د افغانستان د روانې کشالې یو ستر لامل د پښتون اکثریت محرومیت ده/ عبدالمالک ستانیزی

0 1,003

د افغانستان د روانې کشالې يو ستر لامل د پښتون اکثريت محروميت ده!
هغه پښتانه چى په موجود نظام کى د پښتنو له ادرسه ښکته پورته کيږي، اکثره بهرني تبع دي، ولسي نفوذ او ملاتړ نلري، نه دوى پښتنو ته څه وکړل، او نه پښتانه د دوى ملاتړ کوي، دوى ټول عمر د خپل ولسي ملاتړ د نشتوالي له امله ټلوال خېلو سره په عذر، زارۍ او محافظه کاري کى تېر کړ، او پښتانه ولسونه جنګ او جګړو وخوړل، لنډه دا چى پښتانه خپل ممثلين او خپل انځور په حکومت کى نه ويني، او نه د پښتنو په ادرس امتياز اخيستونکي له خپل پښتون ولس سره همدردي لري، پښتنو سره لا تر اوسه د محروميت احساس شته، خپل نظام او خپل حکومت ورته خپل خپل نه بلکى پردى پردى ښکاري، پښتنو ته لا تر اوسه ځان مظلوم ښکاري، د بمبار، چاودنو، وژنو، چاپو، غلا، شوکو او نورو مظالمو ښکار پښتون ولس د خپل مشرتابه په وړاندى عقده اخيستې، پوهيږي چى زما حق چا وخوړ، ولى نالوستي، فقير او مظلوم پاتى يو، تر ټولو مهم لا دا چى ددوى عقيدوى پوښتنې چا ور ځواب نکړې، هغه چا به چى خپل تربور تر پرونه په عقيدوى مبنأ پې واژه نن خپله د همغې فتوا په زد کى ورته راغلي، نو دا سر بداله ولس څنګه د همغو مشرانو هرې خبرې ته لبيک ووايي؟
په تېرو اولسو کلونو کى د کابل په مرکزى اداراتو کى پښتو ژبې او پښتنو سره سليقوي برخورد عقدې زېږولي، ددې عقدو درک ښارميشتي او امتياز اخيستونکي پښتانه نشي کولاى، خو په اطرافي سيمو کى فوق العاده امپکټ لري.
#ريښتونى_تصوير

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply