ساینسي اختراع کوم ډول ترسره کیږي؟ / سرور ستانکزی

0 938

ساینسي اختراع څه ډول کیږی؟
نیوټن هغه وخت د ځمکې د جاذبې قوې قانون کشف کړ، کله چې د یوی ونې لاندې ناست وو، یوه مڼه له ونې ځنې مستقیم د ځمکې پر لور را ولویده، هغه فکر وکړ چی مڼه ولې مستقیم ځمکې ته راولوېده، یانې ولې پورته فضا طرف ته لانړه؟
تاسو کېدای شي د ( ارشیمیدس) قاعده د یوولسم یا دوولسم د فزیک په کتابونو کې هم لوستلې وي، دا قاعده یوناني فیلسوف هغه وخت کشف کړه کله چې اوبو کې پروت وو، هغه فکر وکړ، کله چې اوبو کې ننوځم، ولې په هغومره اندازه د قوې ډېرېدو ته ضرورت دی؟ همغه وو چې د (ارشیمیدس) په نامه قاعده یې تشریح او تر نن ورځ د هغه یوناني فیلسوف په نوم کتابونو کی ثبت شوه.
هدف دادی؛ اکثره ساینسي څیړنې په حس او فکر کشف شوي، یانې داسې ندی، چې ته باید یوازې کښینې او پر فکر شروع وکړې، چې ګواکې یو نوی څیز کشفوم، مانا دا چې که چیرې روزمره زنده ګي کې نوی څیز له معمول ځنې بغیر در پېښېدل، بیا باید فکر پرې وکړئ، چې دا کار ولې داسې وشو او بل ډول ونشو او ځان لپاره مختلفې پوښتنې راپیدا او په ځوابولو یې فکر وکړئ.
زه وایم؛ الله ج ډېر مهربانه دی، تاسو پر فکر شروع وکړئ، نو کېدای شي کوم انسټاین مو ترمینځ راپیدا شي، تر څو نوم مو په نړۍ کې روښانه کړي. ☺

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply