د غلامي محکومیت او بې واکي انتها / عبدالمالک ستانیزی

0 859

د غلامي، محکوميت او بى واکي انتها!
څو ورځې وړاندې مى ملګرى د پېښور رحمان مېډيکل سنټر ته د تداوي لپاره تللى وه، ويل يى چى د روغتون ټولى لوحې په انګلش، اردو او فارسي ژبو لګېدلى وې، د پښتنو په سيمه کى د پښتنو ناروغانو لپاره په پښتو ژبه لوحه ليکل ورته کفر ښکارېدل، ويل د روغتون پښتنو مسولينو ته مى د عارفانه تجاهل له مخې وويل چى زه پښتون يم، په دى يوه ژبه هم نه پوهېږم، ماته بايد پښتو لارښود بورډونه موجود وي، کوزني ښوى سري په پښتو ځواب راکړ چى : مړه پوختو چا جبه کړه، پاکستان ګورنمنټ کى د پښتو هډو هېڅ حيثيت نيشته!
دا خو څه افغانستان ندى چى پختو به هم پکى چلي.
دېته ګلخانېزم وايي!
همدارنګه يو افغان قاري او مولوى صاحب کيسه راته کوله چى د پاکستان د ديني تعليماتو په رسمي اداره وفاق المدارس کى مى ازموينه ورکوله، د امتحان بورډ والاوو چى اکثره يى پښتانه هم ول راته ووېل چى بغير له پښتو نور په هره ژبه انګلش، اردو او فارسي پارچه حل کولاى شې، د لوګر د مرکز د شولک د سيمې با احساسه او غيور قاري صاحب هم پارچه بېرته ورکړى وه، او ورته ويلى وه چى ته پښتو نه راسره منې زه دى بيخي وفاق المدارس نه درسره منم.
د کوزې پښتونخوا د تحريک انصاف او جماعت اسلامي والا پښتانه خو خپله تر ټولو لويه بريا دا ګڼي چى د کوزې پښتونخوا له پښتنو ماشومانو څخه يى په خپله مورنۍ ژبه پښتو د سبق ويلو حق واخيست، په استعماري ژبو انګلش او اوردو زده کړې ته يى اړ کړل، خپله پښتانه تر ټولو زيات د خپلى پښتو ژبى دښمنان دي، ليکل يى عار او ننګ ورته ښکاري، په پاکستان کى به هم يو وخت د افغان جهادي تنظيمونو په دفاترو کى پښتو ته د کمونستانو او کفارو د ژبى په توګه کتل کېدل، پښتون ليکوال ته به د شک په سترګه کتل کېدل، پښتو سره به سليقوي چلند کېده، لکه ريښتيا چى پښتو د دوزخيانو ژبه وي!
زه خو ديته حيران يم چى پښتانه او پښتو ژبه ولى د سيمې په کچه تر ټولو ډېر رقيبان او دښمنان لري؟
له پښتنو او پښتو ژبې څخه ولې ددوې ټول ګاونډيان حتې ځينې اوښتي پښتانه هم تر ټولو ډېر ډاريږي او وېره ورڅخه لري؟؟؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply