هم انساني ستونزه ده. هغه څوک چې په دې عمل روږدی وي، د نورو پرمختګ لیدلای نه شي، دا ناپوهه د بل پوهې ته خفه کېږي، که دا پوهه نه لري او د چا چې شخصیت ته زیان رسوي، پوه او عالم انسان وي، ستونزه خو په پوه کې نه ده، بلکې ناپوه ملامته دی چې پوهه نه لري.

انسانان په بېلا بېلو  دنننو او بهرنيو ساختمانونو پیدا شوي دي، په نړۍ کې په یو شان داخلي او خارجي جوړښت انسانان پیدا کولای نه شو، یو به ښکلا لري، خو بل به قوت. د چا به قد لوړ وي او د چا ټیټ. څوک به لس اولادونه لري او بل به د اولاد  تداوي پسې په ملکونو ګرځي. د چا د ذکاوت درجه به لوړه وي او د ځینو به ټیټه، نو دا چې انساني توپيرونه په نړۍ کې حتمي دي، نو بیا ولې هغه څه چې موږ یې نه لرو ارمان یې کوو او کله کله په غیر انسان عمل «شخصیت وژنه» روږدي کېږو.

که ته ځينې شیان نه لرې او په مقابل کې یې بل لري، امکان لري چې ځینې شیان به ته لرې، خو بل به یې نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply