کولای شئ اوس لمر ته خپل نوم ولېږئ

0 637

د امريکا د فضايي څېړنو ادارې، ناسا اعلان کړی دی چې خلک دې ورته خپل نومونه او اي‌مېل ادرسونه وليکي چې دوی بيا دغه نوملړ د لمر پر خوا ولېږي.
ناسا وايي، تر اوسه ورته دوه سوه زره کسانو نومونه ليکلي او دغه لړۍ لا هم روانه ده. 
د ناسا د راپور پر اساس، په را روان ژمي کې به دغه اداره د پارکر سولر پروف په نامه يوه بېړۍ لمر ته ولېږي او د نومونو ليسټ به هم له ځان سره يوسي.
ناسا پر دغه نوم‌ليکنه د لمر د ټيکټ نوم ايښی دی.

دغه اداره وايي، پارکر به تر ميليونونو کيلومټرو مزل وروسته چې په يوه ساعت کې به څلور سوه او دېرش زره ميله واټن وهي، په دوه زره، پنځه ويشتم کال کې لمر ته ورسېږي.
پارکر به چې دوه نيم زره فارن هايټ ګرمي هم زغملای شي، له لمر څخه بېلابېلو عکسونه اخلي او ځمکې ته به يې رالېږي او بيا به ناسا دغه عکسونه هغو کسانو ته په اي مېل کې لېږي چې لمر ته يې نوم ليکنه کړې.

ټاکل شوې ده چې د دغه ماموريت په پای کې به پارکر لمر ته نږدې کېږي او همالته به د لمر په لمبو ايرې کېږي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply