د تاشکند غونډه د افغان سولې لپاره ګټوره وه

0 792

ګلرحمن رحماني

 

په تاشکند کې د افغانستان پر سولې او امنیت د۲۳هیوادونو او نړیوال سازمانونو ګډ کنفرانس کې د سولې او امنیت تر څنګ ځینی نور موضوعات هم یاد شول . لمړی ویناوال د ترکمنستان ولسمشر (شوکت میرضیایف) و، ده له طالبانو نه وغوښتل چی سوله وکړی او له ټولو هیوادونو یې وغوښتل چی باید د تروریزم پر وړاندی په افغانستان کې په ګډه مبارزه وکړو او وې ویل چی د تروریزم او تاوتریخوالی له منځه وړلو لپاره له افغانستان سره هر ډول مرستی وکړي .

د دغه کنفرانس دویم ویناوال د افغانستان ولسمشر (محمداشرف غنی) و، ده له ولسمشر شوکت میرضیایف نه مننه وکړه او وې ویل چی د کابل پروسه یې په یوې مهمی غونډې بدله کړه او د دواړو هیوادونو اړیکې یې ډیرې مهمې وبللې، او د تاشکند غونډه یې افغانستان او افغانانو ته یوه هیله بښونکی غونډه وبلله او پر نړیوالو یی ټینګار وکړ چی د سیمې لپاره باید یوه اجماع رامنځ ته شی او هره ستونزه باید په سوله ییزه لارو هواره شی او د هری ستونزی لپاره باید سوله ییزه لار ولټول شی .

همدارنګه په دی غونډه کی په سیمه ییزی اقتصادی همکاری باندی ټینګار وشوه ولسمشر محمداشرف غنی وویل (زمونږ ټولو سیاسی او اقتصادی راتلونکی ، سوله ، ثبات ، پرمختګ او هغه سیمه چی ژوند پکی کوو مشترک دی دا فرصتونه نادر دی او باید له لاسه یې ورنه کړو ، موږ او تاسی ګډی ملی ګټی لرو هم په ملی ، هم په سیمه ییزه او هم په بین المللی کچه ګډی موخی او ګډ لیدلوری لرو او په دی برخه کی مهم رول تر سره کولی شو، نن چی موږ او تاسو بل مشترک هدف لرو براعظمی اقتصاد دی او نن دا فرصت موږ او تاسو ته برابر شوی چی پر اقتصادی براعظم باندې بدل او دی موخی ته ورسیږو)

په غونډه کې په سیمیزې اقتصادي همکاریو او له یو بله سره د نښلېدو په برخه کې د افغانستان د وروستي پرمختګ څخه ملاتړ وشو چې د مرکزي او جنوبي اسیا ترمنځ د یوه ځمکني پله په توګه کار کوي.همدارنګه په سیمه کې د افغانستان اقتصادي یوځای والی به په افغانستان او سیمه کې سولې ته لا ګټور ثابت شي.

د تاشکند په غونډه کی طالبانو ته د ۲۳ هیوادونو استازو وړاندیز وکړ چی باید افغان حکومت سره بی له قید او شرط سوله وکړی او طالبانو ته یې وویل چی باید تاسو د کابل پروسی له کنفرانس نه ګټه واخلی ځکه دا تاسو ته یو ګټور فرصت ده او نړیواله ټولنه له دغه بهیر څخه ملاتړ کوي ، پدی غونډه کی هم له طالبانو او حکومت نه وغوښتل شول چی باید په افغانستان کی د تاوتریخوالی د پای ته د رسیدو په برخه کې سیاسي جوړ جاړی وشی، له نړیوالی ټولنی څخه یې وغوښتل چی باید په افغانستان کی د ترهګری او نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزی په برخه کی له افغانستان سره همکاری وکړی تر څو په ګډه له دی فدیدی څخه ځان خلاص کړو.

د غونډی په پای کی یوه ۲۵مادیزه پریکړه لیک هم د ګډون والو له لوري وړاندی شوه چی مهم ټکی یې دا دی .

د افغان حکومت له هغه وړاندیز نه ملاتړ کووچی د کابل پروسی کی یې طالبانوته کړی و، له طالبانو سره د مستقیمو خبرو لپاره د افغان حکومت د هڅو ملاتړ کوو، افغان حکومت او طالبان یوي سیاسی هوکړی ته هڅو او طالبان د یوه سیاسی بهیر کیدل او طالبان د تاوتریخوالی او ترهګرو سره اړیکه پری کول او د ټولو افغانانو د مساوی حقونو په ګډون د افغانستان اساسی قانون ته درناوی تضمین کړي، له ټولو هېوادونو غواړو چې د افغانستان د واکمنۍ او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی وکړي او د دغه هېواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، ترڅو افغانستان امنیت، ټیکاو او بریا ته ورسېږي.

هغوی زیاتوي، د افغانستان د خلکو پر وړاندې وروستي وحشتناک بریدونه غندو او له خلکو سره خواخوږي ښیو، د نشه‎ يي توکو او جنګي وسلو د مخنیوي لپاره د افغان حکومت له خوا او د سیمه ییزو او نړیوالو همکارانوسره له همکاری سره د عملی هڅو پرزیاتوالي ټینګار کوو. له افغانستان سره ټولې امنیتي مرستې باید د افغان حکومت له لارې وشي او له طالبانو او داعش سره د هر ډول مالي او مادي مرستې په خلاف یوو، په سیمه ییزه اقتصادي همکاریو کې د وروستیو پرمختګونو او له هغو ارتباطي پروژو نه چې د منځنۍ اسیا اوسوېلي اسیا تر منځ د یوه طبیعي ځمکني پله په توګه افغانستان پېژني ملاتړ کوو.

اعلامیه زیاتوي، د دولت او طالبانو ترمنځ د سولې تړون به د ټولو خواو لپاره بریا وي او د هېڅ لوري د ماتې په معني به نه وي خو طالبان باید له ټولو نړیوالو ترهګرو ډلو لکه القاعده او داعش سره خپلې اړیکې پرې کړي.

دا اعلامیه د ازبکستان جمهوریت په پلازمېنه کې د دې غونډې د ګډونوالو له لوري تصویب شوه او نړیواله ترهګري یې په سیمه کې د سیمې لپاره یو ګواښ وباله. ولسمشر غني د دواړو هېوادونو اړیکې ډېرې مهمې وبللې او له ازبکستانه‌ یې مننه وکړه چې د کابل پروسه‌ یې په یوې مهمې غونډې بدله کړه.

که چېرې د سیمې او نړۍ هېوادونه خپلو دې او دېته ورته ژمنو ته متعهد پاتې شي نو باور دی چې د افغان سولې په برخه کې به پام وړ رول ولري، ځکه پر پاکستان او وسله والو مخالفینو به فشار زیات شي او د همدغه فشار په پایله کې به هغوی سولې ته غاړه کېږدي له افراطیت، وحشت او جنګ نه به لاس واخلي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply