طالبانو سره د سولې د تړون په نشتون کې د بهرنیانو وتل، افغانستان له کورنۍ جګړې او فاجعې سره مخ کوي / نجیب ننګیال

0 743

طالبانو سره د سولې د تړون په نشتون کې د بهرنیانو وتل، افغانستان له کورنۍ جګړې او فاجعې سره مخ کوي.
لومړی باید طالبان د جګړې د ختمولو اعلان وکړي. له نړېوالو ترهه ګرو شبکو سره اړیکې پرې کړي. سیاسي میدان ته داخل شي. د سولې په تړون کې دې بهرنیانو ته د وتلو مهال لیک مالوم کړي او همدا موضوع دې د مذاکراتو په اجنډا کې شامله کړي.
دا نو نشي کېدای چې بهرنیان دې وځي، زه سوله کوم. ځکه چې د ۲۰۱۴ کال تجربو ثابته کړه. له هغو سیمو چې بهرنیان ووتل جګړو شدت پکې پیدا کړ او طالبانو د بهرنیانو د وتلو له اعلان سره سم د حکومت او نظام د سقوط لپاره جبهه ایز بریدونه پیل کړل. مانا د طالبانو د ارادو په اړه جدي شکونه دي. هیڅ تضمین نشته چې دوی به بیا د جګړې په ځای له سیاسي لارې د واک لاسته راوړلو لپاره د موجوده سستم برخه وګرځي. د دې هم هیڅ تضمین نشته چې د بهرنیانو په نشتون کې به د ملا هیبت الله، ملا منصور، ملایعقوب او حقاني شبکې طالبان د واک په سر جګړه نکوي. د دې هم تضمین نشته چې طالبان به له حزب اسلامي او اسلامي جمعیت سره نه نښلي. د سولې د مذاکراتو پیل دغو ټولو اندېښنو ته منطقي ځواب ویلی شي. که طالبان واقعا غواړي بهرنیان وځي، مهال لیک ورته وټاکل شي، نو مذاکرات دې پیل کړي او همدا دې د اجنډا لومړی ټکی کړي. خو ان له مذاکراتو تېښته د طالبانو په نیت د ولس شکونه نور هم زیاتوي. طالبان له بازاره وتلی شي، خو له نرخه وتل اسانه نه دي. خلک منطقي ځواب غواړي.
#سوله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply