له تیروتنو زده کړه /غنچه ګل

0 831

له تیروتنو زده کړه

ژباړه: غنچه ګل آرمان
توماس اډيسن چې کله برېښنايي څراغ جوړاوو، دوه زره ډوله بېلابېل مواد يې وازمايل، مګر يو ډول موادو هم سم کار نه کاوو. د دغه حالت په ليدو يې د مرستيال زړه را تنګ شو او ويې ويل: زمونږ دا ټول کار هسې بې ځايه دی. مونږ هېڅ هم نه دي زده کړي. فکر نه کوم چې مونږ دې له برېښنا څخه سمه ګټه واخيستی شو.
اډيسن په خورا آرامه لهجه ځواب ورکړ: ولې نه؟ مونږ ډېر کار کړی او ډېر څه مو زده کړي. اوس مونږ پوهيږو چې دوه زره ډوله مواد داسې دي چې د ښه څراغ په جوړولو کې نه شي کارېدی.
درس
تېروتنې او په چارو کې پاتې-راتګ د ژوند نه بېلېدونکې برخه ده. په شخصي ژوند کې، په کار او کور کې، په ټولنيزو اړيکو کې، په سوداګرۍ او درس کې، لنډه دا چې د ژوند په ټولو اړخونو کې تېروتنې او پاتې-راتګ حتمي دی. مګر ډېر خلک له دغې تجربې سره سم چلن نه کوي. ځينې په تېروتنو او ناکامۍ اقرار نه کوي. ځينې پرې دومره د پښېمانۍ احساس کوي چې بيخي يې هېرولی نه شي او تر عمره ترې ځوريږي. مګر داسې نه ده. تېروتنې او پاتې-راتګ د ژوند ارزښتناکې تجربې دي او بايد زده کړه ترې وشي. سړی بايد نه د خپلو تېروتنو د نه منلو له کبله د نورو تېروتنو مرتکب شي، او نه ترې بايد د ژورې پښېمانۍ له کبله د زړه رنځ جوړ کړي. له تېروتنو او ناکامۍ سره وړ چلن دا دی چې له هر څه مخکې بايد سړی ومني چې تېروتنه يې کړې يا په کار کې پاتې راغلی. بيا يې بايد د نه تکرار او سمون له پاره ګامونه واخلي.
کله مو داسې ماشوم ليدلی چې لومړی وار دريږي؟ که ليدلی مو وي خامخا به مو فکر شوی وي چې ماشوم سره له دې چې د درېدو پر مهال بېرته غورځيږي، مګر هغه دغو غورځېدو ته ژاړي نه او له هڅې لاس نه اخلي، بلکې خاندي او د بيا، بيا درېدو هڅه کوي. په دې توګه له څو ورځو جګېدو او غورځېدو وروسته نه يوازې دا چې سم درېدل زده کوي، بلکې د ګرځېدو او روانېدو هڅه کوي. مونږ بايد له خپلو تېروتنو سره همدغسې چلن وکړو. تېروتنو ته بايد د پياوړتيا او سمون د فُرصتونو په توګه وګورو، نه دا چې يا انکار ترې وکړو او يا يې ځان ته د زړه رنځ وګرځوو چې ټول عمر ترې ځوريږو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply