د عطانور پر ځای بلخ ولایت ته نوی والي ورمعرفي کیږي

0 724

د عطانور پر ځای بلخ ولایت ته نوی والي ور معرفي کیږي.

دعوت میډیا ۲۴ (پنجشنبه، ۲ وری، ۱۳۹۶): د بلخ ولایت ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي چې ټاکل شوې نن د پنجشنبې په ورځ د عطا نور پر ځای نوی والي محمد اسحاق رهګذر ولایت ته ور معرفي شي.

د بلخ ولایت له مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادرې د وړاندیز او ولسمشر د منظوري پر اساس رهګذر د بلخ ولایت د والي په توګه معرفي شوی او نن له غرمې وروسته به د یو لړ مراسمو په ترسره کولو سره ولایت ته ور وپيژندل شي.

باید وویل شي چې ددې تر مخه د حکومت له لوري انجنیر محمد داود د عطا نور پر ځای د نوي والي په توګه ټاکل شوی وو، خو حکومت ونه توانید چې هغه بلخ ولایت ته ور معرفي او عطا نور له خپلې چوکۍ ګوښه کړي.

که څه هم په رسمي ډول تر اوسه د ارګ له لوري د انجنیر داود د ګوښه کېدو کوم رسمي خبر نه دی ورکړل شوی خو د نوي ټاکل شوي والي محمد اسحق رهګذر په اړه ویل کیږي چې د عطا نور په خوښه او غوښتنه د بلخ والي مقرر شوی، خو لا معلومه نه ده چې هغه به په خپلې نوي دنده کې څومره واک ولري؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply